د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په موټر د نجونو وهلو پېښه کې درې نجونې ټپیانې شوې دي.
د نوموړي په وینا، یو لنډکروز موټر پر دغو نجونو ورختلی چې له امله یې ټپونه ور رسېدلي دي.
ځدراڼ ویلي، ټپیانې له پېښې وروسته سمدستي روغتون ته لېږدول شوې او د روغتیايي وضعیت په اړه یې ډاډ ورکړل شوی دی.
هغه همداراز څرګنده کړې چې د پېښې مسؤل کس پېژندل شوی او د نیولو لپاره یې امنیتي ارګانونو خپلې هڅې پیل کړې دي.

