سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 343

پاکستان؛راولپنډۍ کې د یوې افغانې جوړې جسدونه موندل شوي

د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د یوه افغان او د هغه د مېرمنې مړي موندل شوي دي.

پولیس وایي چې نارینه لومړی خپله مېرمن وژلې او وروسته یې ځان‌وژنه کړې ده.

دا پېښه د پیر ودهایي سیمې په بنګش کالونۍ کې رامنځته شوې، او د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې، دواړه جسدونه د افغان وګړو وو.

پولیس وایي چې امیرداد جعفري دوه میاشتې وړاندې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلی و او له ثنا سره یې واده کړی و.

د پولیسو د لومړنیو څېړنو له مخې، دا جوړه د ټولنیزو شبکو له لارې سره اشنا شوې وه.

ویل کېږي چې د طلا د ژمنې نه پوره کېدو له امله د دواړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه.

ملګري ملتونه:د کونړ زلزله ځپلو ته دې نوي کورونه ورغول شي

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې خلک له هر څه بې‌برخې کړي او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د زلزله ځپلو کورونه بېرته ورغول شي.

یادې ادارې نن پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې زلزله‌ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې د بې‌کوره شویو خلکو لپاره باید داسې کورونه جوړ شي، چې د طبیعي افتونو، په ځانګړي ډول زلزلو پر وړاندې مقاومت ولري.

حنیفه ګیروال:د افغان میرمنو د کار او زده کړې حقوق باید خوندي شي

د افغان میرمنو د حقونو فعالې حنیفه ګیروال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په نړۍ غږ وکړ چې د طالبانو له لورې د افغان ښځو سره د سخت چلند له امله اقدام وکړي.

میرمن ګیروال چې ملګرو ملتونو کې د یو پینل مشري کوله زیاته کړه چې میرمنې په سیستماتیک ډول له خپلو حقوقونو بې برخې کیږي او نړۍ یوازې ننداره کوي.

نوموړې زیاته کړې، چې نړۍ طالبانو ته د تعامل په نوم پیسې ورکوي او د حکومت بقا یې تنظیموي.

میرمن ګیروال د میرمنو د کار او زده د حق په اړه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

غزه؛د اسرائیل په تازه بریدونو کې ۹۱ کسان وژل شوي

0

د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلي پوځیانو له لوري د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۹۱ تنه وژل شوي دي.

د راپور له مخې، یواځې ۴۸ کسان د غزې ښار کې وژل شوي دي.

د غزې سیمه‌ییز حکومت د رسنیو دفتر وايي، ډېری قربانیان په هغو سیمو کې وژل شوي چې اسراییل تر دې وړاندې د “خوندي سیمو” په توګه اعلان کړې وې.

یاد بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې نړیوالې ټولنې پر اسراییل د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او بشري قوانینو د نقض له امله سختې نیوکې کړې دي.

د امریکا کارولینا ایالت؛وسله وال کس د ډزو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د شمالي کارولینا ایالت په ساوت‌پورت ښار کې د یکشنبې په ورځ د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د ABC ټلویزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، ډزې له یوې کښتۍ شوې دي.

د ساوت‌پورت ښاروال دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې مجرم نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.

تر اوسه د دې برید علت نه دی روښانه شوی.

اروپایي درې هېوادونه:ایران دې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي

0

بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران باندې د بندیزونو د فعالېدو په تړاو ټینګار کړی چې ایران هېڅکله باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو یا پراختیا هڅه ونه کړي.

دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي چې د بندیزونو د پلي کولو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له خوا د ژمنو د پرله‌پسې نقض له امله، درې اروپایي هېوادونه مجبوره شول د میکانیزم ماشه فعال کړي او د ملګرو ملتونو ټول پخواني پرېکړه لیکونه بېرته نافذ شي.

اعلامیه زیاتوي چې د ایران د غني شویو یورانیمو ټولې زېرمې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له څارنې بهر دي او تهران د لوړ غلظت لرونکي یورانیمو د ساتلو لپاره هېڅ غیرپوځي دلیل نه لري.

