پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeافغانستانتخار کې؛د مالګې سترې فابریکې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

تخار کې؛د مالګې سترې فابریکې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

د تخار ولایت په نمک‌آب ولسوالۍ کې د مالګې د پروسس د یوې سترې فابریکې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

د فابریکې مسوولین وایي چې د دې فابریکې د جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هغوی په وینا، دا فابریکه به په بشپړ فعالیت سره هره ورځ شاوخوا ۲۸۰ ټنه مالګه تولید کړي، چې د هېواد د مالګې د اړتیاوو د یوې لویې برخې په پوره کولو کې به مهم رول ولوبوي.

مسوولین زیاتوي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به نه یوازې د کورني تولید کچه لوړه شي، بلکې د وارداتي مالګې اړتیا به هم کمه شي او په سیمه کې به د کارموندنې نوې فرصتونه رامنځته شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here