د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ډيسک رییس ذاکر جلالي وایي، د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې او اوس یوازې سیاسي اړخ نه لري، بلکې اقتصادي، امنیتي او علمي برخې هم رانغاړي.
د نوموړي په وینا، د «اسلامي امارت» او د منځنۍ اسیا د څېړنیزو او فکري مرکزونو لومړۍ ګډه ناسته د دې لپاره جوړه شوې چې د سیمې هېوادونه د سیاسي تعامل ترڅنګ د څېړنو، پالیسي جوړونې او ستراتیژیکو مطالعاتو له لارې هم یو بل ته نږدې شي.
جلالي ویلي چې په دغو همکاریو کې به د امنیت، سیمهییز اتصال، ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا ترڅنګ د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ستونزو او د اوبو د سرچینو د مدیریت په څېر موضوعات هم شامل وي.
هغه ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره علمي او څېړنیزې همکارۍ کولی شي د عملي او دوامدارو حللارو په موندلو کې مهم رول ولوبوي.
د نوموړي په خبره، د سیمهییزو اړیکو پیاوړتیا یوازې د سیاسي ناستو له لارې نه شي تأمینېدلی، بلکې د پوهنتونونو، فکري بنسټونو او څېړنیزو مرکزونو همغږي هم اړینه ده، څو ګډې ستونزې په علمي او اغېزمن ډول وڅېړل شي.

