سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 332

امیرخان متقي؛د لومړي ځل لپاره د یو رسمي غړي په توګه د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن د مسکو فارمټ ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ.

دا واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت لوړ پوړی غړی په دغه ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

یاده ناسته نن تر غرمې وروسته پیل شوې ده.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر:طالبانو ازبکي شرکتونو ته د افغانستان د نفتو او ګازو د استخراج جوازونه ورکړي

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جُرابیک میرزا محمودوف ویلي چې د طالبانو حکومت ازبکي شرکتونو ته په افغانستان کې د نفتو او ګازو د استخراج جوازونه ورکړي دي.

د ده په وینا، د توتي میدان د ګازو پروژه د ازبکي شرکت Eriell KAM له‌خوا د ۲۵ کلونو لپاره پيل شوې ده.

میرزامحمودوف زیاته کړه چې دا ګډه پروژه د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د افغانستان ثبات کولی شي ازبکستان ته د نړیوالو سمندرونو تر ټولو لنډه لاره پرانیزي.

هغه د سولې او ثبات اهمیت هم د سیمې لپاره حیاتي وباله.

یاده دې وي، چې د روان کال په سپتمبر کې دواړو هېوادونو د ۲۵۰ میلیونه ډالرو ګډې برېښنايي پروژې هم پیل کړې دي، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به بشپړې شي.

پاکستان کې؛یو وار بیا پر جعفر ایکسپریس ریل ګاډي برید شوی

0

د پاکستان جعفر ایکسپریس رېل ګاډی، د پاکستان د سند ایالت د شکرپور ولسوالۍ په سیمه کې د پټلۍ پر سر ایښودل شوي بم له امله په نښه شوی دی.

د راپورونو له مخې، دې پېښه کې د ریل لږ تر لږه څلور کوټې ویجاړې شوي او یو شمېر خلک هم ټپیان شوي.

د پېښې نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي.

د اکتوبر اوومه؛پر افغانستان د امریکا د نظامي برید ۲۴مه کالیزه

نن د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکا د برید له ۲۴مې کالیزې سره برابره ده.

امریکا ۲۴کاله وړاندې پر افغانستان بریدونه پیل کړل او د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته ننوته.

تر نږدې دوه لسیزې جګړې وروسته امریکا د طالبانو له حکومت سره د دوحې هوکړه وکړه او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه یې وروستی سرتېری هم افغانستان څخه ووت.

فضل محمود فضلي:د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوی میکانېزم افغان ولس پورې اړه نه لري

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا اعلان شوی نوی “خپلواک څېړنیز میکانېزم” د افغان ولس د واقعي استازیتوب او مالکیت پرته جوړ شوی دی او د افغانستان له خلکو سره مستقیم تړاو نه لري.

ښاغلي فضلي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د بشري حقونو شورا پرون په افغانستان کې د بشري جرمونو د څېړنې لپاره د خپلواک میکانېزم د جوړېدو طرحه تصویب کړه.

هغه ویلي، دا ډول پروژې پخوا هم د افغان ولس له ګډون پرته پلې شوې؛ خو هیڅ عملي نتیجه یې نه ده لرلې.

د ده په وینا، د ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۰ کلونو پورې د میلیونونو ډالرو په مصرف د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د ملګرو ملتونو ګډې څېړنې هم هېڅکله نه دي خپرې شوې او نه پرې عمل شوی.

فضل محمود فضلي زیاتوي، دا ډول میکانېزمونه یوازې د بهرنيو متخصصینو او انجوګانو د مالي ګټو لپاره جوړېږي؛ خو افغان ولس پکې نه مالکیت لري، نه اجنډا، او نه هم مدیریت.

هغه ټینګار کړی چې یوازې د افغانانو په نوښت او ملي ارادې رامنځته شوې سیاسي او حقوقي پروسې کولای شي د تېرو لسیزو جنګي او بشر ضد جرمونو ته شفافه رسیدګي وکړي.

