شنبه, اکتوبر 25, 2025
Home Blog Page 398

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت؛په تحصیلي بورسونو کې د نجونو د ونډې په اړه له پاکستان سره د شوې هوکړې ادعا رد کړه

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له پاکستان سره د هوکړې په اړه هغه راپورونه رد کړل چې افغان ښځینه محصلینو ته یې د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه کړې وه.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت ټینګار کوي چې دا خبر حقیقت نه لري او تر اوسه افغان ښځینه محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په اړه د پاکستان په ګډون له کوم هېواد سره هوکړه نه ده شوې.

یاد وزارت په دې برخه کې د طالبانو حکومت د همغږۍ خبره بې اساسه او تبلیغاتي بللې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې د ۵۰۰۰ نجونو په ګډون څه باندې ۲۰ زره کسانو د پاکستان د بورسونو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

کریستي نوم؛د امریکا د کورني امنیت وزیره وټاکل شوه

0

د امریکا سنا کریستي نوم د دغه هېواد د کورني امنیت د وزیرې په توګه ومنله.

هغې له سنا څخه ۵۹ موافقې او ۳۴ مخالفې رایې تر لاسه کړې وې.

۵۳ کلن نوم تر دې وړاندې د کډوالو او امریکا د پولو په اړه د ټرمپ د دریځ ملاتړې وه او تمه کېږي، چې نوموړې به د امریکا د پولو امنیت خوندیتوب ته خپل پام زیات کړي.

کریستي نوم د ټرمپ له وفادارو ملګرو څخه ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ:له یو شمېر سوداګرو سره د ټک‌ټاک کمپنۍ د اخیستو په اړه خبرې کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اوس مهال له یو شمېر سوداګرو سره د ټک ټاک کمپنۍ د اخیستو په اړه خبرې کوي او په راتلونکې یوه میاشت کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاتوي، په دې اړه یې له زیاتو پانګوالو سره خبرې کړې او لېوالتیا هم ورته زیاته ده.

تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې د ټرمپ حکومت د ټک ټاک کمپنۍ اخیستلو په اړه غور کوي.

امرالله صالح:د طالبانو هر څه د ډونالډ ټرمپ له شفقت سره تړلي

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، چې د طالبانو هر څه د ټرمپ له امضا، رحم او شفقت سره تړلي.

ښاغلي صالح پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، پر طالبانو د ټرمپ د مرستو له بندېدو سره سم، د دولتي کارکوونکو معاشونه هم وځنډول شول.

د صالح په خبره، دولتي کارکونکي راتلونکو درې میاشتو پورې له معاش څخه بې برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس وخت کې د طالبانو حکومت خپلو کارکونکو ته ویلي چې تر نامعلوم وخت پورې د معاشونو غوښتنه ونه کړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال؛د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې د افغانانو پروازونه یې وځنډول

‏د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي‌ډي وېنس د ډونالډ ټرمپ د هغه پرېکړې ملاتړ کړی چې د افغان کډوالو د لېږد پروګرام یې وځنډوه.

جي‌ډي وېنس له CBS شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ځینو کډوالو دوسیې امریکا ته تر راننوتلو مخکې په سمه توګه نه دي ارزول شوي.

هغه ویلي، چې د کډوالو د دوسیو نه ارزولو او امریکا ته د ننوتلو موضوع د دوی جدي اندېښنې را ولاړې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې زه نه غواړم چې زما ماشومان په داسې سیمه کې ژوند وکړي چې خلک یې پرته له لازمې ارزونې موجود وي او په وینا یې څرنګه چې دا وضعیت زه د خپلو ماشومانو لپاره نه غواړم، د نورو امریکايي وګړو لپاره هم د منلو نه ده.

د یادونې ده چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته د څه باندې ۴۰ زرو افغانانو الوتنې یې وځنډولې.

د طالبانو له زندانه؛نېول شوی کاناډایي وګړی خوشې شوی دی

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي ویلي، چې د طالبانو له بنده خوشي شوي کاناډايي سرتېري سره یې خبرې شوې دي او هغه قطر ته رسېدلی دی.

میلاني جولي له قطري چارواکو مننه کړې چې په دې برخه کې یې هڅه کړې.

نوموړې ویلي، چې د ازاد شوي بندي ډېوېډ لاوري وضعیت اوس مهال ښه دی.

د یادونې ده، چې ډېوېډ لاروي د تېر کال په نومبر کې نیول شوی وو.

