شنبه, جون 14, 2025
Homeافغانستانطالبان د خپل حکومت زوال په سترګو وینې، ځکه چغې یې اسمان...

طالبان د خپل حکومت زوال په سترګو وینې، ځکه چغې یې اسمان نیولي

لیکوال: محمد حلیم فدایي

‏د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت په لارښوونه د دوی کرایې فېسبوک او اېکس چلوونکو پاکستان ته د افغان نجونو د مشروطې اجازې په ورکولو سختې نیوکې پیل کړې دي. دوی اوس هماغه غوښتنه کوي چې جمهوریت پلوو او عام ولس د طالبانو په لومړي او اوسني حاکمیت کې کوله. خو ملا هیبت الله او د طالبانو رسنیزو پلویانو په تېرو وختونو کې هر ډول نقد د دښمنۍ او بغاوت عمل ګاڼه. خو نن ورځ دوی خپله ښکاره نیوکې پیل کړې دي او که د دوی په اصطلاح ووایو، بغاوت یې کړی دی. داسې ښکاري چې د ولس او نړیوالو زغم د طالبانو سیاستونو ته نور ختم شوی دی.

‏دا ښکاره نیوکې دا په ګوته کوي چې د کابل او کندهار ترمنځ اختلافات زیات شوي دي، او داسې برېښي چې طالبان د خپل حاکمیت زوال په خپلو سترګو ویني. سربېره پر دې، دا میاشت د طالبانو لپاره ډېره خطرناکه وه. د افغانۍ ارزښت د ډالر په وړاندې تر ۱۰۰ هم پورته شو. ټرمپ پر طالبانو مالي محدودیتونه ولګول. د جرمونو نړیوالې محکمې د ملا هیبت الله او ملا عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د مشرانو پر سر د اسامه بن لادن په پرتله د لوی انعام اېښودلو ګواښ وکړ. همدارنګه، پاکستان ته د افغان نجونو مشروط اجازه‌ورکول او په افغانستان کې د هغوی بندیزونه زیاتیدل، د اسلامي نړۍ د علماوو لخوا د نجونو د زده کړو بندیز کبیره ګناه ګڼل کېدل، او عباس ستانکزي د ملا هیبت الله فرمانونه د شریعت پر ځای د هغه د شخصي طبیعت پایله وبلله. په دې کې د تخار په پېښه کې د یو چینایي وګړي وژل کېدل هم شامل دي، چې دا ټولې موضوعګانې د طالبانو مشرتابه سخت وارخطا کړي دي.

‏په دې وروستیو کې د طالبانو پلویان په رسنیو کې نیوکې کوي او هڅه کوي چې ملا هیبت الله له خپل دریځ څخه په شاه کړي. خو داسې ښکاري چې ملا هیبت الله به هیڅکله له خپل دریځ څخه تېر نه شي. بلکې برعکس شاید نور سخت فرمانونه هم صادر کړل

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here