د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، چې د طالبانو هر څه د ټرمپ له امضا، رحم او شفقت سره تړلي.
ښاغلي صالح پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، پر طالبانو د ټرمپ د مرستو له بندېدو سره سم، د دولتي کارکوونکو معاشونه هم وځنډول شول.
د صالح په خبره، دولتي کارکونکي راتلونکو درې میاشتو پورې له معاش څخه بې برخې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس وخت کې د طالبانو حکومت خپلو کارکونکو ته ویلي چې تر نامعلوم وخت پورې د معاشونو غوښتنه ونه کړي.