چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 358

الجزیره:پاکستان کې له کړکېچونو سربېره، د پوځ مشر عاصم منیر د ټرمپ له نږدې متحدینو څخه دی

0

الجزیرې په یو راپور کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په ۲۰۲۵م کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې متحدینو څخه ګرځېدلی دی.

راپور کې راغلي، ټرمپ څو ځله په علني ډول د منیر ستاینه کړې او هغه یې «خپل د خوښې فیلډ مارشل» بللی، چې دا د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د بیا پیاوړتیا نښه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د مې میاشتې د هند او پاکستان لنډې جګړې د عاصم منیر نړیوال دریځ پیاوړی کړ او امریکا د همدې شخړې په پای کې د منځګړیتوب ادعا وکړه.

مقاله کې راغلي، پاکستان له دغه وضعیت څخه د خپل سیاسي، پوځي او ډیپلوماتیک نفوذ د پراخولو لپاره استفاده وکړه او له امریکا سره یې اړیکې له امنیتي همکارۍ هاخوا اقتصادي او ستراتیژیکو برخو ته وغځولې.

الجزیره زیاتوي، چې پاکستان له جدي کورني کړکېچ سره هم مخ دی؛ په ځانګړي ډول په لوېدیځو سیمو کې یې ناامني زیاته شوې، سیاسي مخالفین تر فشار لاندې دي، رسنۍ محدودې شوي او د واک تمرکز د پوځ په لاس کې ډېر شوی دی.

زیلنسکي ټرمپ ته:د اوکراین لپاره اوږدمهاله امنیتي تضمین درنه غواړم

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې د امریکا له خوا اوکراین ته د ۱۵ کلونو امنیت تضمین وړاندې شوی؛ خو زیلنسکي غوښتنه کړې چې دا تضمین د ۳۰، ۴۰ یا حتی ۵۰ کلونو لپاره وغځول شي، ترڅو د روسیې پر ضد د اوکراین امنیت اوږدمهاله خوندي شي.

زیلنسکي د ډسمبر په ۲۸مه نېټه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په فلوریډا کې وکتل او د سولې د پلان په اړه یې خبرې وکړې.

دواړو ولسمشرانو په امنیتي چوکاټ کې پرمختګ ښودلی؛ خو د دونباس سیمې او د زاپوریژیا اټومي بریښنا په مدیریت لا هم هوکړه نه ده شوې.

روسیه غواړي چې اوکراین له لا پاتې سیمو وباسي، خو اوکراین وړاندیز کړی چې دا شخړه ځپلې ځمکې باید اقتصادي بې پوځي زون ته واړوي.

ټرمپ د خبرو په ترڅ کې ویلي چې ځینې ستونزمنې موضوعګانې پاتې دي او شونې ده چې جګړه ژر ختمه نه شي.

دواړو مشرانو د اروپایي مشرانو سره هم د یو ساعت په اوږدو کې تلیفوني خبرې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد:له پاکستان سره ستونزه نه لرو، شخړې دې د خبرو له لارې حل شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او زیاتوي چې تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

هغه ټینګار کړی چې کابل له اسلام‌اباد سره د دښمنۍ نیت نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پاکستان د طالبانو حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورنوي؛ خو د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او برعکس پاکستان د داعش په ملاتړ تورنوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستيو هوايي بریدونو او د ډیورنډ کرښې تړلو اړیکې ترینګلې کړې دي.

تازه راپورونه وایي چې دواړو لوريو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره:د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کره پته موندنې سروې پیل شوه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافیايي معلوماتو د ثبت عمومي ریاست د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د لیر ادرس یا کره پته موندنې سروې پیل کړه.

دا سروې د ډیجیټلي نقشو د غني‌کولو، د جیوډیټابېسونو د جوړولو او د ځایونو د دقیق ثبت لپاره په درې پړاوونو کې ترسره کېږي.

په لومړي پړاو کې به د هر ولایت د مرکز ناحیو د مهمو ادرسونو، سړکونو او کوڅو، او سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو معلومات راټول شي.

د چارواکو په وینا، دا ګام د ښاري پلان جوړونې او خدماتو رسولو کې د اسانتیا په موخه اخیستل شوی.

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵ کال د «اسلامي امارت» د غړو له لوري ۹۹ بهرني سفرونه ترسره شوي

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې تېر کال د «اسلامي امارت» لپاره د بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماسۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې د نړیوالو اړیکو د پراختیا په لړ کې روسیې «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژاند، چې دا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو په بهیر کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

د هغه په وینا، د همدې پرمختګونو تر څنګ د ریاست‌الوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او د کابینې د نورو غړو له لوري ۹۹ بهرني سفرونه هم ترسره شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، چې دغه سفرونه د اقتصادي همکاریو پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او ډیپلوماټیک تعامل په موخه شوي.

