د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي، د بیان ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو مېړانه او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ستایلې دي.
نوموړي په خپله وینا کې د بیان ازادۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي چې ازاده خبریالي د یوې فعالې او ژوندۍ ټولنې لپاره بنسټیز اهمیت لري.
هغه زیاته کړې چې خبریالان د ټولنې د رښتینو غږونو استازیتوب کوي او مهم معلومات خلکو او نړۍ ته رسوي.
لینډسي ویلي چې په تېره اوونۍ کې یې له یو شمېر افغان خبریالانو سره لیدلي او د هغوی د کاري شرایطو په اړه یې خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، افغان خبریالان سره له سختو او پېچلو حالاتو بیا هم خپل مسلکي فعالیت ته دوام ورکوي.
هغه همدارنګه ویلي چې افغان خبریالان د ولس اندېښنې، اړتیاوې او لومړیتوبونه په خپلو راپورونو کې را اخلي او د هغو خلکو غږ پورته کوي چې غږ یې نه اورېدل کېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د مې درېیمه په ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، او نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت او د خبریالانو پر وړاندې پر موجودو ستونزو اندېښنه څرګندوي.

