شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 4

اروپايي ټولنه:روسیه د اوکراین جګړه کې تر فشار لاندې ده

د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، چې د اوکراین جګړه کې د روسیې وضعیت مخ په کمزورۍ دی او اوس جګړه د اوکراین په ګټه بدلېدونکې ښکاري.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو سیاستونو مسؤلې کایا کالاس ویلي، اروپا به له اوکراین خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او پر روسیې یې د بې‌قید شرط اوربند غوښتنه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې روسیې په وروستیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې درانه تلفات ګاللي او اقتصادي بندیزونو هم پر مسکو فشار زیات کړی دی.

هغې ټینګار کړی، چې اروپايي هېوادونه به د اوکراین دفاعي او مالي ملاتړ نور هم پیاوړی کړي.

بلخوا، د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د لوېدیځو متحدینو دوامدار ملاتړ د اوکراین ځواکونو مورال لوړ کړی او هڅه کوي هغه سیمې بېرته ونیسي چې روسیې نیولې دي.

په ورته وخت کې، روسي چارواکو د اروپايي ټولنې څرګندونې “سیاسي تبلیغات” بللي او ویلي یې دي چې خپل پوځي عملیاتو ته به دوام ورکړي.

د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې؛اسحاق ډار سبا واشنګټن ته ځي او له مارکو روبیو سره به وګوري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به سبا د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته رسمي سفر وکړي.

د معلوماتو له مخې، نوموړی به د خپل سفر پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم لیدنه وکړي.

تمه ده په دې کتنه کې به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي

مولوي یعقوب مجاهد:افغانستان د هندوانو او سیکانو ګډ کور دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد، له یو شمېر هغو افغانانو سره په لیدنه کې چې په روسیه کې مېشت دي، ویلي چې پخوا په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شمېر د پام وړ و، خو اوس یې یوازې لږ کسان پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان هندوان او سیکان حق لري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او دلته د مالکیت، امنیت او تړاو احساس ولري.

مجاهد ټینګار وکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر وګړی کولای شي په ډاډه زړه خپل وطن ته ستون شي او ژوند وکړي.

شهباز شریف: پاکستان به تل د ایران تر څنګ ولاړ وي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد به یې «تل د ایران تر څنګ ولاړ وي» او د تهران ملاتړ ته به دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان د ایران د سولې، ثبات او امنیت ملاتړ کوي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف دا څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د اختر په مناسبت په ټلفوني خبرو کې کړي.

د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې چې ډېر زر به د ایران د ملت د عزت او وقار مطابق د سولې یوه هوکړه وروستۍ شي او په وینا یې، دا کار به د ایران د اقتصادي ظرفیتونو د پراخېدو او د ټولې سیمې د ګټې لامل شي.

نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو له لارې د شخړو د حل غوښتونکی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه بریالی رول لوبولی او همداراز اسلام‌اباد ځان د احتمالي خبرو اترو د کوربه په توګه هم وړاندې کړی دی.

اکسیوس:امریکا د کیوبا د احتمالي سقوط سناریو ارزوي

اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د روان اوړي په پیل کې په کیوبا کې د حکومت د احتمالي سقوط سناریو ارزوي او د احتمالي ګډوډۍ په صورت کې یې د پوځي غبرګون تمرینونه هم ترسره کړي دي.

د راپور له مخې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، اوسنی وضعیت د “چټک سقوط” بڼه لري؛ خو واشنګټن دا مهال د کیوبا د حکومت د بشپړ نسکورولو نیت نه لري او دا بهیر په مرحلو کې پر مخ وړل کېږي.

اکسیوس زیاته کړې، د فشار دغه تدریجي سیاست به ټرمپ ته فرصت ورکړي چې د ایران له روانو خبرو وروسته پر کیوبا زیات تمرکز وکړي.

یو بل چارواکي ویلي، ټرمپ غواړي ټول ممکن فشارونه وازمويي؛ خو د پخوا په پرتله اوس د امریکا اختیارونه محدود شوي دي.

همداراز بل چارواکي ټینګار کړی چې واشنګټن لا هم د بندیزونو او نورو فشارونو لپاره پراخ امکانات لري او ښايي نور اقدامات هم ترسره شي.

