پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهد هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ بېرته عادي کېدو نښې؛سعودي...

د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ بېرته عادي کېدو نښې؛سعودي درې ټانکرونه پرې تېر شوي

د رویټرز د راپور له مخې، د تېلو لېږدوونکي درې ستر ټانکرونه چې د سعودي عربستان بیرغ یې درلود، د هرمز تنګي له لارې په خوندي ډول تېر شوي دي.

پر یاده مهمه لاره دا حرکت د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو نښه بلل کېږي، وروسته له هغې چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د نوې هوکړې راپورونه خپاره شول.

کارپوهان وایي، که د سیمې اوسنی نسبي ثبات دوام وکړي، نو د تېلو سوداګري به په تدریجي ډول بېرته خپل عادي حالت ته راستنه شي.

تر اوسه سعودي عربستان یا د هوکړې اړخونو د تېلو ټانکرونو د تګ راتګ د پیل په اړه څه نه دي ویلي او د وضعیت د بشپړ ثبات په اړه لا هم احتیاط موجود دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here