د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو شاوخوا ۸۵ سلنه قضیې له څېړنې او سزا پرته پاتې کېږي.
هغه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې خبریالان په بېلابېلو هېوادونو کې له جدي خطرونو سره مخ دي، چې پکې سانسور، څارنه، قانوني فشارونه او حتی د ژوند ګواښونه شامل دي.
ګوترېش زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر خبریالان په ځانګړې توګه د جګړو په سیمو کې په هدفي ډول وژل شوي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې اقتصادي فشارونه، نوې ټکنالوژي او د معلوماتو تحریف د رسنیو ازادي تر سخت ګواښ لاندې راولي او باوري معلوماتو ته لاسرسی محدودوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ژورنالېزم کمزوري کېدل د خلکو ترمنځ بېباوري زیاتوي، ټولنیز یووالی کمزوری کوي او د کړکېچونو حل لا ستونزمنوي.

