سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 37

اسرائیل:په لوېدیځ او مرکزي ایران کې مو پوځي هدفونه په نښه کړي

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواک لږ وخت مخکې د ایران په لوېدیځو او مرکزي سیمو کې پر پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، بریدونه د هغو هدفونو پر ضد ترسره شوي چې اسرائیل یې د ایران له پوځي جوړښتونو سره تړلي بولي.

تر اوسه د دغو بریدونو د پایلو، احتمالي مرګ‌ژوبلې او یا هم د اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو هم تر اوسه د پېښې په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

پر ایران د اسراییلو هوايي بریدونه؛د زیانونو په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د ایران پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د تهران، اصفهان، تبریز او د هېواد د لوېدیځو سیمو پر ځینو هدفونو ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، له بریدونو وروسته په یادو سیمو کې امنیتي او بېړني خدماتي ځواکونه فعال شوي او د وضعیت ارزونه روانه ده.

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، او ایراني چارواکو هم د پېښې د جزئیاتو په اړه محدود معلومات وړاندې کړي دي.

ټرمپ ایران ته:«توغندي مو وتوغول، نور بس دي» ژر د خبرو مېز ته راوګرځئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایرانه غوښتي، چې وروسته له توغونديو توغولو دې اوس ژر د مذاکراتو مېز ته بېرته راوګرځي او یوه هوکړه دې لاسلیک کړي.

ټرمپ د فاکس نیوز سره په خبرو کې ایران ته په اشاره ویلي: «تاسو خپل توغندي وتوغول، همدومره بس دي.»

نوموړي زیاته کړې چې دواړه لوري د اوونۍ په پیل کې د یوې احتمالي هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي وو، خو د ایران وروستی برید به د خبرو اترو بهیر ته ګټه ونه رسوي.

هغه ویلي چې د امریکا پوځ په بشپړ چمتووالي کې دی او دی د اسرائیلو له لوري پر بیروت د برید په اړه خوښ نه دی.

همدارنګه، ټرمپ ویلي چې له بنیامین نتنیاهو سره به اړیکه ونیسي او ترې به وغواړي چې د ایران د برید په ځواب کې غبرګون ونه ښيي.

سپاه پاسداران:اوربند مو په شرط منلی و، خو امریکا او اسراییل خپلې ژمنې ماتې کړې

د ایران سپاه پاسداران پر اسراییل ترسره شوی توغندیز برید «یوازې یو خبرداری» بللی او ګواښ یې کړی چې که د ایران او د هغه د متحدینو پر ضد پوځي اقدامات دوام ومومي، نو راتلونکی غبرګون به خورا پراخ او سخت وي.

سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ایران د اوربند منلو پر مهال د جګړې د بشپړ درېدو شرط ایښی و، خو امریکا او اسراییل پرې عمل ونه کړ.

د خبرپاڼې له مخې، په لبنان کې د اسراییل عملیات او د ایران د سمندري ګټو پر وړاندې اقدامات د اوربند ښکاره نقض ګڼل کېږي.

د ایران د سپاه پاسداران دغه ځواک ټینګار کړی چې د نن شپې برید د ایران د پوځي توان یوازې یوه کوچنۍ بېلګه وه او خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول نوي اقدام په صورت کې به یو ځل بیا په سیمه کې ټول امریکايي او اسراییلي اهداف د ایران د بریدونو په مستقیمه پنجه کې راشي.

تازه خبر؛ایران پر اسراییل د توغندیو نوې حملې پیل کړې

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ایران د اسراییل پر لور د توغندیزو بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.

د ایراني رسنیو د راپور له قوله ویلي شوي چې تر اوسه د بریدونو دوه جلا څپې ترسره شوې دي.

هاخوا، اسراییلي رسنیو هم تایید کړې چې د ایران له خاورې د اسراییل شمالي سیمو ته لږ تر لږه څلور توغندي توغول شوي دي.

غزه؛د اوربند د راتلونکو پړاوونو په اړه خبرې روانې دي

د غزې په تړاو د مصر په پلازمېنه قاهره کې د فلسطیني ډلو او منځګړو ترمنځ د اوربند د راتلونکو پړاوونو په اړه خبرې بیا پیل شوې دي.

