سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 346

فرانس پرېس:د افغان کډوالو ستنېدنه ښايي د داعش د نفوذ زمینه برابره کړي

د فرانس پرېس په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې له ايران او پاکستانه افغانستان ته د ستنو شويو مېليونونو کډوالو ډېروالی ښايي د داعش د نفوذ لپاره نوې زمينه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د توندلارو د څارنې د کمېټې پخواني همغږي کوونکي، هانس شندلر، دغه اژانس ته ويلي، ډېر امكان شته چې داعش خراسان له دغو بېرته ستنو شويو افغانانو د جګړه‌مارو د جذب سرچينه جوړه کړي.

په راپور کې زياته شوې چې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د افغانستان د امنيت وضعيت د پام وړ ښه شوی؛ خو تر اوسه د طالبانو حکومت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو حکومت پخوا ټينګار کړی و چې داعش نور په افغانستان کې جدي ګواښ نه دی.

راپورونه:په امریکا او کندهار کې د محرمو پوځي غونډو د جوړېدو خبرونه خپاره شوي

واشنګټن پوسټ لیکلي چې د امریکا د جګړې وزیر راتلونکې اونۍ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د سلګونو جنرالانو او د سمندري ځواک د افسرانو یوه محرمه ناسته رابللې ده.

واشنګټن پوسټ زیاته کړې چې دا غونډه به د ویرجینیا په کوانټیکو سمندري اډه کې ترسره شي او شاوخوا ۸۰۰ تنه ورته بلل شوي دي.

که څه هم د غونډې اجنډا تر اوسه روښانه شوې نه ده، خو امریکايي رسنۍ وایي چې د افغانستان په اړه د بګرام هوايي اډې موضوع بیا توده شوې ده.

په ورته وخت کې، العربیه راپور ورکړی چې په نږدې ورځو کې په کندهار کې هم د بګرام د موضوع په تړاو یوه محرمه غونډه پلان شوې ده.

ډونالډ ټرمپ:د بګرام په اړه به خبرې وکړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرته له دې چې نېټه وټاکي، ویلي دي چې د بګرام هوايي اډې په اړه به خبرې وکړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، د خپلې لومړۍ دورې پر مهال یې پوځ بیا رغولی و، خو د جو بایډن ادارې یې یو شمېر تجهیزات په افغانستان کې پرېښي.

ټرمپ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د دې هېواد تر ټولو شرمناکه ورځ بللې او په وروستیو کې یې څو ځله ټینګار کړی چې امریکا باید بګرام اډه بېرته ترلاسه کړي.

هغه ویلي، امریکا له طالبانو سره د دې موضوع په تړاو خبرې کوي او خبرداری یې ورکړی چې که طالبان اډه ونه سپاري، «بدې پېښې به رامنځته شي.»

بل لورته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د العربیه سره په خبرو کې ټینګار کړی چې بګرام د افغانستان خاوره ده او د هېڅ بهرني ځواک شتون به ونه منل شي.

میډل ایست فروم:علي خامنه‌ای جګړه د رژیم د بقا د تضمین وسیله ګڼي

0

میډل ایست فروم په یوه تحلیل کې لیکلي چې د ایران مشر علي خامنه‌ای د اسرائیل پر وړاندې د جګړې په اړه د خپلو وروستیو څرګندونو له مخې ځان د نظام په بقا ډاډه ګڼي.

دغه راپور وایي، خامنه‌ای جګړه د رژیم د دوام یوه آزموینه ګڼي او ځان د هغو کسانو په وړاندې سم بولي چې د اصلاحاتو یا جوړجاړي غوښتونکي دي.

تحلیل زیاتوي، که څه هم رژیم لا هم په خلکو او حتی دننه حاکمیت کې ډېر پلویان نه لري؛ خو د خامنه‌ای ډاډ تر هغو پورې نه بدلېږي څو د نظام یا د ده د ژوند لپاره جدي ګواښ رامنځته نه شي.

اشرف غني:میراثي سیستمونه د افغانستان د ستونزو حل نه دی

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ۴۳م پودکاسټ کې ویلي چې په افغانستان کې میراثي سیسټمونه د هېواد ستونزو ته د حل لار نه شي کېدای.

هغه ټینګار کړی چې د خلکو پر بنسټ نظامونه او د جرګې دود کولی شي دایمي او با ثباته حل وړاندې کړي.

