سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 345

ډونالډ ټرمپ:د غزې په اړه د منځني ختیځ هېوادونو سره جدي ناستې روانې دي

0

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د غزې په اړه د منځني ختیځ هېوادونو سره جدي خبرې روانې دي.

هغه زیاته کړې چې اسراییل او حماس هم د دغو خبرو نه خبر دي او تر اړتیا پورې به دوام ولري.

ټرمپ تېره اونۍ د ګڼو مسلمانو هېوادونو له مشرانو سره د غزې د وضعیت په اړه لیدنې کړې دي.

سرچینې؛ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ایران ته سفر وکړي

ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به په نږدې ورځو کې ایران ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه سفر په داسې مهال کېږي چې د پښتونخوا او بلوچستان ناامنیو له امله د پاکستان او د طالبانو حکومت اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې ده.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال د پاکستان، روسیې، چین او ایران چارواکو په ګډه ناسته کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې په کلکه ورسره مبارزه وکړي.

اسحاق ډار:افغانستان لاهم د پاکستان د اندېښنو ټکی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته مرستې کمې شوې دي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د پاکستان د اندېښنې ټکی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو له حکومت یې د ترهګرۍ ضد هڅو غوښتنه کړې ده.

لطف الله خیرخواه:اسیا کې یو هېواد د جګړې رامنځته کولو هڅې کوي

ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر د وینا او له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته یو شمېر طالب چارواکي اندېښمن شوي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د نظارت مشر لطف الله خیرخواه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي په اسیا کې یو هېواد د جګړې جوړولو هڅې کوي، چې څرګنده هدف یې پاکستان دی.

دا اندېښنې په داسې مهال دي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په تېرو درېیو میاشتو کې درې ځله امریکا ته سفر کړی او له ډونالډ ټرمپ او نورو چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

نتانیاهو:د فلسطین په رسمیت پېژندل د یهودیانو د وژل کېدو انعام دی

0

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لوېدیځ هېوادونه سخت غندلي چې د فلسطین د خپلواکۍ منلو پرېکړه یې کړې ده.

هغه په ملګرو ملتونو کې ویلي چې دا کار فلسطینیانو ته دا پیغام ورکوي چې “د یهودیانو وژل ګټه لري.”

نتانیاهو د فرانسې، بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا او نورو هېوادونو پرېکړه “د شرم نښه” بللې او ټینګار یې کړی چې د ده حکومت به د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو سره هېڅکله موافق نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې کاناډا، فرانسې، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژند.

د طالبانو حکومت دفاع وزیر؛یعقوب مجاهد په یو رسمي سفر چین ته ځي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر یعقوب مجاهد په نږدې ورځو کې په یو رسمي سفر چین ته ځي.

ځینو سرچینو ویلي، چې دا پرېکړه د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته شوې چې د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو خبره یې وکړه.

سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د علماوو شورا او سلاکارانو سره تر مشورې وروسته د سفر اجازه ورکړې.

سرچینو دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت ته د سفر د بشپړو تیاریو دنده سپارل شوې.

د یادونې ده چې چین یعقوب مجاهد د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته ځي؛ خو د سفر دقیق وخت او پروګرامونه تر اوسه نه دي روښانه.

روسي ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې چین د امریکا پر وړاندې د طالبانو حکومت د احتمالي عملیاتو د مقابلې توان ارزوي.

ماریا زاخاروا:روسیه، چین، ایران او پاکستان په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو مخالفت کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د سیمې څلور اړخیزه ډله (روسیه، چین، ایران او پاکستان) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره تعامل زیات کړي، تر څو د سیمې او نړیوال ثبات د ټینګښت لامل شي.

دغه ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیا‌مې غونډې په څنډه کې د روسیې په ابتکار ترسره شوې وه.

زاخاروا ویلي چې څلورو هېوادونو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه پر خپلو اندېښنو خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې باید هر اړخیز سیاسي نظام رامنځته شي.

نوموړې زیاته کړې په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو د ښځو او نجونو پر زده‌کړې، اقتصادي فرصتونو، کار، عامه ګډون او د تګ راتګ ازادۍ محدودول د سولې او ثبات پر وړاندې لوی خنډ بللی.

د زاخاروا په خبره، غونډه کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو مخالفت شوی او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید یو خپلواک، سوله‌ییز او له جګړې، ترهګرۍ او نشه‌يي توکو څخه پاک هېواد وي.

امر الله صالح:چین باید په افغانستان کې نور په ناقانونه ډول د سرو زرو لوټ پای ته ورسوي

د جمهوري حکومت پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د افغانستان طبیعي سرچینې د ملت ګډ ملکیت دي، نه د طالبانو.

هغه د چین حکومت ته په خطاب کې ویلي چې د بدخشان او تخار د سرو زرو ناقانونه استخراج د هېواد د ملي شتمنیو لوټ دی او د نشه‌يي موادو له قاچاقبرو “بشیر نورزي” سره همکاري د چین په نړیوال اعتبار داغ دی.

صالح ټینګار کړی چې د دغو ناقانونه کیندنو ګټه د طالبانو د زورواکو بنسټونو جیب ته رسېږي، کوم چې د افغان ملت پر وړاندې د تاوتریخوالي لپاره کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان یو ضد ملي ځواک دی چې ډېر ژر به نسکور شي، او چین باید له هغوی سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د طالبانو حکومت؛په هلمند کې د انځورونو او ویډیو خپرول منع کړل

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې هم د انځورونو او ویډیو خپرول منع اعلان شوي دي.

د وزارت چارواکو د خبریالانو په یوې غونډه کې ویلي، رسنۍ په هېڅ ډول د ژوندیو موجوداتو انځورونه او ویډیوګانې نه شي خپرولی.

دوی ټینګار کړی چې دا بندیز بشپړ دی او لا له وړاندې په دولتي ادارو کې عملي شوی دی.

شهباز شریف او عاصم منیر؛ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې نوموړي ته د پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، سیمه‌ییز امنیت او د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په دې لیدنه کې حاضر وو.

شهباز شریف د ټرمپ د سولې هڅې وستایلې او هغه یې “د سولې سړی” وباله.

نوموړي وویل، د ټرمپ منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ د مې میاشتې څلور ورځني پوځي نښتې پر مهال د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله.

شهباز شریف ټرمپ ته د پاکستان د رسمي سفر بلنه ورکړې او د هغه د نوښت ستاینه یې کړې چې د اسلامي نړۍ مشران یې نیویارک ته بللي څو د غزې جګړې د ختمېدو او د منځني ختیځ د سولې په اړه خبرې وکړي.

شریف، امریکايي شرکتونه هڅولي چې د کرنې، ټکنالوژۍ، انرژۍ او کانونو په برخو کې په پاکستان کې پانګونه وکړي.