سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 344

بلخ؛د داعش خراسان لوړپوړی قومندان محمد احساني د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا وژل شوی

د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی عملیاتي قومندان د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا وژل شوی دی.

سرچینې وايي، محمد احساني چې د تاجک قوم غړی و، د تاجکستاني ځانمرګو د روزنې او پاکستان ته د لېږد مسوول و.

نوموړی د پېښور د کوچه ریسالدار د جومات په چاودنه کې، چې په ۲۰۲۲ کال کې ۶۷ کسان پکې وژل شوي وو، د اصلي همکارانو له ډلې ګڼل کېده.

سرچینې زیاتوي چې احساني چې په مستعار نوم انوار پېژندل کېده، د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د داعش مهم فعال و.

هند؛د ویجای په غونډه کې د ګڼې ګوڼې له امله ۲۹ کسان مړه او لسګونه ټپیان شوي

0

په هندوستان کې د بالیووډ مشهور اداکار او سیاستوال ویجای د یوې سترې غونډې پر مهال د ګڼې ګوڼې له کبله خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده.

د رويټرز د راپور له مخې، دا پېښه د تامیل ناډو په ایالت کې شوې چې لږ تر لږه ۲۳ کسان پکې مړه شوي دي.

د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، د مړو شمېر تر ۲۹ تنو رسېدلی او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو د درملنې لپاره ۲۰ روغتیايي ډلې سیمې ته استول شوې دي.

د تامیل ناډو د روغتیا وزیر، سوبراهمانیان، هم د ۲۹ کسانو د مړینې خبر تایید کړی دی.

د آلمان چارواکي؛د افغان مجرمانو د شړلو لپاره کابل ته د سفر پلان لري

د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت لوړپوړي چارواکي به د اکتوبر په میاشت کې کابل ته سفر وکړي.

د جرمني رسنیو په راپور کې ویل شوي، دغه سفر د دې لپاره دی چې له طالبانو سره د هغو افغانانو د شړلو په اړه خبرې وشي چې په جرمني کې مجرمان او خطرناک بلل کېږي.

چارواکي وايي دا بهیر به په پټه ترسره شي او هڅه کېږي د ځانګړو الوتنو پر ځای د عادي ملکي الوتنو له لارې ترسره شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ ټینګار کړی چې د پناه‌غوښتونکو شړل باید منظم ترسره شي او همدا لامل دی چې کابل کې مستقیمې خبرې کوي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د قطر په منځګړیتوب دوه پروازونه شوي او په وروستي پرواز کې د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې ۸۱ افغان مهاجر له آلمان څخه ایستل شوي وو.

ریچارد بینېټ:د طالبانو د تعلیم ضد پالیسي د افغانستان د راتلونکې لپاره ستر ګواښ دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ ویلي، چې د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو مخنیوی د افراطیت ښکاره بېلګه ده او په دې ډول پالیسۍ سره د افغانستان د راتلونکې نسل راتلونکی له منځه ځي.

نوموړي د ملګرو ملتونو په غونډه کې ویلي، له افغانستانه راغلي مستند راپورونه کولای شي نړیوالې محکمې اغېزمنو نړیوالو اقداماتو ته وهڅوي.

ښاغلي بینېټ زیاته کړې، چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د دیني عالمانو غږ اورېدل او د افراطیت د نظریو پر وړاندې د خبرو لپاره زمینه برابرول ډېر مهم دي او باید ورته پام وشي.

هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو له خوا د مدني ټولنې د غږونو ټکول، د مخالفانو ځپنه او د وېرې خپرولو اقدامات، د نړۍ د خلکو له سترګو پټ نه دي او د دایمي څار لاندې پاتې کېږي.

عادله راز:د افغانستان د راتلونکي لپاره باید هغه لارې ولټول شي، چې افغانانو پورې تړلي وي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې عادله راز د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره باید «واقعي ګډون، مؤثره حساب‌ورکونه، او له افغانانو سره تړلې بومي حل‌لارې» تضمین شي.

مېرمن راز ویلي، له ټول شموله مشارکت پرته هېڅ سیاسي بهیر د دوامدارې سولې لامل نشي کېدلی.

نوموړې زیاتوي، چې نړیواله ټولنه باید داسې شرایط برابر کړي چې ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې، ځوانان، اقلیتونه او مدني ټولنه، د هېواد په مهمو بهیرونو کې فعاله ونډه ولري.

