د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان ویلي، افغان ښځې او نجونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو تر ټولو ستر زیان ویني او بیه یې پرې کوي.
دې سازمان په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې ښځې او نجونې د جګړو او تاوتریخوالي له امله له سختو بشري ستونزو سره مخ دي او په بېړنۍ توګه لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان زیاته کړې چې اغېزمنې شوې ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو، خوړو او خوندي سرپناه ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ملکي وګړو د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ډېرو ښځو او نجونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

