پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 35

له اته میاشتو بنديز وروسته؛په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني ترانزیټي موټرو د ستنېدو بهیر پیل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم له لارې، هغه ترانزیټي وسایط چې د تېر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې په افغانستان کې بند پاتې وو، د بېرته ستنېدو بهیر د پنجشنبې په ورځ پیل شو.

د تورخم د ټرانسپورټ اتحادیې مشر عظیم‌الله شینواري ویلي، لومړنی ترانزیټي باروړونکی موټر له افغانستانه پاکستان ته داخل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو د دواړو هېوادونو له چارواکو څخه د دې بهیر د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې بند وسایط هم ژر خپل منزل ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستاني اړخ ټرانسپورټرانو د یو لاریون له مخې یاده لاره د کډوالو لاریو پرمخ هم تړلې وه او شکایت یې کړی و، چې دغه دواړه حکومتونه د خپلو سیاسي ناندرو له امله اقتصاد او ترانزیټ ته زیانونه اړولي.

د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ بېرته عادي کېدو نښې؛سعودي درې ټانکرونه پرې تېر شوي

د رویټرز د راپور له مخې، د تېلو لېږدوونکي درې ستر ټانکرونه چې د سعودي عربستان بیرغ یې درلود، د هرمز تنګي له لارې په خوندي ډول تېر شوي دي.

پر یاده مهمه لاره دا حرکت د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو نښه بلل کېږي، وروسته له هغې چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د نوې هوکړې راپورونه خپاره شول.

کارپوهان وایي، که د سیمې اوسنی نسبي ثبات دوام وکړي، نو د تېلو سوداګري به په تدریجي ډول بېرته خپل عادي حالت ته راستنه شي.

تر اوسه سعودي عربستان یا د هوکړې اړخونو د تېلو ټانکرونو د تګ راتګ د پیل په اړه څه نه دي ویلي او د وضعیت د بشپړ ثبات په اړه لا هم احتیاط موجود دی.

گفت‌وگوی امیرخان متقی و مقام سازمان ملل درباره کمک‌های بشردوستانه به افغانستان

مولوی امیرخان متقی، وزیر امور خارجه حکومت طالبان و روزمیری دیکارلو معاون سرمنشی سازمان ملل متحد در امور سیاسی و تحکیم صلح، در یک تماس تیلفونی دربارهٔ رساندن کمک‌های بشردوستانه به افغان‌های نیازمند و افزایش اثربخشی روند کمک‌رسانی گفت‌وگو کردند.

در این تماس، دو طرف بر ادامه تفاهم متقابل تعامل سازنده و گسترش همکاری‌ها تأکید کردند. معاون سرمنشی سازمان ملل متحد از تسهیلات و همکاری‌های فراهم‌شده از سوی امارت اسلامی برای فعالیت‌های بشردوستانه قدردانی کرده و آن را در روند رساندن مؤثر و به‌موقع کمک‌ها مهم دانسته است.

همچنان روزمیری دیکارلو در این گفت‌وگو معلوماتی درباره پیشرفت‌های اخیر مرتبط با یوناما ارائه کرده و در مورد تلاش‌های جاری سازمان ملل متحد در افغانستان توضیح داده است.

د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي په توګه؛پاکستان هم د اسلام‌آباد هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي په توګه د اسلام‌آباد هوکړه‌لیک هم لاسلیک شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلام آباد د منځګړیتوب دغه هوکړه‌لیک لاسلیک کړې او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د اسلام آباد په استازیتوب پر سند لاسلیک وکړ.

د راپورونو له مخې، شهباز شریف د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا برابرولو په لړ کې د منځګړي رول ترسره کړی دی او د نوموړي او نورو پاکستلني چارواکو په هلو ځلو بلاخره امریکا او ایران د مذاکراتو له چوکاټه د هوکړې تر لاسلیکه ورسېدل.

ذاکر جلالي:د افغانستان له منځنۍ اسیا سره اړيکې نوې مرحلې ته داخلې شوې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ډيسک رییس ذاکر جلالي وایي، د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې او اوس یوازې سیاسي اړخ نه لري، بلکې اقتصادي، امنیتي او علمي برخې هم رانغاړي.

د نوموړي په وینا، د «اسلامي امارت» او د منځنۍ اسیا د څېړنیزو او فکري مرکزونو لومړۍ ګډه ناسته د دې لپاره جوړه شوې چې د سیمې هېوادونه د سیاسي تعامل ترڅنګ د څېړنو، پالیسي جوړونې او ستراتیژیکو مطالعاتو له لارې هم یو بل ته نږدې شي.

جلالي ویلي چې په دغو همکاریو کې به د امنیت، سیمه‌ییز اتصال، ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا ترڅنګ د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ستونزو او د اوبو د سرچینو د مدیریت په څېر موضوعات هم شامل وي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره علمي او څېړنیزې همکارۍ کولی شي د عملي او دوامدارو حل‌لارو په موندلو کې مهم رول ولوبوي.

