اکسیوس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د روان اوړي په پیل کې په کیوبا کې د حکومت د احتمالي سقوط سناریو ارزوي او د احتمالي ګډوډۍ په صورت کې یې د پوځي غبرګون تمرینونه هم ترسره کړي دي.
د راپور له مخې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، اوسنی وضعیت د “چټک سقوط” بڼه لري؛ خو واشنګټن دا مهال د کیوبا د حکومت د بشپړ نسکورولو نیت نه لري او دا بهیر په مرحلو کې پر مخ وړل کېږي.
اکسیوس زیاته کړې، د فشار دغه تدریجي سیاست به ټرمپ ته فرصت ورکړي چې د ایران له روانو خبرو وروسته پر کیوبا زیات تمرکز وکړي.
یو بل چارواکي ویلي، ټرمپ غواړي ټول ممکن فشارونه وازمويي؛ خو د پخوا په پرتله اوس د امریکا اختیارونه محدود شوي دي.
همداراز بل چارواکي ټینګار کړی چې واشنګټن لا هم د بندیزونو او نورو فشارونو لپاره پراخ امکانات لري او ښايي نور اقدامات هم ترسره شي.