الجزیره:په غزه کې د اسراییلو پرله‌پسې بریدونو کې له ۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

0

د اسراییلي ځواکونو پرله‌پسې بریدونو کې په غزه کې له ۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي، چې پکې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي هم شامل دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییلو ځمکنی یرغل د غزې په ستر ښار کې روان دی او سلګونه زره فلسطینیان لوږي، محاصرې او ډزو ته پرېښودل شوي دي.

په همدې مهال کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې خپلې پوځي حملې توجیه کړې او ویلي یې دي چې په غزه کې جګړه به تر پایه ورسوي.

له اکتوبر ۲۰۲۳ راپه دېخوا د اسراییلو جګړې له کبله ۶۵ زره کسان وژل شوي او نږدې ۱۶۸ زره نور ټپیان شوي دي.

بلال کریمي؛د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له رییس سره کتلي

په چین کې د طالبانو حکومت سفیر، بلال کریمي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له رییس، لیو جین‌سونګ سره کتلي دي.

دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو، کونسلي خدماتو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث وکړ.

بلال کریمي د کونړ زلزله ځپلو سره د چین له وروستۍ مرستې مننه کړې ده.

د سټیو ویتکاف زوی؛له قطر څخه د میلیاردونو ډالرو د پانګونې ژمنه تر لاسه کړې

0

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د ځانګړي استازي ستیو ویتکاف زوی، الکس ویتکاف په داسې حال کې له قطر، اماراتو او کویټ سره د پانګونې خبرې کړې چې پلار یې له همدې هېوادونو سره د منځني ختیځ د سولې لپاره مذاکرات کول.

د راپور له مخې، الکس ویتکاف د دې هېوادونو د دولتي پانګونې صندوقونو څخه د میلیاردونو ډالرو د پانګونې ژمنې ترلاسه کولو ادعا کړې او په دې توګه یې نور پانګوال هم جذب کړي دي.

ویل کېږي چې دغه پانګونې صندوق به د ویتکاف ګروپ لپاره، سلګونه میلیونه ډالر ګټه ولري.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د ویتکاف ګروپ تجارتي اړیکې له قطر سره تر پخوا ډېرې پراخې دي.

د ډاکتر نجیب الله د مړینې ۲۹م تلین؛د پاکستان د استخباراتو یو پخواني چارواکي هغه مېړنی پښتون بللی

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د مړینې ۲۹ کاله پوره شول.

نوموړی هغه مهال طالبانو وواژه او د کابل په آریانا څلورلارې کې یې په دار وځړاوه، کله چې دغه ډله لومړی ځل کابل ته ننوتله.

تازه د پاکستان د استخباراتو یو پخواني چارواکي، میجر محمد عامر، ډاکتر نجیب “مېړنی پښتون” بللی او ویلي یې دي چې KGB نوموړي او کورنۍ ته د مسکو د تګ وړاندیز کړی و؛ خو د ډاکټر نجیب لخوا د خلکو ترڅنګ د پاتې کېدو له امله رد شوی و.

ډاکتر نجیب د کابل له سقوط مخکې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه؛ خو طالبانو د ښار په نیولو سره هغه له دفتره وایست، وې واژه او په دار یې وځړاوه.

ډېری افغانان په دې باور دي چې د هغه وژنه د پاکستان په لارښوونه شوې وه.

د یادونې ده چې ډاکتر نجیب لا هم د ګڼو افغانانو لپاره د یوې الګو په توګه یادېږي او ګڼ کسان یې سیاسي فکر د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل یوازینۍ لاره بولي.

میرویس بلخي:د طالبانو حکومت له تعلیمي نظام څخه د افراطیت د خپرولو ګټه اخلي

د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر میرویس بلخي خبرداری ورکړی چې د اوسني واکمنو تر کنټرول لاندې تعلیمي نظام نه یوازې غیر مؤثر دی، بلکې د هیواد راتلونکې ته جدي ګواښ هم پېښوي.

بلخي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته ویلي چې د طالبانو د اوسني تعلیمي تګلارو له امله د ځوانانو ترمنځ افراطیت په چټکۍ سره خپرېږي.

نوموړي زیاته کړې، هغه زده‌کړه چې اوس په افغانستان کې روانه ده، بې‌کیفیته او زیانمنه ده.

بلخي ټینګار کړی چې طالبان له تعلیمي نظام څخه د ایدیالوژیک افراطیت د خپرولو او د خپلې واکمنۍ د مشروعیت د پیاوړتیا لپاره کار اخلي، چې د افغانستان فکري او ټولنیز راتلونکی له ستر خطر سره مخ کوي.