سه شنبه, جون 16, 2026
Homeکورپاڼهاسرائیلی پخوانی لومړی وزیر ایران ته:زه به ستاسو د ژوند تر ټولو...

اسرائیلی پخوانی لومړی وزیر ایران ته:زه به ستاسو د ژوند تر ټولو بد خوب اوسم

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر نفتالي بینټ د دغه هېواد لپاره د راتلونکي مشر کېدو په اړه د هیلې ښودلو ترڅنګ؛ ایران ته په خطاب کې ویلي، زه به ستاسو د ژوند تر ټولو بد خوب اوسم او ترې هغې به له تاسې لاس وانخلم چې خلک مو در نه آزاد کړو او ډاډه شو چې اټومي وسله نه لرئ.

بینټ په یوه مرکه کې ویلي چې باور لري په اسرائیلو کې به ډېر زر نوی حکومت رامنځته شي او تمه لري چې خپله به د دغه حکومت مشري وکړي.

نوموړي ټینګار کړې چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران مخنیوی د اسرایئلو او د ټول منځني ختیځ د امنیت لپاره حیاتي موضوع ده.

نفتالي بینټ همداراز ایران یو «زورواکی او تاوتریخجن حکومت» بللی او ټینګار یې کړی چې د دوی د سیاستونو پر وړاندې به مقاومت روان وي او په وینا یې دا هڅې یوازې د اسرائیلو د امنیت لپاره نه دي، بلکې د ټول منځني ختیځ د ثبات لپاره مهمې ګڼل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here