د نوموړي په خبره، د سیمه‌ییزو اړیکو پیاوړتیا یوازې د سیاسي ناستو له لارې نه شي تأمینېدلی، بلکې د پوهنتونونو، فکري بنسټونو او څېړنیزو مرکزونو همغږي هم اړینه ده، څو ګډې ستونزې په علمي او اغېزمن ډول وڅېړل شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر: اوس باید د ایران او امریکا د هوکړې عملي کېدو لپاره خبرې پیل شي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي ویلي، اوس مناسب وخت دی څو د ملګرو ملتونو اټومي څارونکې اداره له امریکا او ایران سره خبرې پیل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د عملي کېدو لپاره مشخص ګامونه پورته کړي.

ګروسي ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول هوکړه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له ګډون او تخنیکي څارنې پرته بشپړه کېدای نه شي. د هغه په وینا، یاده اداره چمتو ده چې د هوکړې د عملي کولو، د اټومي ژمنو د ارزونې او د دواړو لورو د ژمنو د څارنې په برخه کې خپل رول ترسره کړي.

ګروسي ټینګار کړی چې راتلونکې خبرې باید د عملي او مشخصو اقداماتو پر ټاکلو متمرکزې وي، څو د هر ډول احتمالي هوکړې د پلي کېدو لپاره روښانه چوکاټ رامنځته شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې تازه د امریکا او ایران ترمنځ په برېښنایي ډول د هوکړې د لاسلیک خبرونه او وېډیو ګانې لاس په لاس کیږي.

بقایي: هوکړه‌لیک په فارسی او انګلیسي دواړو ژبو لاسلیک شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي خبر ورکړی چې د دغه هېواد او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه په دوه «فارسی او انګلیسي» ژبو لاسلیک شوې.

بقایي په یوه تازه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د هوکړې اصلي موارد چې په انګلیسي متن کې راغلي له فارسی سره هم ورته والی لري که نه؛ زیاته کړې، موږ ټینګار درلود چې هوکړه په فارسی هم چمتو شي ځکه دا ژبه زموږ له مهمو ارزښتونو ده او په دې کار مو غوښتل چې د اطلاع رسونې په برخه کې روڼتیا موجوده اوسي ځکه ښایي د هوکړې د انګلیسي متن په ژباړه کې له سلیقوي ستونزو سره مخ شوی وی.

د نوموړي په وینا، اوس هوکړه‌لیک په فارسی ژبه هم لاسلیک شوی او په ټوله کې د هوکړې له انګلیسي هوکړې سره ورته والی لري او یو معتبر سند دی.

هند؛مهاراشټرا ایالت کې نوې واده شوې ناوې د جهيز د پيغورونو له امله ځان وژنه کړې

په هند کې یوې ۲۶ کلنې نوې واده شوې ښځې د واده شاوخوا ۴۷ ورځې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

د پولیسو په وینا، د قرباني مړی د مهاراشټرا ایالت په امبرنات سیمه کې موندل شوی دی.

د هغې کورنۍ تور پورې کوي چې نوموړې د جهیز، دوامداره کورني تاوتریخوالي او د کورنۍ د غړو له لوري د CCTV له لارې د سختې څارنې لاندې وه، چې دا وضعیت یې د ځان‌وژنې تر حده رسولی دی.

راپورونه وایي چې قرباني، چې ویشاکها ټلکار نومېده، د ډاکټر نیتین ټلکار سره د اپرېل په ۳۰مه واده کړی و.

د واده په لومړیو ورځو کې اړیکې عادي وې، خو وروسته پرې د فزیکي او ذهني زور زیاتي تورونه لګول شوي دي.

پولیسو د دې پېښې په تړاو د نیتین ټلکار مېړه، د هغه مور او ورور نیولي او پلټنې یې پیل کړې دي.

تخار کې؛د مالګې سترې فابریکې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

د تخار ولایت په نمک‌آب ولسوالۍ کې د مالګې د پروسس د یوې سترې فابریکې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

د فابریکې مسوولین وایي چې د دې فابریکې د جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هغوی په وینا، دا فابریکه به په بشپړ فعالیت سره هره ورځ شاوخوا ۲۸۰ ټنه مالګه تولید کړي، چې د هېواد د مالګې د اړتیاوو د یوې لویې برخې په پوره کولو کې به مهم رول ولوبوي.

مسوولین زیاتوي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به نه یوازې د کورني تولید کچه لوړه شي، بلکې د وارداتي مالګې اړتیا به هم کمه شي او په سیمه کې به د کارموندنې نوې فرصتونه رامنځته شي.

علاقمندی سرمایه گذاران چینی به گسترش همکاری های صحی در افغانستان

مولوی حمدالله زاهد، معین غذا و ادویه وزارت صحت‌عامه حکومت طالبان در دیدار با هیأتی از سرمایه‌گذاران چینی درباره سرمایه‌گذاری‌های معیاری و مشروع در بخش‌های دوا، غذا و محصولات صحی گفت‌وگو کرده است.

وزارت صحت‌عامه حکومت طالبان می‌گوید در این دیدار طرف چینی آمادگی خود را برای گسترش همکاری‌ها و سرمایه‌گذاری در سکتورهای مرتبط با صحت در افغانستان ابراز کرده است.

قابل یاد آوری است که افغانستان از آنعده کشور های است که مردم آن با مشکلات جدی در بخش صحی روبرو هستند و عملی شدن این اقدام را گامی نیک عنوان میکند.