د امېت شاه په مشرۍ د هند د کورنیو چارو وزارت د پاکستان پولې ته نږدې د «غیرقانوني» ودانیو د نړولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، هند ویلي هغه ودانۍ چې د پولې له ۱۵ کیلومترۍ دننه جوړې شوې او غیرقانوني بلل کېږي، باید ونړول شي.
امیت شاه د هند امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې په ځانګړي ډول د سرحدي نفوذ، د نشه يي توکو قاچاق، د ترهګرۍ مالي ملاتړ او د ځمکو ناقانونه غصب د «سرحدي جرمونو» پر ضد اقدامات زیات کړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د هند او پاکستان اړیکې د تېر کال له لنډې جګړې وروسته لا هم ترینګلې دي.
راپورونه وایي، هند اوس د پاکستان له پولې سره د امنیتي تدابیرو د سختولو هڅه کوي او د “سمارټ بارډر” یا هوښیارې پولې پروژه هم پر مخ وړي، څو د نفوذ او قاچاق مخه ونیسي.

