سه شنبه, جولای 7, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:سوداګریزې بېړۍ دې د ایران سمندري مقررات رعایت کړي

عباس عراقچي:سوداګریزې بېړۍ دې د ایران سمندري مقررات رعایت کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هغه سوداګریزو بېړیو ته چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي، باید د ایران له اعلان شویو سمندري لارو او لارښوونو سره همغږي وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د راپورونو له مخې، د قطر په مالکیت یوه بېړۍ د عمان له سمندري مسیر څخه د هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال له برید سره مخ شوې ده.

د نړیوالو راپورونو له مخې، بېړۍ ته اور لګېدلی، خو د عملې غړو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

ځینو راپورونو ادعا کړې چې یادې بېړۍ ته مخکې څو ځله خبرداری ورکړل شوی و، خو هغې د مسیر بدلولو پر ځای د امریکا له سمندري ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې وه.

ایران تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې هغه بېړۍ چې د تهران له منظور شویو سمندري لارو پرته تګ راتګ وکړي، له قاطع غبرګون سره به مخ شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here