چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 359

جېسون هولډر؛په شل اوریزو لوبو کې د راشد خان د ډېرو ویکټ اخیستونکو ریکارډ مات کړ

0

د ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلې الراونډر جېسون هولډر په ۲۰۲۵ کال کې د شل اوریزو سیالیو په تاریخ کې د یوه کال تر ټولو زیات ویکټې اخیستلو ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي په ۶۹ لوبو کې ۹۷ ویکټې اخیستې او د افغانستان د ستوري راشد خان ۲۰۱۸ کال ریکارډ چې په ۶۱ لوبو کې ۹۶ ویکټې و، مات کړ.

راشد خان دغه ریکارډ په ۶۱ لوبو کې د ۱۵.۴۶ اوسط سره جوړ کړی و او په شل اوریز کرېکټ کې له تر ټولو اغېزناکو توپ‌اچوونکو شمېرل کېده.

د نورو لوبغاړو په منځ کې یوازې ډواین براوو او نور احمد لکڼوال هم په یوه کال کې له ۸۰ ویکټو زیاتې ویکټې اخیستې وې.

هولډر په ۲۰۲۵ کال کې نه یوازې د توپ اچونې، بلکې د توپ‌وهلو په برخه کې هم ۸۴۶ منډې یې جوړې کړي دي.

د سعودي او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو؛د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره خبرې کړې

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو پېښو او د منځني ختیځ د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو په اړه خبرې کړې.

د سعودي او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، چې دواړو لورو په یمن کې د کړکېچ او سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو په اړه خبرې کړې او د ګډو همکاریو له لارې د ثبات د ساتلو ژمنه یې کړې ده.

دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې په خلیج فارس او یمن کې کړکېچونه دوام لري او نړیواله ټولنه د دې پېښو په اړه اندېښمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د ایران راتلونکی د دې هېواد د ځوانانو دی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د محصلانو د اعتراضونو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران راتلونکی د دې هېواد د ځوانانو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي پاڼې پر ټولنیزه شبکه اېکس لیکلي، د ایران په بېلابېلو پوهنتونونو کې محصلان خپل بنسټیز حقونه غواړي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه په دوامداره ډول له ګواښ او تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دغه محصلان د ایران د ټولنې له تر ټولو لوستو او بااستعداده کسانو څخه دي، خو د ایران د حکومت د ناکامو تګلارو او د خلکو اساسي حقونو ته د نه پاملرنې له امله، د یوه ښه او مناسب ژوند د جوړولو له فرصت څخه بې‌برخې پاتې دي.

د پاکستان فدرالي وزیر:که تحریک انصاف جدي وړاندیزونه لري؛ نو مذاکرات دې راسره وکړي

0

د پاکستان فدرالي وزیر طارق فضل چودري د پاکستان تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

نوموړي ویلي، چې د جنورۍ په ۱۲مه د قومي اسمبلۍ غونډه ده او که تحریک انصاف جدي وړاندیزونه لري؛ نو د اسمبلۍ دفتر ته دې ورشي.

چودري زیاته کړې، چې هغه د فواد چودري، عمران اسماعیل او د تحریک انصاف له نورو پخوانیو مشرانو سره خبرو ته هم چمتو دی؛ خو ټینګار یې کړی چې دغه کسان باید د ګوند رسمي واک او اجازه ولري.

بل لور ته، د تحریک انصاف مشر مینا خان آفریدي ویلي، چې د ګوند بنسټګر عمران خان د مذاکراتو واک محمود خان اڅکزي او علامه راجا ناصر عباس ته ورکړی دی او که حکومت رښتیا هم جدي وي؛ نو باید له همدغو کسانو سره خبرې وکړي.

ایراف:په تهران کې د جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور په تړاو کسان نیول شوي

ایراف ته سرچینو ویلي، چې په تهران کې د افغان پوځي قومندان اکرام‌الدین سریع د ترور په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي دي.

نوموړی تېره اوونۍ له یوه بل افغان سره یو ځای د تهران د ولیعصر ښارګوټي په سیمه کې په وسله‌وال برید کې وژل شوی و.

د راپور له مخې، نامعلومو کسانو پر هغه موټر ډزې کړې وې چې اکرام‌الدین سریع او د افغانستان د پولیسو پخوانی قومندان محمدامین الماس پکې سپاره وو.

الماس ځای په ځای وژل شوی و او جنرال سریع بیا په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د دې پېښې څېړنې روانې دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو د طالبانو حکومت مخالفینو دغه ډله د برید مسووله بللې ده.

