سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 342

امریکا او اسراییل؛د غزې د سولې پر پلان د هوکړې درشل ته رسېدلي

0

د اکسیوس خبري اژانس خبریال، باراک راوید د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د سټیو ویتکاف او جرد کوشنر له خبرو وروسته، د امریکا او اسراییلو چارواکي د غزې جګړې د پای ته رسولو پر پلان د هوکړې نږدې کېدو ته رسېدلي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ویلي، د هر ډول وروستۍ هوکړې لپاره د حماس رضايت هم اړین دی، خو تر اوسه د دغې ډلې رسمي موافقه نه ده ترلاسه شوې.

ټرمپ وړاندې هیله څرګنده کړې وه چې د غزې د سولې پلان به د دوشنبې په ناسته کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره سره وروستی کړي.

امریکا؛د اوریګن په ایالت کې د ملي ګارډ ۲۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړل

د امریکا دفاع وزارت د اوریګن په ایالت کې د ملي ګارډ ۲۰۰ سرتېري ګومارلي دي.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو ځواکونو د لېږلو اعلان وکړ.

ټرمپ ویلي، دغه ځواکونه به د کډوالو د فدرالي ادارې د تاسیساتو د امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي او په اړتیا کې یې د لا ډېرو سرتېرو د کارولو امکان هم شته.

د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه د پورټلنډ ښار د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې کړې ده، خو د اوریګن ځايي چارواکو د ده اقدام کلکه نیوکه کړې او هغه یې د فدرالي مداخلې ناسم مثال بللی دی.

زلمی خلیلزاد:باید ډاډ ترلاسه شي چې طالبان په راتلونکي کې د امریکایانو برمته کول نه تکراروي

‏د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو حکومت له لوري د امریکايي وګړي امیر امیري خوشې کېدل “مثبت پرمختګ” بللی دی.

امیر امیري د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر تر کتنې وروسته ازاد شو.

خلیلزاد په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي چې امیري په ناحقه نیول شوی و او د هغه خوشې کېدل کولی شي د واشنګټن او کابل ترمنځ د باور فضا ته لاره هواره کړي.

هغه ټینګار کړی چې باید ډاډ ترلاسه شي طالبان په راتلونکي کې د امریکایانو د برمته کولو دا کار تکرار نه کړي.

د یادونې ده چې د افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي او درې نورو امریکایانو برخلیک لاهم روښانه نه دی.

هند؛پاکستان ته ماتې ورکړه او د اسیا جام اتلولي یې وګټله

0

په اسیا جام کرکټ پایلوبه کې هندوستان یو ځل بیا پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د هند لوبډلې له دې وړاندې هم په همدې سیالیو کې د ګروپ او سوپر۴ پړاوونو کې دوه ځله پاکستان مات کړی و او په درېیمه لوبه کې یې د جام اتلولي هم ترې وګټله.

امیر خان متقي امریکایي استازي ته:د امریکايي تبعه خوشې کول د مثبت پرمختګ نښه ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ له یو امریکایي پلاوي سره کتلي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې مولوي متقي ویلي، چې «اسلامي امارت» د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه، نن له بند څخه آزاد کړ.

متقي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» د اتباعو مسایل له سیاسي لیدلوري نه څېړي او باور لري چې د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لارې موندل کېدای شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکايي تبعه خوشې کول د دواړو لوریو ترمنځ د مثبت پرمختګ یوه نښه ده.

هغه د قطر د دولت له مؤثر رول څخه هم مننه کړې ده.

د امریکا استازي د طالبانو حکومت له خوا د امیر امیري د خوشې کولو هرکلی کړی او دا یې یو ښه ګام بللی دی.

اډم بولر د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده یاد کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په پاتې موضوعاتو به هم خبرې دوام ومومي.

مولوي رحمت الله اندړ:احمد الشرع یوازې جامې نه، بلکې فکر هم بدل کړی

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ وایي، احمد الشرع یوازې جامې نه؛ بلکې خپل فکر هم بدل کړی.

نوموړی زیاتوي، احمد الشرع د ژوند بېلابېلو مرحلو څخه زدکړه کړې؛ نو ځکه یې واک ته له رسېدو وروسته د پرمخګ پر لور ګامونه اخیستل پیل کړي.

د یادونې ده چې الشرع د سوریې په استازولۍ څو لسیزې وروسته د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ور بلل شوی و.

د ډاکټر نجیب په یاد؛د یوه افغان ولسمشر جراتمنه واکمني، چي د پاکستان زړه یې ولړزاوه!

0

لیکوال: احمد شاه ساحل

۱۹۸۷ کال و، د مې دوهمه نېټه؛ هغه وخت چې ډاکټر نجیب پر واک و.
د امریکا لاس‌ انجلس ورځپاڼې خبر خپور کړ چې افغان هوايي ځواک د پاکستان یوه F-16 جنګي الوتکه، چې د ډيورنډ له کرښې را اوښتې وه، ویشتلې او نسکوره کړې ده.

دلته د پاکستان ترڅنګ امریکا ته هم، چې هغه مهال یې په ښکاره د افغانستان مخالف دریځ درلود، ددې پېښې زړه بوږنونکی اړخ دا و چې افغان هوايي ځواک یاده جیټ الوتکه د افغانستان په قلمرو کې نه، بلکې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د میرانشاه په سیمه کې په نښه او راغورځولې وه.

کیسه داسې وه چې کله دغه پاکستانۍ الوتکه د کرښې له هغې غاړې را واوښته، افغان هوايي ځواک ورته خبرداری ورکړ چې د افغانستان هوايي حریم ته دې نه داخلیږي؛ خو پاکستاني پيلوټانو دا خبرداری جدي ونه ګاڼه او د پکتیا پر لور یې پرواز ته دوام ورکړ.

