د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) له افغانستانه ملاتړ ترلاسه کوي، دا ډله د سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی چې د طالبانو حکومت باید د دې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملي او پرېکنده ګامونه واخلي.
لېنډسي له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ټيټيپي هر ډول روزنیز کمپونه، د وسلو د لېږد لارې، مالي سرچینې او خوندي پناهځایونه باید له منځه یوړل شي.
نوموړي ویلي، د دې ډلې فعالیتونه نه یوازې د سیمې امنیت ته زیان رسوي، بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ نور هم زیاتولی شي.
د برېټانیا ځانګړي استازي زیاته کړې چې له طالب چارواکو سره یې په بېلابېلو لیدنو کې د ټيټيپي د ګواښ په اړه اندېښنې شریکې کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دې ډلې ملاتړ به د سیمهییزې بېثباتۍ لامل شي.

