شنبه, اکتوبر 25, 2025
Home Blog Page 399

ملا حسن اخوند عباس عراقچي ته:د اوبو په برخه کې د ایران ملاحظې په نظر کې نیسو

د طالبانو حکومت رییس الوزرا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د چارواکو د سفرونو پر زیاتوالي ټینګار کړی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې ملا محمد حسن اخوند ویلي، چې د اوبو په برخه کې ایران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري.

ښاغلي اخوند زیاته کړې، چې کله ناکله د افغانانو اعدام هم عامه احساسات راپاروي، نو باید د ښه ګاونډیتوب پر اساس ورسره د مهربانۍ له مخې چلن وشي.

دغه راز په دې لیدنه کې عباس عراقچي ویلي، چې د ایران امنیت د افغانستان د امنیت پورې تړلی دی.

عراقچي زیاته کړې، چې دوی په ابرومندانه ډول د کډوالو اېستلو ته ژمن دي.

عباس عراقچي؛په کابل کې د طالبانو حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره کتلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په کابل کې د طالبانو حکومت له رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند سره کتلي دي.

تر اوسه د دغې لیدنې جزیات نه دي راغلي.

هغه تر دې وړاندې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي وو.

د یادونې ده، چې عباس عراقچي نن په یو ورځني سفر کابل ته راغلی دی.

د افغانیو ارزښت ساتلو هڅې؛د افغانستان بانک سبا ۲۵ میلیونه ډالر لیلاموي

هېواد کې د ډالرو له پورته کېدو سره سم، د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره به ۲۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک ویلي، چې دا ډالر سبا لیلامیږي.

بل لورته بیا د هېواد په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت مخ پورته روان دی؛ خو د افغانستان بانک بیا وايي، چې د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره کافي سرچینې لري.

د ډونالډ ټرمپ حکومت؛د څلوېښت زره افغانانو پرازونه ځنډولي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري بهرنیو هېوادونو ته د مرستو له بندیز سره سم، په بېلابېلو هېوادونو کې امریکا ته د تلونکو ۴۰ زره افغانانو پرازونه هم ځنډېدلي.

دا کسان په پاکستان، قطر، البانیا او نورو هېوادونو کې په تمه و، چې امریکا ته به ولاړ شي.

دا تر ډېره هغه افغانان دي، چې په تېرو شلو کالونو کې یې له امریکا سره دندې کړې دي.

عباس ستانکزی؛د طالبانو حکومت پر مشر له توندو نیوکو وروسته له هېواد څخه مرور تللی

باوري سرچینې وایي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل پریښی.

ویل کېږي چې نوموړی مرور متحده عربي اماراتو تللی.

که څه هم هغه ته د کندهار طالبانو په هوایي ډګر کې د تلو اجازه نه ورکوله؛ خو د حقاني ډلې په زوره الوتکې ته پورته کړی.

عباس ستانکزي څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت په مشر شیخ هبت‌الله سختې نیوکې کړې وې، چې ولې د نجونو د زده کړو مخه یې نېولې ده.

ډونالډ ټرمپ؛د ولسمشر په توګه خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته کوي

0

رویټرز خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د خپلې دویمې واکمني پر مهال لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې سعودي عربستان ویلي چې له امریکا سره به راتلونکو څلورو کلونو کې خپله سوداګري شپږ سوه میلیارده ډالرو ته وغځوي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم سعودي ته سفر کړی او ویلي یې دي، چې که سعودي د بیا په څېر سوداګري ته لېوالتیا وښيي؛ نو نوموړی به بیا هم ریاض ته سفر وکړي.

طالبانو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری! په مشرانو مو له اسامه بن لادن لوړه او ډېره جایزه ټاکو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د طالبانو یو له سختو مخالفانو څخه دی وايي، طالبانو تر هغه ډېر امریکايي اتباع یرغمل کړي، چې راپور یې نه دی ورکړل شوی. د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپل ایکس پاڼې ولیکل: «که دا ریښتیا وي، موږ سمدستي د طالبانو په لوړ پوړو مشرانو خورا لویه جایزه وټاکو، شاید د هغه څه څخه لوړ چې مونږ په اسامه بن لادن ته ایښې وو.”

حلیم فدایي ملا هبت الله ته: تا او ستا ډلې ته شرم دی چې د میرویس نیکه او احمد شاه بابا لوڼې د پنجابي استادانو له لورې روزل کېږي

وروسته له هغه چې پاکستان افغانستان سره د ۴۵۰۰ ا تحصيلي بورسونو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې لدې سکالرشپونو څخه یې ۳۳ سلنه افغان نجونو ته ځانګړې کړي د تیر حکومت یو شمیر چارواکو او په کور دننه یو شمیر طالبانو غصه کړي دي.

په جمهوري حکومت کې د پکتیا پخواني والي او سیاستوال حلیم فدايي د طالبانو امیر شیخ هبت الله اخوندزاده مخاطب کړی او په خپل ایکس پاڼې لیکلي: «ته او خدای! دا کوم غیرت او کوم شریعت دی چې پاکستان ته د نجونو په تګ بندیز نشته، خو په خپل هېواد کې یې حتی مشروط اجازه هم نه ورکوي؟«

ښاغلي فدايي لیکلي پاکستان ته اجازه داسې معنی لري چې د افغانستان ټولې چارې د هغه هیواد له لورې اداره کیږي.

هغه لیکلي:« په افغانستان کې د نجونو د تعلیم بندیزونه د پاکستان په فرمایش عملي کېږي. د ملا هیبت‌الله او د هغه د ډلې لپاره دا یو ستر تاریخي شرم دی چې د میرویس خان نېکه او احمدشاه بابا لوڼې د پنجاب په ښوونځیو کې د پنجابي استادانو لخوا روزل کېږي.«

طالبانو ته؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری

طالبانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری؛

  مارکو ریبو وايي،طالبانو تر هغه ډیر امریکایي وګړي په خپلو بند خونو کې ساتلي کوم چې دوی ته راپور ورکړل شوی.

نوموړي په خپل ایکس پاڼې لیکلي:«که دا رښتيا وي، نو موږ به سمدلاسه د طالب مشرانو پر سر لویه جایزه وټاکو، تر هغه جایزې هم لوړ کوم چې مونږ پر اسامه بن لادن ایښې وو.

په شیخ هبت الله د هغه د پلویانو انتقاد: د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزه، هیواد پردیو ته مه محتاجوه

په ایکس ټولنیزې پاڼې ګڼ شمیر طالب پلویانو د خپل امیر شیخ هبت الله اخوندزاده څخه په کلکه وغوښتل چې د نجونو پرمخ د زده کړې دروازې پرانیزې او افغانستان دې د پردیو په ځانګړې ډول د پاکستان له احتیاج څخه خلاص کړي.

دغو طالب پلوو مبلغینو په ایکس سپیس کې په ملا هبت الله او د هغه په کابینې نیوکې وکړې چې په یوه پلمه او بله پلمه د امر ثاني په نوم د اسلامي نظام ریښې ریبي.

د ایکس سپیس جوړونکی مولوی ضیاء الرحمن اصغر وویل چې نور مصلحت نه کوي او نه غواړي چې د حق او باطل په لاره کې د باطل ملګری اوسی، هغه په ټولو علماوو غږ وکړ چې سر له سبا دې کندهارته وخوځیږي او شیخ هبت الله اخوندزاده دې قانع کړي چې د نجونو پرمخ دښوونځیو دروازې پرانیزي.

دغو طالب پلویانو د طالبانو چارواکو ته د پیغور په ژبه وویل چې څنګه غیرت مو اجازه درکوي چې پاکستان افغان نجونو ته درس ورکوي او تاسې ارامه خوبونه کوي او د شریعت په نوم مو ښوونځي تړلي.