سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 337

محسن نقوي:د حکومتي چارواکو د تماسونو افشا کوونکو سره به قانوني چلند وکړو

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، د حکومتي چارواکو د ټېلفوني تماسونو د افشا کېدو په اړه یې له مخابراتي ادارې سره خبرې کړې دي.

نقوي زیاته کړې، چې د چارواکو غږونه ثبتېږي، انځورونه یې غلا کېږي او بیا پر ګوګل یا نورو وېب‌پاڼو پلورل کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له دغه کار سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

نصیر احمد فایق:له ګاونډیو هېوادونو یو شمېر اېستل شوي پخواني افغان سرتېري خپل هېواد کې د وژل کېدو ګواښ سره مخ دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې ګاونډیو هېوادونو څخه شړل شوي پخواني افغان پوځیان د طالبانو له‌خوا وژل کېږي، چې دا یو “بشري جنایت” دی.

فایق پر ایکس لیکلي، د اسیرانو وژل د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی، او عاملین یې باید حساب ورکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د پخواني افسر عبدالولي نعیمي، چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راستون شوی و، دوه اونۍ وروسته په کابل کې یې مړی موندل شوی دی.

خالد حنفي:زمونږ د حکومت وزیر له یو عادي وګړي سره برابر دی

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزیر خالد حنفي وایي، د الله په قانون کې قوم، ژبه او رنګ هېڅ ارزښت نه‌لري، او یوازینی معیار تقوا ده.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د سیرت‌النبي یوې غونډې ته کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام کې یو وزیر او یو عادي وګړی برابر دي، او باید له هر ډول تبعیض ډډه وشي.

خو منتقدین وايي، د طالبانو حکومت خپله پر نورو افغانانو برلاسي عملي کوي، یوازې خپلو غړو ته امتیازات ورکوي، او نور خلک له سیاسي، مدني او ټولنیزو حقونو محروم ساتي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:زلزله ځپلو سره د نړیوالو له مرستو مننه کوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ختیځې زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او مرستو له امله د نړیوالو هېوادونو او بنسټونو مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ له زلزله ځپلو سره ګڼو هېوادونو او سازمانونو مرسته کړې.

نیوکه بیا دا ده، چې د دغې مرستې د وېش لپاره منظم میکانیزم نشته.

د یادونې ده چې دغې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ډېری مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

زلزله‌ځپلو سره؛د روسیې مرسته کابل ته را ورسېده

د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت خبر ورکړی چې نن يې د افغانستان ختيځ کې زلزله ځپليو ته ۲۰ ټنه نوره بشري مرسته هم استولې ده.

ياد وزارت ليکلي، دغه مرسته د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين په حکم استول شوې چې پکې خوراکي توکي شامل دي.

د دغه هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې ۲۰ ټنه بشري مرستې يې لرلې، د روانې سنبلې مياشتې په ۱۴مه نېټه کابل ته را رسېدلې وه‌.

ډونالډ ټرمپ:د اروپايي ټولنې ځینې مشران به راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اروپايي ټولنې ځینې مشران به راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي څو د روسیې او اوکراین د کړکېچ او د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ زیاته کړې چې ډېر ژر به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړي.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې که پوتین مذاکرات غواړي نو کییف ته دې د خبرو لپاره ورشي.

ټیلګراف:پاکستان کې اوس له افغانستان څخه ډېر تریاک تولیدیږي

د برېټانیا د ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستان نه وړاندې شوی او اوس د نړۍ د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی.

راپور خبرداری ورکوي چې دا بدلون کولی شي میلیونه ډالر د ترهګرو ډلو لاس ته ور ورسوي او د سیمې امنیت په جدي ډول ګډوډ کړي.

د راپور له مخې، په پاکستان کې د تریاکو ښکاره او پراخه کرکیله د افغانستان د تولید کچې نه هم لوړه شوې ده چې د سیمې د امنیتي حالت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

ټایمز اف انډیا:هند هڅه کوي چې له بندیزونو سره سره امیر خان متقي دغه هېواد ته ور وبولي

‏هندي رسنیو راپور ورکړی چې هند هڅه کوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو سربېره خپل هېواد ته ور وبولي.

د ټایمز اف اندیا د راپور له مخې، هند له طالبانو سره په تماس کې دی څو د متقي د سفر زمینه برابره کړي.

د طالبانو حکومت استازي سهیل شاهین ویلي، دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د وزیرانو په کچه لیدنې ترسره کړي.

تمه ده هند د سفر د نېټې تر ټاکلو وروسته د امنیت شورا څخه د بندیز د معافیت غوښتنه وکړي.

تېره میاشت د امیرخان متقي سفر ځکه لغوه شو چې امنیت شورا ورته د سفر اجازه ورنه کړه.

ډان برون:د امریکایانو یرغمل کوونکي هیوادونه به د سختو بندیزونو له ګواښ سره مخ کړو

د افغانستان لپاره د امریکا چارسمبالي ډان برون ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې اجرایوي فرمان له مخې هغه هېوادونه چې د امریکایانو د ناسم توقیف ملاتړ کوي، د سختو پایلو سره به مخ شي.

نوموړي ویلي چې دا پرېکړه یو بې ساری ګام دی او نړۍ ته یې د یو پیغام او خبرداري په شکل ویلي: ” که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی وګړې د معاملې لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.”

د یادونې ده چې د افغانستان د هوایي چلند د پخوانۍ ادارې مشر افغان‌اصله امریکایي محمود شاه حبیبي په ګډون ډیری نور د طالبانو حکومت په نامعلومو زندانونو کې تري تم دي.

خوست کې د طالبانو حکومت امنیه قومنداني:د کرکټ د برياوو نمانځنه دې په عامه ځایونو کې نه کېږي

خوست کې د طالبانو حکومت امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د کرکټ لوبو د برياوو پر مهال دې په عامه ځایونو کې د لمانځلو څخه ډډه وکړي.

طالب چارواکي وايي، په وروستیو کې د ملي لوبډلې د بريا پر مهال په ښار کې د خلکو پراخې راټولېدنې لیدل شوي دي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د درې اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې لوبېږي.