د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له پاکستان سره د هوکړې په اړه هغه راپورونه رد کړل چې افغان ښځینه محصلینو ته یې د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه کړې وه.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت ټینګار کوي چې دا خبر حقیقت نه لري او تر اوسه افغان ښځینه محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په اړه د پاکستان په ګډون له کوم هېواد سره هوکړه نه ده شوې.
یاد وزارت په دې برخه کې د طالبانو حکومت د همغږۍ خبره بې اساسه او تبلیغاتي بللې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې د ۵۰۰۰ نجونو په ګډون څه باندې ۲۰ زره کسانو د پاکستان د بورسونو لپاره نوم لیکنه کړې ده.