سه شنبه, جون 16, 2026
Homeافغانستانافغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونه؛اتحادیه د افغان کډوالو د موټرونو پر...

افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونه؛اتحادیه د افغان کډوالو د موټرونو پر تګ راتګ د بندیز ګواښ کوي

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو اتحادیې خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورنه کړل شي، نو د افغان کډوالو د موټرو پر تګ راتګ به بندیز ولګوي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرونه له تېرو نهو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي چې له امله یې د موټر چلوونکو او مالکینو اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی دی.

د بار وړونکو موټرو اتحادیې په وینا، له مخیکنۍ پرېکړې سره سم باید د پاکستاني ټرکونو د بېرته ستنېدو لړۍ د جون له ۱۱مې د تورخم له لارې پیل شوی وی، خو تر اوسه هېڅ موټر ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

موټر چلوونکي وایي، دا موټرونه د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه ده او د اوږدې مودې بندېدو له امله ګڼې کورنۍ د سختو مالي ستونزو او د لوږې له خطر سره مخ شوې دي.

اتحادیې ګواښ کړی چې که ستونزه زر حل نه شي، نو د جون له ۱۷مې به د افغان کډوالو د موټرو پر تګ راتګ هم احتجاجي بندیزونه ولګوي، څو اړوندې ادارې د ستونزې حل ته مجبورې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here