په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر، مولوي گل حسن حسن، د قفقاز د پانګونې په نړیوال فورم کې د ګډون ترڅنګ له سیمهییزو چارواکو او افغان سوداګرو سره پر مهمو اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي.
د یاد سفارت له خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ګل حسن حسن د فورم په څنډه کې د داغستان له ولسمشر سره کتلي او د دوهاړخیزو همکاریو، سوداګرۍ پراختیا او سیمهییزو اړیکو پر پیاوړتیا یې بحث کړی دی.
د راپور له مخې، په همدې لړ کې، نوموړي پیتیوگورسک ښار ته د خپل سفر پر مهال له مېشتو افغانانو سره هم لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، افغان سفیر ټینګار کړی چې اقتصادي تعامل او سیمهییزه همکاري کولی شي د افغانستان او سیمې ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