د دوی په وینا، هېڅ هېواد چې د وسلو د پروګرام نیت ونه لري، په دې کچه یورانیم نه غني کوي.

اروپایي درې هېوادونو ټینګار کړی چې د بندیزونو بېرته راتګ د ډیپلوماسۍ د پای معنا نه لري او دوی به د خبرو او سیاسي لارو چارو تعقیب ته دوام ورکړي.

هغوی له ایران غوښتي چې له هر ډول پاروونکو کړنو ډډه وکړي او خپلو د اټومي تړونونو د پلي کولو ژمنو ته بېرته را وګرځي.

خواجه اصف:د افغانستان په کورنیو چارو کې د اسلام‌اباد لاسوهنه ستره تېروتنه وه

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعتراف کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د اسلام‌اباد لاسوهنه ستره تېروتنه وه.

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د روسیې پر ضد جګړه کې د افغانانو ملاتړ ته اړتیا نه وه او دا پرېکړه د پاکستان لپاره منفي پایلې لرلې.

اصف د هغه وخت د پوځ مشر جنرال ضیاالحق «ډیکتاتور» بللی او ټینګار یې کړی چې هغه د امریکا د رضایت او اړیکو د پراختیا لپاره ګامونه پورته کړي وو، چې وروسته یې د سیمې وضعیت لا پیچلی کړ.

فضل محمود فضلي:د افراطیت د ملاتړ کوونکو پر مرسته تکیه د افغانستان غمیزه اوږدوي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، هغه کسان چې د افراطیت د مرکزونو د څارنې لپاره د هماغو هېوادونو مرسته غواړي، کومو چې په خپله دغه مرکزونه جوړ کړي او د افراطیت فکري مفکورې یې پیاوړې کړې دي.

ښاغلي فضلي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه کسان په حقیقت کې یا په ژوره ناپوهۍ اخته دي او یا د هماغو هېوادونو د افراطي مدرسو د پروژو ترڅنګ د لېبرالو بهیرونو د پروژو همکاران دي.

نوموړی زیاتوي، دا کار په لوی لاس د هېواد د ځوان نسل لیدلوری ګډوډوي او مغشوشوي.

د هغه په وینا، د جهادي او افراطي مدرسو د نړیوالو لېبرالو ملاتړو او بسپنه ورکوونکو په تشخیص کې ګنګسیت د افغانستان روانه غمیزه لا پسې اوږدوي.

مارکو روبیو:نړۍ به د ګواښونو پر وړاندې تسلیم نه شي، تهران باید ځواب ووایي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا فعالېدو په تړاو ویلي چې دا اقدام روښانه پیغام لري.

روبیو ویلي، چې نړۍ به د ګواښونو پر وړاندې تسلیم نه شي او تهران باید ځواب ووایي.

روبیو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ ته په اشارې ټینګار کړی چې ډیپلوماسي لا هم یوه لاره ده او هوکړه د ایران د خلکو او نړۍ لپاره غوره نتیجه ګڼل کېږي.

هغه ایران ته بلنه ورکړې چې په نیک نیت مستقیمې خبرې ومني.

نوموړي خبرداری ورکړی که هوکړه رامنځته نه شي، واشنګټن به له خپلو متحدینو سره سم ټول بندیزونه پلي کړي څو د ایران مشرتابه د فشار لاندې د خلکو او نړیوال امنیت په ګټه پرېکړې وکړي.

بلخ؛د داعش خراسان لوړپوړی قومندان محمد احساني د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا وژل شوی

د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی عملیاتي قومندان د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا وژل شوی دی.

سرچینې وايي، محمد احساني چې د تاجک قوم غړی و، د تاجکستاني ځانمرګو د روزنې او پاکستان ته د لېږد مسوول و.

نوموړی د پېښور د کوچه ریسالدار د جومات په چاودنه کې، چې په ۲۰۲۲ کال کې ۶۷ کسان پکې وژل شوي وو، د اصلي همکارانو له ډلې ګڼل کېده.

سرچینې زیاتوي چې احساني چې په مستعار نوم انوار پېژندل کېده، د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د داعش مهم فعال و.