پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 36

ټرمپ:له ایران سره د لوړې کچې تفاهم وروسته د پنجشنبې شپې بریدونه لغوه شول

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له حکومت سره د لوړې کچې سیاسي خبرو اترو له پرمختګ وروسته یې د پنجشنبې ماښام لپاره پر ایران د پلان شویو پوځي بریدونو او بمباریو امر لغوه کړی دی.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «Truth Social» کې لیکلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په رهبرۍ کې د خبرو اترو د تایید او پرمختګ له امله یې د امریکا له لوري پلان شوي بریدونه درولي دي.

د هغه په وینا، د روانو مذاکراتو مهم اصول او وروستي جزئیات د امریکا، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، بحرین، کویټ، اردن، مصر او یو شمېر نورو اړخونو له خوا په عمومي ډول منل شوي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د احتمالي هوکړې د لاسلیک لپاره د وخت او ځای اعلان به ژر وشي، خو تر هغه وخته به د هرمز تنګي په شاوخوا کې د امریکا سمندري محاصره پر خپل ځای پاتې وي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر ضد د سختو پوځي اقداماتو ګواښ کړی و او حتی یې د پنجشنبې شپې لپاره د «ډېر سخت» برید یادونه کړې وه؛ خو اوس داسې ښکاري چې د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب ډیپلوماټیکې هڅې د پوځي تقابل پر ځای د سیاسي تفاهم لور ته روانې دي.

تر اوسه د ایران چارواکو د ټرمپ د وروستي بیان په اړه رسمي او تفصیلي غبرګون نه دی خپور کړی، خو نړیوال څارونکي وايي چې که روانې خبرې بریالۍ شي، نو د سیمې د امنیتي کړکېچ د کمېدو او د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره به مهم ګام وي.

محمد بن سلمان:د جي‌اووه سرمشریزې ته له بلنې مننه کوم؛ خو د نه ګډون له امله خواشينی یم

0

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون له لوري د جي‌اووه سرمشریزې ته د بلنې له امله مننه کړې؛ خو ویلي یې دي چې د مخکینیو ژمنو او بوختیاوو له کبله به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

هغه ويلي:«د فرانسې له ولسمشر څخه د بلنې لپاره مننه کوم او د نه ګډون په اړه خواشینی يم.»

نوموړي ویلي چې د پخوانیو رسمي ژمنو له امله نه شي کولای په سرمشریزه کې حضور ولري، خو د ګډون کوونکو هېوادونو لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

د هېدر بار غبرګون؛اروپایي ټولنه له افغان ښځو سره ودرېدی شي خو که له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هېدر بار د اروپایي ټولنې د ویاند انور العانوني هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي په هرات کې د ښځو نیول او د اعتراضو کوونکو ځپل غندي او دوی د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دي.

هېدر بار یې په ځواب کې ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښځو ترڅنګ درېدلی شي خو که د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي نه کړي او افغان کډوال ونه شړي.

نوموړې په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي، اروپایي ټولنه که د افغان ښځو تر څنګ درېږي باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو اسانتیاوې برابرې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونه د افغان کډوالو د شړلو لپاره غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او د خبرو لپاره بروکسل ته بلنه ورکړي چې دغه اقدام خپله په اروپا کې هم د ډېرو فعالانو او سیاستوالو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی او له اروپایي ټولنې غواړي دا کار ونه کړي.

بنګله دېش؛د اسټرالیا پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبلړۍ اتلولي وګټله

د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هېواد او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ اتلولي کوربه لوبډلې وګټله.

بنګله دېش نن د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د ورښت له امله اسټرالیا ته د ډي اېل اېس قانون له مخې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه. بنګله دېش چې په لومړۍ لوبه کې یې هم سیاله لوبډله ماته کړې وه د دویمې لوبې په ګڼلو سره د روانې لوبلړۍ اتلولي هم وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ وروستۍ لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کیږي.

د هرات سيمه‌ييز طالب چارواکي:د اسلام‌کلا پر لار د اورلګېدنې پېښه مهار شوې

د هرات سیمه‌ییزو طالب چارواکو ویلي چې د اسلام‌کلا پر لار د یوې ترانزیټي موټرې له امله رامنځته شوې اورلګېدنه د اوروژنې ځواکونو په چټک اقدام مهار شوې او د یوې لویې پېښې مخه نیول شوې ده.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اورلګېدنه ښايي د یوې ترانزیټي موټرې د برېښنايي ستونزې له امله رامنځته شوې وي او وروسته یې لمبې پراخې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې له راپور وروسته د اوروژنې ډلې سمدستي سیمې ته رسېدلې او له پرله‌پسې هڅو وروسته یې اور په بشپړه توګه کنټرول کړی دی.

