پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهبقایي: هوکړه‌لیک په فارسی او انګلیسي دواړو ژبو لاسلیک شوې

بقایي: هوکړه‌لیک په فارسی او انګلیسي دواړو ژبو لاسلیک شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي خبر ورکړی چې د دغه هېواد او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه په دوه «فارسی او انګلیسي» ژبو لاسلیک شوې.

بقایي په یوه تازه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د هوکړې اصلي موارد چې په انګلیسي متن کې راغلي له فارسی سره هم ورته والی لري که نه؛ زیاته کړې، موږ ټینګار درلود چې هوکړه په فارسی هم چمتو شي ځکه دا ژبه زموږ له مهمو ارزښتونو ده او په دې کار مو غوښتل چې د اطلاع رسونې په برخه کې روڼتیا موجوده اوسي ځکه ښایي د هوکړې د انګلیسي متن په ژباړه کې له سلیقوي ستونزو سره مخ شوی وی.

د نوموړي په وینا، اوس هوکړه‌لیک په فارسی ژبه هم لاسلیک شوی او په ټوله کې د هوکړې له انګلیسي هوکړې سره ورته والی لري او یو معتبر سند دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here