عباس عراقچي:ایران جګړه نه غواړي، خو د هر یرغل پر وړاندې به یې ځواب «ډېر سخت» وي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د امریکا او لوېدیځ په سیاسي کړیو کې ورو ورو دا درک پیاوړی کېږي چې اسرائیل نور متحد نه، بلکې د واشنګټن لپاره یو دروند بار ګرځېدلی دی.

عراقچي په ګارډین ورځپاڼه کې په خپره شوې مقاله کې ویلي، د جون وروستیو پېښو وښودله چې د ایران کورني توغندیز ځواک د اسرائیلو هوايي حریم زیان‌من کړی، خو لوېدیځو رسنیو دا حقیقت له نړیوالو پټ ساتلی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بشپړ چمتو دي او که اړتیا پېښه شي، ځواب به «ډېر سخت» وي؛ هغه څرګندونه چې د ده په وینا، پخپله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورباندې اعتراف کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې تهران جګړه نه غواړي، خو له جګړې نه هم وېره نه لري او که د ایران زغم نه وای، نو د امریکا پوځي اډې به خوندي پاتې شوې نه وای.

هغه واشنګټن ته دوه لارې وړاندې کړې: یا به د اسرائیلو پر جوړو شوو روایتونو تکیه کوي، او یا به د واقع‌بینۍ، ډیپلوماسۍ او متقابل درناوي لاره غوره کوي.

انګلستان؛نیوټن ټولنیز روغتون کې یو افغان پنځه تنه ټپیان کړي

د انګلستان د مرسي‌سایډ پولیسو یو ۲۰ کلن افغان تبعه وروسته له هغه نیولی چې د یو روغتون په انتظارخونه کې یې د اوسپنې په یوه ټوټه پنځه کسان ټپیان کړي دي.

پولیس وایي، پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲ بجې د مرسي‌سایډ په نیوټن لي وېلوز ښار کې د نیوټن په ټولنیز روغتون کې شوې ده.

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړي د روغتون له ادارې د ملاقات غوښتنه وکړه؛ خو د غوښتنې له رد کېدو وروسته یې پر حاضرو کسانو برید وکړ.

د چارواکو په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

ویل کېږي چې بریدګر د قصدي ټپي کولو، ګډوډۍ او عامه شتمنۍ ته د زیان اړولو په تور تر پوښتنو لاندې دی.

سعودي عربستان:د خپل هېواد د امنیت لپاره به ټول امکانات وکاروو

0

سعودي عربستان اعلان کړی چې د ملي امنیت پر وړاندې د رامنځته کېدونکو ګواښونو د مهار لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

دا پرېکړه د یمن د روان وضعیت په رڼا کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه.

د عرب رسنیو د راپورونو له مخې، د غونډې تر پای وروسته د سعودي د اطلاعاتو وزیر سلمان بن یوسف په خپره شوي اعلامیه کې ویلي، ریاض د خپل ملي امنیت د خوندي کولو لپاره هر ډول لازم ګام پورته کولو ته چمتو دی.

همدارنګه، کابینې د حضرموت او المهره ولایتونو کې د عربي ائتلاف اقدامات ستایلي او ټینګار یې کړی چې سعودي عرب په یمن کې د کړکېچ د کمولو لپاره د عربي ائتلاف د هڅې ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې کابینې د یمن د قانوني حکومت له غوښتنې سره سم د اماراتي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی او هیله یې ښودلې چې متحده عربي امارات به پر دې پرېکړه عمل وکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان:افغانستان هر کال له زیاتېدونکو طبیعي پېښو سره مخ دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، افغانستان هر کال له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ دی او اقلیمي بدلون د دغو پېښو د شدت او پراخوالي لامل شوی دی.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۲۷ زره او ۶۷۹ طبیعي پېښو ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسېدلې دي.

په دغو مرستو کې ژمنۍ جامې، غیرخوراکي توکي، نغدي مرستې، خیمې، د اوسېدو ملاتړ، پاکې اوبه او روغتیايي خدمات شامل دي.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې دا شمېرې په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتېدونکې اړتیا څرګندونه کوي.

د هوا پېژندنې ریاست؛د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو خبرداری ورکړی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو خبر ورکړی.

د یاد ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هرات، فراه، کندهار، هلمند، زابل، غور، بادغیس، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدان‌وردګ، لوګر، بدخشان، تخار، سمنګان، بلخ، ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د باران او واورې اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌مترو پورې رسیږي.

همدارنګه، په سویلي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د وزارت له خوا سپارښتنه شوې چې خلک د ناوړه هوا پر مهال د سفرونو او بهر تګ پر مهال احتیاط وکړي.