پنجشنبه, مې 28, 2026
Homeافغانستانپکتیا؛ناپېژاندو کسانو زرمت کې د يو بڼوال د مڼو ۱۰۹ حاصل‌ورکوونکې ونې...

پکتیا؛ناپېژاندو کسانو زرمت کې د يو بڼوال د مڼو ۱۰۹ حاصل‌ورکوونکې ونې پرې کړې

د پکتیا ولایت د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي، ناپېژاندو کسانو د زرمت ولسوالۍ د بیګوالو سیمې اړوند د عمرالدین په نوم د یوه اوسېدونکي د مڼو بڼ ته سخت زیان رسولی او ۱۰۹ هغه ونې یې پرې کړې چې حاصل ته رسېدلې وې.

نوموړي ويلي چې پولیسو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، د مېوو د ونو پرېکول نه یوازې اقتصادي زیان اړوي، بلکې د بزګرانو پر حاصلاتو او د سیمې پر کرنیز وضعیت هم منفي اغېز کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په نورو سيمو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here