سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 333

اېکسپریس ټریبیون:جنرال عاصم ملک به د ای ایس ای مشر پاتې شي

0

د پاکستان امنیتي سرچینو اېکسپریس ټریبیون ته ویلي، جنرال محمد عاصم ملک به د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

عاصم ملک د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې د جنرال ندیم انجم پر ځای د ای ایس ای مشر ټاکل شوی و او تمه کېده چې سږ کال تقاعد وکړي.

د راپور له مخې، د هغه د دندې د تمدید پرېکړه د دوشنبې په ورځ، د تلې ۱۴مه، شوې ده.

له دې وړاندې د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د کار موده هم دوهم ځل لپاره وغځول شوه.

نصیر احمد اندېشه:خوښ یم، چې افغانستان کې د بشري حقونو د شواهدو موندلو لپاره اداره جوړه شوه

په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت پرېکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.

هغه ویلي، دا پرېکړه لیک بې له منفي رایې او مخالفت څخه تصویب شوې چې دا ښيي طالبان په نړیوال ډګر کې د ملاتړ لپاره هېڅ هېواد ته ځای نه‌دی پرېښی.

اندېشه زیاته کړې، د طالبانو سره اوسنۍ اړیکې یوازې معامله او لنډمهاله دي.

هغه خپلو ملګرو، د مدني ټولنې او د ښځو د خوځښت فعالانو، او نړیوالو بنسټونو ته د دې میکانیزم د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ له امله مبارکي ورکړې.

امیر خان متقي؛د مسکو فارمټ اوومې ناستې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د “مسکو فارمټ” مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د ګډون لپاره نن مسکو ته روان شوی.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یاد فارمټ په ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې امیر خان متقي به په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې د اړیکو د لا پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د طالبانو حکومت دریځ او لیدلوری د ګډونوالو هېوادونو استازو ته وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې د دې سفر هدف د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، متقابل تفاهم او د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا هڅې دي.

زلمی خلیلزاد:په ۲۰۲۰ کال کې د ملا برادر او ټرمپ ترمنځ خبرې په سوله‌ییز ډول پای ته ورسېدې

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د ملا برادر او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د مارچ ۲۰۲۰ کال تلیفوني خبرې دوستانه او مثمرې وې، چې په درناوي سره پای ته رسېدلې.

هغه ویلي، د خبرو ژباړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مسلکي ژباړونکي کوله.

خلیل‌زاد پر هغو رسنیو نیوکه کړې چې د دې مکالمې په اړه جعلي او بې‌باوره خبرونه خپروي او ویلي یې دي، چې هغه څوک چې نه رښتینې سرچینې لري، نه د پالیسي جوړوونکو لاسرسی، او نه د ژورنالیزم اصول مراعاتوي، دروغ خپروي.

د بشري حقونو مدافعانو؛د افغانستان د سرغړونو د څېړنې د خپلواک میکانیزم هرکلی کړی

‏د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې (HRD+) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا هغه پرېکړه لیک ستایلی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کوي.

ټولنې دا پرېکړه د افغان قربانیانو او مدني ټولنې لپاره تاریخي ګام بللی او ویلي یې دي چې دا به د حقیقت‌موندنې، حساب‌ورکونې او انتقالي عدالت د پلي کېدو زمینه برابره کړي.

دغې ټولنې ټینګار کړی چې دا اقدام که څه هم ناوخته شوی، خو د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو فعالانو د زړورتیا نښه ده، او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دغه میکانیزم عملي کول بې له ځنډه پیل کړي.

ذبیح‌الله مجاهد:هېچا ته به اجازه ورنکړو چې د بګرام اډه ونیسي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «سکای نیوز» سره په مرکه کې ویلي، هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د بګرام هوايي اډه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان به د هېڅ شرط او فشار لاندې خپله خاوره بل چاته ورنه‌سپاري.

مجاهد همداراز څرګنده کړې چې د «اسلامي امارت» او امریکا ترمنځ د کابل او واشنګټن د سفارتونو د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو شورا؛د افغانستان د بشري حقونو د څار خپلواکې ادارې د جوړېدو مسوده تصویب کړه

‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه د اروپايي ټولنې لخوا وړاندې شوې مسوده تصویب کړه.

د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په دغه مسوده کې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره باید یوه خپلواکه اداره جوړه شي، ترڅو په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو اړوند شواهد راټول، تحلیل او وساتي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران له روسیې سره؛د جنګي الوتکو د اخیستو شپږ میلیارده یورو تړون کوي

0

د دفاعي چارو ځینو وېبپاڼو راپور ورکړی چې د روسیې د «کرت» دفاعي کمپلکس له افشا شویو اسنادو څرګندیږي، چې ایران پلان لري د شاوخوا شپږ میلیارد یورو په ارزښت له مسکو څخه ۴۸ جنګي الوتکې «سوخو-۳۵» واخلي.

د راپور له مخې، دا اسناد د روسیې د «کنسرن ټکنالوژۍ رادیو-الکترونیک» له شرکت څخه خپاره شوي چې د دولتي «روستک» یوه څانګه ده.

ویل شوي، دغه اسناد د الوتکو د برېښنايي جګړې او راډیويي سیستمونو بشپړ فهرست هم لري چې د ایران لپاره ځانګړي شوي دي.

پاکستان او مالیزیا؛د افغانستان د سولې، ثبات او بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې

د پاکستان او مالیزیا لومړي وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د سولې، ثبات او د افغانانو د روښانه راتلونکي ملاتړ څرګند کړی دی.

شهباز شریف او انور ابراهیم ویلي، له افغانستان سره باید تعامل دوام وکړي، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې.

دواړو مشرانو د یو ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو او د افغانانو د اساسي حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې، او د بشري مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ټینګار کړی چې اوسنی حکومت فراگیر دی او بهرني هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون:تېره ورځ ۱۰۷۰ کورنۍ او ۵۳۸۶ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي

د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون راپور وايي د تېرې یکشنبې په ورځ ۱۰۷۰ کورنۍ او ۵۳۸۶ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې ډلې ۲۹۱۹ کورنۍ او ۱۵۱۷۵ کسان په خوندي ډول خپلو ولایتونو ته انتقال شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له ۱۱۰۴ کورنیو سره مالي مرسته شوې او ۱۰۲۰ سیمکارتونه یې هم ورته ویشلي دي.