سعیدي زیاته کړې چې اور یوه د ګازو لېږدوونکې ټانکر ته هم رسېدلی و، خو اوروژونکو ځواکونو د وضعیت له لا خرابېدو او د احتمالي لوی زیان مخه نیولې ده.

هغه ویلي چې په دې پېښه کې انساني تلفات نه دي اوښتي، خو یو شمېر وسایطو ته مالي زیانونه رسېدلي دي.

د هرات د والي ویاند له موټر چلوونکو غوښتي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د خپلو وسایطو تخنیکي وضعیت په منظم ډول وڅېړي او د برېښنايي سیستمونو او نورو مهمو برخو د سلامتۍ ډاډ ترلاسه کړي.

زخمی شدن سه دختر در نتیجه برخورد با یک موتر در کابل

در نتیجه برخورد یک موتر لندکروزر با سه دختر در مربوطات حوزه ششم امنیتی شهر کابل، این سه تن زخمی شده‌اند.

خالد زدران، سخنگوی فرماندهی امنیه کابل، روز پنج‌شنبه در صفحه اکس (توییتر سابق) نوشت که زخمیان بلافاصله به شفاخانه منتقل شده‌اند و وضعیت صحی آنان رضایت‌بخش گزارش شده است.

به گفته وی، عامل این رویداد شناسایی شده و تلاش نیروهای امنیتی برای بازداشت او ادامه دارد.

جزئیات بیشتری درباره هویت زخمیان و چگونگی وقوع این رویداد تا کنون منتشر نشده است.

اروپایي ټولنې؛په هرات کې د ښځو نیول او له اعتراض کوونکو سره د زور کارول وغندل

د هرات ولایت وروستیو پېښو ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې اروپایي ټولنې هم په یاد ولایت کې د حجاب په پلمه د ښځو او نجونو خپلسري نیول او له اعتراض کوونکو سره د طالب سرتېرو د زور زیاتي وروستۍ پېښه وغندله.

د اروپایي ټولنې ویاند انور العانوني ویلي، په هرات کې د ښځو د نیولو او د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي کارونه غندم.

نوموړي په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د «حجاب د لارښوونو د نه مراعات» په تور د ښځو خپل‌سري نیول د اندېښنې وړ دي او باید ودرول شي.

انور العانوني زیاته کړې چې د افغانستان سرپرست چارواکي باید د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته درناوی وکړي چې د سوله‌ ییز اعتراض حق هم په کې شامل دی.

هغه ټینګار کړی چې اروپایي ټولنه د افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده او د هغوی د حقونو او بنسټیزو آزادیو ملاتړ ته ژمنه ده.

خالد ځدراڼ:کابل کې په موټر د نجونو وهونکی کس پېژندل شوی او د نېولو هڅې یې روانې دي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په موټر د نجونو وهلو پېښه کې درې نجونې ټپیانې شوې دي.

د نوموړي په وینا، یو لنډکروز موټر پر دغو نجونو ورختلی چې له امله یې ټپونه ور رسېدلي دي.

ځدراڼ ویلي، ټپیانې له پېښې وروسته سمدستي روغتون ته لېږدول شوې او د روغتیايي وضعیت په اړه یې ډاډ ورکړل شوی دی.

هغه همداراز څرګنده کړې چې د پېښې مسؤل کس پېژندل شوی او د نیولو لپاره یې امنیتي ارګانونو خپلې هڅې پیل کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان:ښځې او نجونې د افغانستان او پاکستان د نښتو تر ټولو ستره بیه پرې کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان ویلي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو تر ټولو ستر زیان ویني او بیه یې پرې کوي.

دې سازمان په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې ښځې او نجونې د جګړو او تاوتریخوالي له امله له سختو بشري ستونزو سره مخ دي او په بېړنۍ توګه لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان زیاته کړې چې اغېزمنې شوې ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو، خوړو او خوندي سرپناه ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ملکي وګړو د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ډېرو ښځو او نجونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ډونالډ ټرمپ:امریکا به نږدې وخت کې د ایران د خارک ټاپو کنټرول ترلاسه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په نږدې راتلونکي کې به امریکا د خارک ټاپو او د ایران د تېلو نور مهم تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راولي او د هغوی د نفتو او ګازو بازارونه به اداره کړي.

ټرمپ ادعا کړې چې ورته تګلاره یې مخکې د ونزوېلا په اړه هم خپله کړې وه او پایلې یې د دواړو لورو لپاره ګټورې وې.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې هم ویلي چې واشنګټن لا هم له ایران سره په خبرو بوخت دی، خو د ده په وینا غوره لاره دا ده چې امریکا د خارک ټاپو واک ترلاسه کړي.