وروسته، سمدستي افغان هوايي ځواک تعقیبي جیټ الوتکه پسې پورته کړه، او د هغوی پر لور یې مسیر ونیوه.

که څه هم په دې وخت کې پاکستانۍ الوتکه په بیړه بیرته له کرښې واوښته؛ خو افغان هوايي ځواک ته پرلپسې امر وشو چې تر کرښې پسې ور واوړي او هلته یې راوغورځوي.

همداسې وشول؛ افغان پيلوټ تر کرښې ورتېر شو او په میرانشاه کې یې هغه الوتکه راټینګه او ایره کړه.

ویل کېږي، هوایي ځواک ته د هدف ترلاسه کولو وروسته بل امر هم ورکړل شو چې تر بنو سیمې پورې ګزمه وکړي او د پاکستان د پوځ یو مرکز په نښه کړي، چې افغان پيلوټانو دغه امر هم پر ځای کړ.

دا تر هغه وخته لومړی ځل و چې افغان هوايي ځواک د پاکستان یوه تر ټولو پیاوړې جنګي جیټ الوتکه له منځه یووړه.

که څه هم دا لومړی ځل نه و چې د افغانستان جنګي الوتکې تر کرښې ور اوښتې او هلته یې د پاکستان تر واک لاندې اهداف له منځه وړي وه.

هغه مهال پاکستان په پرله‌ پسې توګه شکایت او فریاد کاوه چې یوازې په همدې کال (۱۹۸۷) کې د افغانستان هوايي ځواک الوتکې تر زر ځله زیات د پاکستان هوايي حریم ته ننوتي او پر بېلابېلو سیمو یې بمبار کړی چې له امله یې تر ۳۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.

لاس‌ انجلس ورځپاڼې هغه وخت ویلي وه چې امریکا د پاکستان هوايي ځواک هڅولی و څو د افغانستان د الوتکو پر ضد ”زړه غټ“ کړي او بریدونه وکړي؛ خو وایي، تر دې پېښې وروسته یوې لوېدیځې ډیپلوماتیکې سرچینې ورته ویلي وه: ”موږ وېره لرو چې پاکستان به بیا محتاط او ډارن شي.“

د پاکستان هغه F-16 الوتکه چې افغان هوايي ځواک راغورځولې وه، د خپل وخت تر ټولو پیاوړې جنګي الوتکه وه چې امریکا د افغانستان پر ضد ورکړې وه.

دغه الوتکه د پاکستان د هوايي ځواک د زړه حیثیت درلود.
کله چې افغان هوا بازانو له منځه یوړه؛ نو پاکستان ته یوازې یوه بله ورته الوتکه پاتې شوه.
د دې له امله نه یوازې د پوځ او حکومت مورال سخت زیانمن شو، بلکې د عامو خلکو روحیه هم ډېره کمزورې شوه.
ځکه هغه مهال چې امریکا دغه جنګي الوتکې پاکستان ته ډالۍ کړي وې، عام ولس یې ډېر خوښ و او له ډېرې مینې یې د دغو الوتکو انځورونه پر خپلو موټرونو، لاریو او ریکشو لګول.

لنډه دا چې د پاکستان لپاره د ډاکتر نجیب د واکمنۍ څو کلونه خورا زیانمنونکي او درانه تمام شول، چې هیڅکله به یې هېر نه شي، او موږ غواړو هم نه چې هېر یې شي.
پاکستاني پاليسۍ سازان باید پوه شي چې ”سبا“ هرومرو راځي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

چین؛د رشوت اخیستو په تور د کرنې پخواني وزیر ته د اعدام سزا اورول شوې

0

د چین پخوانی د کرنې او کلیو چارو وزیر تانګ رنجیان ته د بډو اخیستو په تور د جیلین ولایت محکمې د مرګ سزا اورولې ده.

د شین‌هوا دولتي اژانس راپور ورکړی چې دغه حکم د دوو کلونو په تعلیق سره ورکړل شوی دی.

رپوټ وايي تانګ د ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۴ پورې په بېلابېلو دندو کې نږدې ۳۷ میلیونه ډالر په نغدو او شتمنیو کې بډې اخیستې وې.

هغه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې، د فساد ضد ادارې د څېړنو له پیل شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، له دندې لیرې او د کمونېست ګوند له غړیتوبه هم وشړل شو.

د یادونې ده چې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د فساد ضد پراخې تصفیوي هڅې پیل کړي دي.

د پاکستان ځانګړی استازی؛د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو لپاره تهران ته ولاړ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان تهران ته تللی دی.

د ده د سفر موخه د افغانستان د روان وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې او د سیمې وروستیو بدلونونو ارزونه ده.

دا پلاوی داسې مهال ځي، چې کابل ته هم د پاکستان یو پلاوی راغلی.

پاکستان؛راولپنډۍ کې د یوې افغانې جوړې جسدونه موندل شوي

د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د یوه افغان او د هغه د مېرمنې مړي موندل شوي دي.

پولیس وایي چې نارینه لومړی خپله مېرمن وژلې او وروسته یې ځان‌وژنه کړې ده.

دا پېښه د پیر ودهایي سیمې په بنګش کالونۍ کې رامنځته شوې، او د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې، دواړه جسدونه د افغان وګړو وو.

پولیس وایي چې امیرداد جعفري دوه میاشتې وړاندې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلی و او له ثنا سره یې واده کړی و.

د پولیسو د لومړنیو څېړنو له مخې، دا جوړه د ټولنیزو شبکو له لارې سره اشنا شوې وه.

ویل کېږي چې د طلا د ژمنې نه پوره کېدو له امله د دواړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه.