دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 38

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت:سعودي عربستان ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه تر دې دمه له ۱۴ زرو زیات افغان حاجیان رسېدلي

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او تر دې دمه ۱۴ زره او ۲۹۳ تنه په ۴۶ الوتنو کې مدینې منورې ته رسېدلي دي.

د وزارت په وینا، د لوېدیځ زون پاتې حاجیان به هم ژر د هرات له لارې په ځانګړو الوتنو کې مدینې ته انتقال شي او د دې پړاو بهیر به بشپړ شي.

مسوولین زیاتوي چې په نږدې ورځو کې به د کندهار او هرات له زونونو څخه جدې ښار ته د حاجیانو د لېږد الوتنې هم پیل شي.

د چارواکو په خبره، افغان حاجیان به له رسېدو وروسته په نبوي جومات کې خپل عبادتونه ترسره کړي او وروسته به د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته لاړ شي.

انتونیو ګوترېش:په نړیواله کچه د خبریالانو پر وړاندې ۸۵ سلنه جرمونه بې سزا پاتې کېږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو شاوخوا ۸۵ سلنه قضیې له څېړنې او سزا پرته پاتې کېږي.

هغه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې خبریالان په بېلابېلو هېوادونو کې له جدي خطرونو سره مخ دي، چې پکې سانسور، څارنه، قانوني فشارونه او حتی د ژوند ګواښونه شامل دي.

ګوترېش زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر خبریالان په ځانګړې توګه د جګړو په سیمو کې په هدفي ډول وژل شوي دي.

هغه خبرداری ورکړی چې اقتصادي فشارونه، نوې ټکنالوژي او د معلوماتو تحریف د رسنیو ازادي تر سخت ګواښ لاندې راولي او باوري معلوماتو ته لاسرسی محدودوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ژورنالېزم کمزوري کېدل د خلکو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي، ټولنیز یووالی کمزوری کوي او د کړکېچونو حل لا ستونزمنوي.

د عمران خان پخوانۍ مېرمنې؛جمایمه ګولډسمېت له یو میلیاردر پانګه‌وال سره کوژده وکړه

د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف (PTI) د بنسټګر عمران خان د پخوانۍ مېرمنې جمایمه ګولډسمېت له یوه پېژندل شوي میلیاردر پانګه‌وال سره د کوژدې خبرونه خپاره شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، بریتانوۍ فلم لیکواله او مستندسازه جمایمه ګولډسمېت د آیرلنډ-اسټرالیايي میلیاردر پانګه‌وال کامرون اوو ریلي سره کوژده کړې ده.

ویل کېږي چې دواړه شاوخوا د یو کال راهیسې په اړیکه کې وو.

راپورونه زیاتوي، چې ۶۲ کلن کامرون اوو ریلي یو مشهور پانګه‌وال دی چې په بېلابېلو نړیوالو شرکتونو کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي او همدا رنګه هغه د پخواني رسنیز میلیاردر انتوني اوو ریلي زوی هم دی.

جمایمه ګولډسمېت، چې مخکې د عمران خان مېرمنه وه، او له هغه یې دوه زامن هم لرل، د خپل شخصي ژوند له امله تل د رسنیو د پام وړ پاتې شوې ده.

سرچینې دا هم وایي چې د جمایمه کورنۍ له کامرون اوو ریلي سره لیدلي او دا اړیکه یې مثبته بللې ده.

نوموړې د خپل مسلک په اوږدو کې په ګڼو مهمو مستندو فلمونو او سینمایي پروژو کې کار کړی او په وروستیو کلونو کې یې د ټولنیزو او بشري حقونو اړوند فعالیتونه هم زیات شوي دي.

حلیم فدایي:د «ملي» اصطلاح بدلون د هویت د کمزورې کولو هڅه ده

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي د طالبانو حکومت له لوري د «ملي» اصطلاح د بدلون پر پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د ملي هویت د کمزوري کولو هڅه ده.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د «ملي» پر ځای د «عمومي» کلمې کارول یوازې لفظي بدلون نه، بلکې د هویت اړوند یو مهم تحول دی چې د خلکو د ګډ هویت او ارزښتونو پر بنسټ اغېز کوي.

فدایي زیاته کړې چې د اسلامي تاریخ له مخې، جغرافیوي او ملي نسبتونه د علماوو د پېژندنې مهمه برخه وه او د دې مفاهیمو ردول له تاریخي او علمي واقعیتونو سره سمون نه لري.

نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې دا ډول بدلونونه ښايي د افراطي فکرونو یا بهرنیو اغېزو پایله وي او ټینګار یې کړی چې اسلام یوازې د عربي اصطلاحاتو په کارولو تحقق نه مومي، بلکې د عدالت، ارزښتونو او عقیدې پر بنسټ ولاړ دی.

سنتکام:د ایران د سمندري محاصرې له امله ۴۹ سوداګریزو کښتیو خپل مسیر بدل کړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د ايران د جنوبي بندرونو او ساحلو د سمندري محاصرې د عملیاتو له پیل راهيسې ۴۹ سوداګریزې کښتۍ اړ شوې چې خپل مسیر بدل کړي او له دې محاصرې سره سمون وکړي.

سنتکام زياته کړې چې امريکايي ځواکونه لا هم د دې عملیاتو بشپړ عملي کولو ته ژمن دي او هڅه کوي دا محاصره په دوامداره ډول وساتي.

بل لورته سپاه پاسداران ویلي چې که امریکا د دوی شرطونه ونه مني؛ نو دوی هر ډول جګړې ته تیار دي.