محمود خان اڅکزی:افغانستان کې د نجونو زده کړې نه؛ بلکې نورې ستونزې لومړیتوب لري

د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، د پاکستان د پارچه کېدو پلوي نه دی؛ خو دغه هېواد که د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي؛ نو دی به یې مقابله وکړي.

محمود خان اڅکزی وایي اوس مهال د افغانستان د ستونزو لومړیتوب د نجونو زده کړې نه دي.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو ډېر لوی مشکلات شته او اول باید هغه حل شي.

نوموړی زیاتوي، چې د دوی ګوند له هر هغه چا ملاتړ کوي چې افغانستان کې واک ترلاسه کوي.

هغه دغه راز له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان باید هغو افغان کډوالو ته د زیږون سندونه ورکړي چې په دغه هېواد کې زېږېدلي او لوی شوي دي او په خبره یې که دا کار ونه شي، دوی به نړیوالو محکمو ته مراجعه وکړو.

طالبان د خپل حکومت زوال په سترګو وینې، ځکه چغې یې اسمان نیولي

لیکوال: محمد حلیم فدایي

‏د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت په لارښوونه د دوی کرایې فېسبوک او اېکس چلوونکو پاکستان ته د افغان نجونو د مشروطې اجازې په ورکولو سختې نیوکې پیل کړې دي. دوی اوس هماغه غوښتنه کوي چې جمهوریت پلوو او عام ولس د طالبانو په لومړي او اوسني حاکمیت کې کوله. خو ملا هیبت الله او د طالبانو رسنیزو پلویانو په تېرو وختونو کې هر ډول نقد د دښمنۍ او بغاوت عمل ګاڼه. خو نن ورځ دوی خپله ښکاره نیوکې پیل کړې دي او که د دوی په اصطلاح ووایو، بغاوت یې کړی دی. داسې ښکاري چې د ولس او نړیوالو زغم د طالبانو سیاستونو ته نور ختم شوی دی.

‏دا ښکاره نیوکې دا په ګوته کوي چې د کابل او کندهار ترمنځ اختلافات زیات شوي دي، او داسې برېښي چې طالبان د خپل حاکمیت زوال په خپلو سترګو ویني. سربېره پر دې، دا میاشت د طالبانو لپاره ډېره خطرناکه وه. د افغانۍ ارزښت د ډالر په وړاندې تر ۱۰۰ هم پورته شو. ټرمپ پر طالبانو مالي محدودیتونه ولګول. د جرمونو نړیوالې محکمې د ملا هیبت الله او ملا عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د مشرانو پر سر د اسامه بن لادن په پرتله د لوی انعام اېښودلو ګواښ وکړ. همدارنګه، پاکستان ته د افغان نجونو مشروط اجازه‌ورکول او په افغانستان کې د هغوی بندیزونه زیاتیدل، د اسلامي نړۍ د علماوو لخوا د نجونو د زده کړو بندیز کبیره ګناه ګڼل کېدل، او عباس ستانکزي د ملا هیبت الله فرمانونه د شریعت پر ځای د هغه د شخصي طبیعت پایله وبلله. په دې کې د تخار په پېښه کې د یو چینایي وګړي وژل کېدل هم شامل دي، چې دا ټولې موضوعګانې د طالبانو مشرتابه سخت وارخطا کړي دي.

‏په دې وروستیو کې د طالبانو پلویان په رسنیو کې نیوکې کوي او هڅه کوي چې ملا هیبت الله له خپل دریځ څخه په شاه کړي. خو داسې ښکاري چې ملا هیبت الله به هیڅکله له خپل دریځ څخه تېر نه شي. بلکې برعکس شاید نور سخت فرمانونه هم صادر کړل

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

عباس عراقچي؛د طالبانو حکومت له دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد سره کتلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو حکومت د دفاع له وزیر مولوي یعقوب مجاهد سره وکتل.

په کابل کې د ایران سفارت د دې غونډې انځور خپور کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې عباس عراقچي افغانستان ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

محمد نبي عمري:له پولو څخه د باندې په ۵۰۰ کلدارو هم خلک وژلی شو

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د محسن داوړ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې دوی کولای شي له پولو څخه د باندې په ۵۰۰ کلدارو هم سړی ووژني.

نوموړی زیاتوي، هغه څوک چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي اول باید د طالبانو پر پله پل کېږدي.

تر دې وړاندې محسن داوړ ویلي وو چې طالبانو د ده د وژلو په سر ۵۰۰ زره ډالره انعام ټاکلی دی.