د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د ملکي او ودانیزو تلفاتو د مخنیوي لپاره د لبنان د جګړې مسوولیت د سوریې ولسمشر احمد الشرع ته وسپاري.
ټرمپ د جي اووه هېوادونو په غونډه کې ویلي، اسرائیلو ته یې وړاندیز کړی چې د لبنان جګړه احمد الشرع ته وسپاري ځکه ستاسو عملیاتو ډېر تلفات اړولي.
نوموړي همداراز د احمد الشرع ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه ډېر فوق العاده دی او کولی شي بې له ملکي تلفاتو د حزب الله پر وړاندې وجنګیږي.
ډونالډ ټرمپ پر لبنان د اسرائیلو له بریدونو خوشاله نه دی او زیاتوي چې یاد هېواد د حزب الله یو وګړي پسې په لټه هم ډېرې ویجاړۍ او تلفات رامنځته کوي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې ایران امریکا سره د هوکړې رسېدو لپاره هم په ټولو جبهاتو کې د لبنان د جګړې د درولو شرط وړاندې کړی و.