فاطمه مهاجراني:د بهر مېشتو ایرانیانو لپاره د وطن غېږ تل پرانیستې ده

د ايران د حکومت وياندې، فاطمه مهاجراني ويلي چې له هېواده بهر مېشت ايرانيان د هغو فشارونو او ستونزو سره سره چې د لوېديځو رسنيو له لوري پرې راوستل شوي، لا هم په کلکه د خپل وطن تر څنګ ولاړ دي.

هغې زياته کړې چې د شوو مثبتو پرېکړو په رڼا کې اړينه ده چې بهرنيو ايرانيانو ته دا پيغام ورسېږي چې د خپل هېواد غېږ ورته تل پرانيستې ده.

مهاجراني ويلي، ټول ايرانيان پرته له دې چې د نړۍ په کومه برخه کې ژوند کوي او يا يې د وتلو لامل څه و، ايران خپل کور ګڼي.

سراج‌الحق:پاکستان له درنو اقتصادي ستونزو، ګرانۍ او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق د پاکستان پر اوسني اقتصادي او سیاسي وضعیت سختې نیوکې کړې دي.

هغه ویلي چې هېواد له درنو اقتصادي ستونزو، د برېښنا پرله‌پسې پرچاوۍ، لوړې ګرانۍ او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ دی.

نوموړي له واکمنو غوښتي چې د شخصي ګټو پر ځای د ولس ستونزو ته لومړیتوب ورکړي او د خلکو د ژوند د اسانتیا لپاره عملي اقدامات وکړي.

سراج الحق ټینګار کړی چې پاکستان یو حساس پړاو کې دی او د بحران د حل لپاره ملي یووالی، جدي خبرې اترې او منظمې پالیسۍ اړینې دي.

هغه زیاتوي چې د برېښنا کمښت او د بیو لوړوالی عام خلک سخت ځپي او اوسنی وضعیت نور د زغم وړ نه دی، نو ځکه سیاستوال باید د هېواد د راتلونکي لپاره ګډ او مسؤلانه تصمیمونه ونیسي.

مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر؛له داغستاني چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ پر ودې خبرې کړې

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر، مولوي گل حسن حسن، د قفقاز د پانګونې په نړیوال فورم کې د ګډون ترڅنګ له سیمه‌ییزو چارواکو او افغان سوداګرو سره پر مهمو اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یاد سفارت له خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ګل حسن حسن د فورم په څنډه کې د داغستان له ولسمشر سره کتلي او د دوه‌اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ییزو اړیکو پر پیاوړتیا یې بحث کړی دی.

د راپور له مخې، په همدې لړ کې، نوموړي پیتیوگورسک ښار ته د خپل سفر پر مهال له مېشتو افغانانو سره هم لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، افغان سفیر ټینګار کړی چې اقتصادي تعامل او سیمه‌ییزه همکاري کولی شي د افغانستان او سیمې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

محمود خان اڅکزی:افغانستان د قدرتونو هدیره ده، پاکستان دې له خطرناکو تګلارو ډډه وکړي

د پاکستان د اپوزېسیون ګوند مشر او پښتون سیاستوال محمودخان اڅکزی ویلي چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د لویو قدرتونو لپاره په هدیره بدل شوی دی او هېڅ بهرنی ځواک نه دی توانېدلی چې په دوامداره توګه یې کنټرول وساتي.

هغه زیاته کړې چې هم د برېټانوي هند او هم د پخواني شوروي اتحاد تجربې ښيي چې افغانستان نیول ښايي اسانه وي، خو ساتل یې خورا ستونزمن او له جدي پایلو سره مل وي.

د نوموړي په وینا، امریکا هم په دې هېواد کې له ورته ننګونو سره مخ شوې وه.

اڅکزي خبرداری ورکړی چې دا ډول تګلارې او “ماجراجویانه فکر” د پاکستان لپاره خطرناک تمامېدلی شي او باید اجازه ورنکړل شي چې سیمه یو ځل بیا د شخړو په ډګر بدله شي.

نوموړي د حل لارې په توګه وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې وشي او د سیمې نور ګاونډي هېوادونه هم پکې شامل شي، څو ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه ټینګار کړی چې سیمه‌ییز ثبات یوازې د تفاهم او ګډو هڅو له لارې ممکن دی، نه د زور او نظامي لارو څخه.

د بیان ازادۍ نړیواله ورځ؛بریتانیا وایي، په سختو شرایطو کې افغان خبریالان د خاموشه کړل شویو غږ پورته کوي

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي، د بیان ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو مېړانه او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ستایلې دي.

نوموړي په خپله وینا کې د بیان ازادۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي چې ازاده خبریالي د یوې فعالې او ژوندۍ ټولنې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

هغه زیاته کړې چې خبریالان د ټولنې د رښتینو غږونو استازیتوب کوي او مهم معلومات خلکو او نړۍ ته رسوي.

لینډسي ویلي چې په تېره اوونۍ کې یې له یو شمېر افغان خبریالانو سره لیدلي او د هغوی د کاري شرایطو په اړه یې خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، افغان خبریالان سره له سختو او پېچلو حالاتو بیا هم خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه همدارنګه ویلي چې افغان خبریالان د ولس اندېښنې، اړتیاوې او لومړیتوبونه په خپلو راپورونو کې را اخلي او د هغو خلکو غږ پورته کوي چې غږ یې نه اورېدل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د مې درېیمه په ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت او د خبریالانو پر وړاندې پر موجودو ستونزو اندېښنه څرګندوي.