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵ کال ۱۸۱ زره امنیتي ځواکونه روزل شوي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې تېر کال د «اسلامي امارت» د دفاع وزارت له لوري د امنیتي ځواکونو د مسلکي‌کولو په برخه کې بې‌ساری پرمختګ شوی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې د یو کال په موده کې ۱۸۱ زره او ۸۴ تنه امنیتي ځواکونه روزل شوي، چې دا د ملي امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د هغه په وینا، د همدې پروګرامونو په ترڅ کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس د امنیتي، جنايي، سرحدي، لوژستیکي او نورو تخصصي برخو کې له مسلکي روزنې وروسته فارغ شوي دي.

استرالیایي کریکټ لوبغاړی؛ډیمین مارټن د شدیدې ناروغۍ له امله روغتون ته انتقال شوی

0

د اسټرالیا پخوانی کریکټر ډیمین مارټن د شدیدې ناروغۍ له امله د برسبین په روغتون کې بستر شوی او حالت یې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د اسټرالیا د غیر دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ۵۴ کلن مارټن د کرسمس پر ورځ ناڅاپه ناروغ شوی او لوېدلی دی.

هغه د ۲۰۰۳ کال د کریکټ نړیوال کپ ګټونکی او د اسټرالیايي ډلې غړی و او اوس مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.

د راپورونو له مخې، هغه ته د سختې ناروغۍ له امله د تودوخې درملنه ورکول کېږي.

اسټرالیا کریکټ مشر ټوډ ګرینبرګ د مارټن د ناروغۍ په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې، او پخواني ویکټ‌کیپر ایډم ګلکرسټ ویلي چې په برسبین کې د مارټن درملنه په غوره ډول روانه ده.

ډیمین مارټن په خپل مسلکي ژوند کې په ۶۷ ټیسټ، ۲۰۸ ون‌ډې، او ۴ ټي‌ټوینټي سیالیو کې د اسټرالیا نمایندګي کړې ده.

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵کال له بهرنیو هېوادونو ۲.۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې تېر ۲۰۴۵ کال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته شاوخوا ۲ میلیونه او ۸ سوه زره (۲۸۰۰۰۰۰) افغان کډوال راستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د راستنېدونکو د هرکلي، ثبت او ځای پر ځای کولو بهیر ښه مدیریت شوی او ډېری راستانه شوي کسان په بېلابېلو سیمو کې په منظم ډول ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي، چې د کډوالو د راستنېدو بهیر به په منظم ډول دوام ولري او هڅه کوي تر څو راستانه شوي افغانان د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو برخمن شي.

قطر؛د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د وروستیو دریځونو ملاتړ کړی

0

قطر د یمن کړکېچ په منځ کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا اقدامات د سیمې ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

دوحې د یمن د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنه هم ټینګار کړی دی.

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان په غوښتنه اعلان وکړ چې خپل پاتې ځواکونه له یمن وباسي

د یادونې ده چې له دې مخکې د سعودي په مشرۍ ټلوالې د یمن په سوېل کې د مکلا بندر شاوخوا هوايي بریدونه کړي وو.

سي‌اېن‌اېن:په ایران کې روان لاریونونه د مدني آزادۍ او ټولنیز فشار نښه ده

0

سي‌اېن‌اېن په یوه راپور کې لیکلي، چې په ایران کې روان لاریونونه د دې نښه ده چې ټولنه هڅه کوي خپله مدني فضا او شخصي ازادۍ بېرته ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، د ایران ۸۶ کلن رهبر علي خامنه‌ای د هم‌مهالو بحرانونو پر وړاندې د نوو ستراتېژیکو پرېکړو له کولو عاجز ښکاري او لا هم پر پخوانیو لارو تکیه کوي.

سي‌اېن‌اېن زیاتوي، چې دا ټولنیزې نارضایتۍ هغه مهال راڅرګندې شوې دي چې د ایران اقتصاد د سخت انفلاسیون، د برېښنا پرې کېدو، بېکارۍ او د وروستیو څلوېښتو کلونو تر ټولو سختې وچکالۍ لاندې دی.

راپور همدارنګه وایي، چې په حاکم نظام کې د پرېکړې نیولو ستونزه رامنځته شوې او بهرنۍ تګلاره هم له ستونزو سره مخ ده؛ خو خامنه‌ای لا هم د لوېدیځ له شرطونو سره هر ډول خبرې ردوي.