نړیوالې رسنۍ راپور ورکوي چې د بشري وضعیت د ښه کولو او د مرستو د رسولو لپاره هڅې روانې دي، خو په سیمه کې امنیتي اندېښنې او تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

همدارنګه د رفح له لارې د بشري مرستو کاروانونه غزې ته داخل شوي دي.

یورو نیوز؛نړیوال اقتصادي اندېښنې او د بازارونو څار ته کتنه کړې

اقتصادي رسنۍ او نړیوال بنسټونه د نړۍ د اقتصاد د ودې، انفلاسیون او سوداګریزو اړیکو په اړه اندېښنې څاري.

اقتصادپوهان وایي چې د جیوپولیټیکي شخړو، د انرژۍ بازارونو بدلونونو او نړیوالو سوداګریزو سیالیو له امله بازارونه له بې‌ثباتۍ سره مخ دي.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې حکومتونه هڅه کوي چې د اقتصادي ودې او د بیو د کنټرول ترمنځ توازن وساتي.

د محسني څرګندونو ته د نبیل ځواب:تاریخ به حقیقت ویونکي او حقیقت پلورونکي جلا کړي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د موبي ګروپ د مشر سعد محسني وروستیو څرګندونو ته په توند غبرګون کې هغه د طالبانو پر «سپینولو» او د افغانستان د اوسني وضعیت پر توجیه تورن کړی دی.

نبیل په خپل ایکس پاڼې لیکلي، هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال د بیان ازادۍ، نړیوال ملاتړ او اقتصادي فرصتونو له برکته شهرت، نفوذ او شتمني ته رسېدلي، نن د همدې ارزښتونو د له منځه وړونکو دفاع کوي.

هغه ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه، د رسنیو ځپل او د منتقدانو ځورول هغه واقعیتونه دي چې د تبلیغاتو او «سفارشي روایتونو» له لارې نه شي پټېدای.

د ملي امنیت پخواني رئیس ویلي، افغانان به هېر نه کړي چې چا د خلکو ترڅنګ ودرېد او چا د خپلو شخصي ګټو لپاره د ظلم او استبداد د مشروعیت هڅه وکړه.

هغه زیاته کړې چې تاریخ به بالاخره د حقیقت ویونکو او د حقیقت پلورونکو ترمنځ قضاوت وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت:د روسیې پر ضد د لوېدیځ فشار د زیاتیدو په حال کې دی

د بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو چارواکو د اوکراین پر ضد د روسیې د بریدونو له امله خپل فشارونه زیات کړي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې د روسیې سفیر یې د اوکراین د وضعیت او د ناټو د هوايي حریم د سرغړونو په تړاو ورغوښتی دی.

دا پرمختګ د دې ښکارندویي کوي چې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم ژور دی.

نصیر احمد فایق: د حجاب په پلمه د ښځو نیول د اسلامي اصولو او افغاني دودونو خلاف دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف د محتسبینو له لوري د حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو په تور د ښځو د نیولو او بندي کولو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

فایق په ایکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له خوا د «نامناسب حجاب» په پلمه د ښځو نیول نه د اسلامي اصولو او ارزښتونو سره سمون لري او نه هم د افغانانو له دودونو او کلتور سره.

هغه پوښتنه کړې چې طالبان څنګه ځان ته دا حق ورکوي چې ښځې په زور ونیسي او انتقال یې کړي، په داسې حال کې چې د اسلامي احکامو له مخې د هغوی محرم نه دي.

فایق همدارنګه ویلي چې د طالبانو په زندانونو کې د تاوتریخوالي، جنسي ځورونې او جنسي تېري په اړه معتبر راپورونه خپاره شوي او د جبري ودونو ادعاوې هم مطرح شوې دي، خو د ده په وینا د دغو مواردو په اړه رڼې څېړنې نه دي ترسره شوې.

نوموړي د ښځو نیول د طالبانو د هغې پالیسۍ برخه بللې چې موخه یې له ټولنې د ښځو ایستل، د هغوی د بنسټیزو حقونو محدودول او په ټولنه کې د وېرې فضا رامنځته کول دي.

نصیر احمد فایق د دغو اقداماتو غندنه کړې او غیر انساني، غیر قانوني او د اسلامي اصولو خلاف یې بللي دي.