سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 336

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولي:د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ دویم سکرټر دانیال حسنین د افغانستان د بشري، انساني او ټولنیز اقتصادي وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې.

هغه د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنر راپور وستایه او د ښځو او نجونو پر ضد روان محدودیتونه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف بللي.

د اسلامي همکاریو سازمان له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو د زده کړې او کار حقونه تضمین کړي.

دغه سازمان د نړۍوالو مرستو کمښت ته هم اندېښنه لري او ټینګار کوي چې بېړنۍ مرستې باید زیاتې شي ترڅو د زیانمنو قشرونو ملاتړ وشي.

حسنین له افغان ولس سره د یوالۍ ژمنه کړې او ویلي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي، ځکه دا نه یوازې افغانان بلکې سیمه او نړۍ هم اغېزمنوي.

د نیپال حکومت؛د لاریونونو د فشار له امله د خواله رسنیو بندیز بیرته لرې کړ

0

د نیپال حکومت پر خواله رسنیو لګول شوي بندیزونه د لاریونونو د فشار له امله بیرته له منځه وړي.

د نیپال حکومت په تېره اوونۍ کې پر خواله رسنیو بندیز ولګاوه؛ خو دې اقدام د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو سخت غبرګونونه را وپارول.

د فساد او حکومتي کم‌کارۍ پر ضد پیل شوي لاریونونه د دغه بندیز له امله نور هم پراخ شول او په تاوتریخوالي واوښتل.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې اداره:په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو کچه ۲۳ سلنه راټیټه شوې

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې خبر ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ټوله کچه ۲۳ سلنه کم شوي دي.

افغانستان چې په ۲۰۲۳ کال کې د دویم ستر پناه غوښتونکي هېواد په توګه یادېده، سږکال یې هم د پام وړ غوښتنلیکونه ثبت کړي، خو شمېر یې ښکته روان دی.

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې افغانانو شاوخوا ۴۲ زره غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو، چې اوس په تدریجي ډول کموالی ښيي.

ریچارد بینیټ:نړۍ باید د افغان ښځو ملاتړ وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بینیټ، ویلي، نړۍ باید افغانستان هیر نه کړي.

هغه د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ او روان تبعیض او بشري حقونو نقض د اندېښنې وړ بللی.

بینیټ په ایکس پاڼه له نړۍ غوښتې چې د افغان میرمنو ترڅنګ ودریږي.

هغه زیاته کړې، افغان ښځو برخه او غږ په سیاست، زده کړو او ټولنه کې د دې هېواد د راتلونکي جوړښت لپاره حیاتي اهمیت لري.

بینیټ په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان لا هم د پرمختګ فرصتونه لري، خو د ښځو د حقونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي ترڅو دغه هیواد د روان بحران څخه وژغورل شي.

امرالله صالح:د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو دفترونو کلابندي او د ښځو له کاره منع کول د ملګرو ملتونو لپاره تاریخي شرم دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د طالبانو دفاع وزارت په کابل کې د ملګرو ملتونو دفترونه کلابند کړي او ښځینه کارکوونکې یې له کار کولو په بشپړ ډول منع کړې دي.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که ملګري ملتونه دا محاصره توجیه کړي او د انلاین حضور خبره د حل په توګه وړاندې کړي؛ نو دا به د دې ادارې لپاره یوه «تاریخي شرم او رسوایي» وي.

هغه په ټینګار سره ویلي، هغه کړۍ او افراد چې د افغانستان په نوم یې د میلیاردونو ډالرو مصرف د تدریجي بدلون تر پلمې لاندې توجیه کړ او طالبانو ته یې نرم دریځ غوره کړ، باید حساب ورکړي او مسؤلیت یې واخلي.

پاکستاني او ترکي استازو؛د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د افغانستان په اړه د پاکستان او ترکیې د ځانګړو استازو لیدنه ترسره شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل اېکس لیکلي، چې له ترکي استازي جهاد ارګینای سره یې د افغانستان روان وضعیت او د سیمې د ثبات او امنیت په اړه خبرې کړې دي.

هغه د ناستې نور جزئیات نه دي څرګند کړي.

د ترکیې سفارت هم د دې لیدنې په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

نیپال؛د ټولنیزو رسنیو د بندیز پر ضد لاریون کې لس کسان وژل شوي

0

په نیپال کې د ټولنیزو رسنیو د بندیز پر ضد لاریون کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

پولیسو د لاریون د ماتولو لپاره ربړي مرمۍ، اوښلن ګاز او اوبه کارولي.

لاریون کوونکو غوښتنه کړې چې بندیز لرې شي او د اداري فساد پر ضد باید جدي اقدامات وشي.

بدخشان کې؛د ترافیکي پیښې له امله ۱۱ تنه وژل شوي

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د زرک په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان، چې یوه ښځه او درې ماشومان هم پکې شامل دي، ژوند له لاسه ورکړی دی.

د درایم د امنیې قوماندان سید میر خنجر وایي، د وژل شویو له ډلې اووه کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال دقت وکړي او د ترافیکي اصولو مراعت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د دې ډول غمیزو د تکرار مخه ونیول شي.

یونیسف:د افغانستان د ختیځ زلزله کې له نیم میلیون زیاتو خلکو ته زیان اوښتی

یونیسف په تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې وروستۍ زلزلې له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي چې شاوخوا ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.

د دې راپور له مخې، ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي چې پکې ۷۳۱ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یونیسف ویلي، یوازې په کونړ او ننګرهار کې ۸۱ ماشومان په روغتونونو کې بې‌سرپرسته پاتې دي او ۲۷۱ نور یتیمان شوي دي.

راپور زیاتوي چې د زلزلې له امله په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د ماشومانو د سوءتغذي کچه په جدي ډول لوړه شوې ده.

دغه نهاد وايي، د مرستو د کمښت له امله د ځپلو ته د رسېدو لپاره له ۱۶.۳ میلیونه ډالرو مالي کسر سره مخ دی.

ازبکستان: د پخواني پوځ ۵۷ چورلکې افغانستان ته ورکوو

ازبک چارواکي وایي هغه ۵۷ پوځي چورلکې چې د جمهوري نظام د نسکوریدو سره سم ازبکستان ته وړل شوې وي، بیرته د طالبانو واک ته ورکول کیږي.


سرچینې افغانستان انترنشنال ته ویلي چې د پخواني افغان ملي پوځ دغه چورلکې به راتلونکې اونۍ د طالبانو حکومت دفاع وزارت مسولینو ته وسپارل شي.


د طالبانو دفاع وزارت تردې مهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.