ښاغلي غني ویلي چې سیاسي مرکزیت د اقتصادي مرکزیت پرته نه شي پاتې کېدای او باید د صلاحیتونو روښانه وېش د مرکز او ولایتونو ترمنځ وشي، ځکه ډېر تمرکز یا بې‌مرکزيتوب د ناکامیو سبب شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې کله ځینې والیان اوږد مهاله په واک کې پاتې شي، د مرکزي حکومت پر ضد د بغاوت یا د بېلتون فکر کوي.

غني د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه د سیاسي او اقتصادي ثبات نشتوالی بللی او ویلي چې بې‌نظمي، نفاق او د اصولو نه شتون د هېواد د ناکامیو اصلي لاملونه دي.

د بلوچستان وزیراعلی:د طالبانو حکومت د پاکستان ضد بریدکوونکو وسلوالو ملاتړ کوي

د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بوګټي وايي چې په افغانستان کې مېشتې وسلوالې ډلې د طالبانو حکومت په ملاتړ د پاکستان پرضد بریدونه کوي.

هغه په اسلام‌اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان امنیتي وضعیت خراب شوی او د بلوچستان ازادي غوښتونکو پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

بوګټي زیاته کړې چې ډېر وژل شوي وسلوال د افغانستان اتباع دي او د طالبانو حکومت ورته خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه برابر کړي دي.

نوموړي د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کاروي.

هغه همداراز هند تورن کړی چې د وسلوالو د ځینو فعالیتونو ملاتړ او مالي مرسته کوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:کابل کې ۷ سوالګر له نږدې اووه سوه زره افغانیو او د سرو زرو لاکټونو سره نېول شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې اووه تنه چې په مسلکي ډول په سوالګري بوخت وو، نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د ښار په بېلابېلو سیمو کې د جلا عملیاتو پر مهال ونیول شول.

د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې ښځې هم شته او له دوی څخه نږدې ۶۷۶ زره افغانۍ نغدې پیسې، درې د سرو زرو لاکټونه او د یوه موټر اسناد ترلاسه شوي دي.

چارواکي زیاتوي، نیول شوي کسان له لومړنیو پوښتنو وروسته د طالبانو حکومت عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

اسماعیل بقایي:د امریکا د ډیپلوماسۍ خبرې فریب او ښکاره تضاد دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د امریکا وروستۍ څرګندونې فریب او ښکاره تضاد بللي دي.

هغه ویلي:«نه شي کېدای چې یو هېواد په بمبار کولو کې ښکېل وي او هم مهاله د ډیپلوماسۍ خبرې وکړي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، د چهارشنبې په ورځ د بندیزونو د بېرته فعالولو لړۍ د ژر پلي کېدو په اړه خبرداری ورکړ او د ایران اوسنی حالت یې سخت وباله؛ خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن لا هم د تهران له حکومت سره د مذاکرې تمایل لري.

قطر:د طالبانو او نړیوالې ټولنې د سازنده تعامل د تضمین لپاره چمتو یو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي، د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په ناسته کې ویلي، دوحه چمتو ده د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د سازنده تعامل د تضمین ترڅنګ د افغانستان بشري اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې قطر به د افغانستان د ثبات لپاره خپلې دیپلوماتیکې هڅې روانې وساتي او په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سیمه‌ییزو همکاریو او د افغانانو د هر اړخیز ملاتړ اړتیا ډېره ده.

الخلیفي د افغانستان د وروستي زلزله‌ځپلو له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه باید یو موټی شي او د افغانانو د ملاتړ لپاره د مانا لرونکي خبرو زمینه برابره کړي.

هغه ویلي، قطر د اوږدمهالو انساني، پراختیایي او دیپلوماتیکو هڅو دوام ته ژمن دی.

د یادونې ده چې قطر اوس د طالبانو حکومت د ډیپلوماسۍ مهم مرکز بلل کېږي او د دوی او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبوي.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې؛د افغان ښځو د ملاتړ لپاره نوی تړون لاسلیک کړ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ښځو چارو مرستیالې، سیما باهوس اعلان کړی چې دغه سازمان له اروپايي ټولنې سره د افغان ښځو د ملاتړ او د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړی دی.

باهوس ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې له سخت شاتګ سره مخ دي او د نړیوال ملاتړ بېړنۍ اړتیا لري.

نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په یوې غونډه کې وویل، ښځې د اوسنیو کړکېچونو تر ټولو دروند بار پر اوږو لري او له لوږې او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ څرګنده کړې چې د افغانستان او فلسطین ښځې په قصدي او منظم ډول له بریدونو او له منځه وړلو سره مخ دي.