پاکستان او چین؛د ۱.۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي

د راپورونو له مخې، پاکستاني او چینايي شرکتونو د چین په هانګژو ښار کې د پاکستان-چین د سوداګرۍ کنفرانس پر مهال د ۱.۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د چین د ژیجیانګ ایالت والي لیو جي هم ګډون کړی و.

راپورونه وایي، شهباز شریف د څو سترو چینايي شرکتونو له استازو سره هم لیدلي چې په کې «سي اې ټي اېل»، «سټارچارج» او ګشیوژنګ فارماسوټیکل ګروپ» شامل دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، دغه تړونونه د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

همداراز دواړو لوریو د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) د پراختیا، د ګوادر بندر د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز اتصال د پراخوالي پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

پکتیا؛ناپېژاندو کسانو زرمت کې د يو بڼوال د مڼو ۱۰۹ حاصل‌ورکوونکې ونې پرې کړې

د پکتیا ولایت د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي، ناپېژاندو کسانو د زرمت ولسوالۍ د بیګوالو سیمې اړوند د عمرالدین په نوم د یوه اوسېدونکي د مڼو بڼ ته سخت زیان رسولی او ۱۰۹ هغه ونې یې پرې کړې چې حاصل ته رسېدلې وې.

نوموړي ويلي چې پولیسو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د مېوو د ونو پرېکول نه یوازې اقتصادي زیان اړوي، بلکې د بزګرانو پر حاصلاتو او د سیمې پر کرنیز وضعیت هم منفي اغېز کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په نورو سيمو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

هند؛د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پاکستان پولې ته نږدې ودانۍ نړوي

د امېت شاه په مشرۍ د هند د کورنیو چارو وزارت د پاکستان پولې ته نږدې د «غیرقانوني» ودانیو د نړولو امر کړی دی.

د راپورونو له مخې، هند ویلي هغه ودانۍ چې د پولې له ۱۵ کیلومترۍ دننه جوړې شوې او غیرقانوني بلل کېږي، باید ونړول شي.

امیت شاه د هند امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې په ځانګړي ډول د سرحدي نفوذ، د نشه ‌يي توکو قاچاق، د ترهګرۍ مالي ملاتړ او د ځمکو ناقانونه غصب د «سرحدي جرمونو» پر ضد اقدامات زیات کړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د هند او پاکستان اړیکې د تېر کال له لنډې جګړې وروسته لا هم ترینګلې دي.

راپورونه وایي، هند اوس د پاکستان له پولې سره د امنیتي تدابیرو د سختولو هڅه کوي او د “سمارټ بارډر” یا هوښیارې پولې پروژه هم پر مخ وړي، څو د نفوذ او قاچاق مخه ونیسي.

یعقوب مجاهد:د افغانستان خاوره هيڅکله د ایران پر ضد نه ده کارول شوې

د طالبانو حکومت د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد په مسکو کې د ایران د ملي امنیت شورا د منشي له مرستیال علي باقر کني سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان خاوره او فضا هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې.

د راپورونو له مخې، یعقوب مجاهد ویلي چې «اسلامي امارت» دا موضوع د امریکا او ایران د وروستیو کړکېچونو پر مهال هم په عملي ډول ثابته کړې ده.

دغه لیدنه د نړۍ د لوړپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوې ده.

بلخوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې علي باقري کني په دې لیدنه کې امریکا او اسراییل د سیمې د هېوادونو “ګډ دښمنان” بللي دي.

روسيه:افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي حضور د منلو وړ نه دی

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شويګو ویلي، مسکو ته په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د پوځي اډو او زیربناوو ځای پر ځای کول د منلو وړ نه دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو ټینګار کړی چې د ایران او سیمې وروستیو تحولاتو ته په کتو، په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د امریکا او ناټو پوځي حضور کولی شي امنیتي ګواښونه نور هم زیات کړي.

هغه په افغانستان کې وضعیت پېچلی بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد په اړه د خبرو پر مهال باید په یاد وساتل شي چې د اوسني وضعیت اصلي مسوولیت د ناټو غړو هېوادونو ته راجع کېږي.

شویګو دغه څرګندونې په مسکو کې د «مرکزي اسیا – روسیې» د امنیت شورا د منشیانو د درېیمې غونډې پر مهال کړې دي.