داعش پاکستان څانګه:د داعش د قومندان د وژل کېدو په اړه د طالبانو حکومت د رسنیو راپورونه ناسم دي

د داعش پاکستان څانګې په یوه تازه بیان کې د طالبانو حکومت اړوندو رسنیو، په ځانګړي ډول د «المرصاد» راپورونه رد کړي دي.

المرصاد مخکې ویلي و چې د داعش خراسان یو مهم قومندان حسن د پاکستان په کراچۍ کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی؛ خو داعش ادعا کوي چې حسن او بل غړی یې عاصم لا د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوڅ وسله‌والو په یوه نښته کې وژل شوي وو.

داعش همداراز ادعا کړې چې د طالبانو حکومت او بلوڅ وسله‌والو ترمنځ په مستونګ او زهري سیمو کې ګډې همکارۍ شته چې د داعش د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.

دغه ډلې یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو حکومتونه خپل دښمنان بللي او پر دواړو یې د “ناسمو معلوماتو خپرولو” تور لګولی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د داعش د پاکستان څانګې د دې بیان په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو؛د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت وغځاوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه پرېکړه وکړه چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت یو ځل بیا وغځوي.

د شورا په وینا، دا اقدام د دې لپاره شوی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو څارنه، د شواهدو راټولول او نړیوالو ته د راپور ورکول دوام ومومي.

په پرېکړه کې همداراز د افغانستان د حساب ورکونې لپاره د یو خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړېدو ته هم اجازه ورکړل شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا پرېکړه د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو، د غږ د ژوندي ساتلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

راپور ورکوونکی به د طالبانو د فرمانونو، د بیان د ازادۍ د محدودیتونو، د بندیانو د شکنجو او د ښځو د حقونو د نقض په اړه څېړنې او راپورونه وړاندې کوي.

د اسراییلو او حماس استازو؛د غزې د جګړې د ختمېدو لپاره په مصر کې خبرې پیل کړې

0

د اسراییلو او حماس استازو د دوشنبې په ورځ په مصر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې پر بنسټ خبرې اترې پیل کړې.

دا خبرې د شرم‌الشیخ په ښار کې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب روانې دي.

د ټرمپ د طرحې له مخې، جګړه به ودرېږي، بندیان به تبادله شي او د غزې خلکو ته به پراخه بشري مرسته ورسېږي.

راپورونه وايي، د خبرو لومړۍ ورځ د اسراییلو د وتلو، د حماس د بې‌وسلې کېدو او د بندیانو د تبادلې پر موضوعاتو تیره شوه.

د فلسطیني سرچینو په وینا، حماس د دایمي اوربند او د اسراییلو د وتلو د دقیق مهال‌ویش غوښتنه کړې، خو د اسراییلو استازو ویلي چې ځواکونه به یوازې د ټرمپ د پلان له مخې تر “زرد کرښې” پورې شا کېږي.

سره له دې چې ټرمپ له اسراییلو غوښتي بمبارونه ودروي، د غزې چارواکي وايي بریدونه لا هم روان دي.

د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د ۱۹ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

اېکسپریس ټریبیون:جنرال عاصم ملک به د ای ایس ای مشر پاتې شي

0

د پاکستان امنیتي سرچینو اېکسپریس ټریبیون ته ویلي، جنرال محمد عاصم ملک به د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

عاصم ملک د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې د جنرال ندیم انجم پر ځای د ای ایس ای مشر ټاکل شوی و او تمه کېده چې سږ کال تقاعد وکړي.

د راپور له مخې، د هغه د دندې د تمدید پرېکړه د دوشنبې په ورځ، د تلې ۱۴مه، شوې ده.

له دې وړاندې د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د کار موده هم دوهم ځل لپاره وغځول شوه.

نصیر احمد اندېشه:خوښ یم، چې افغانستان کې د بشري حقونو د شواهدو موندلو لپاره اداره جوړه شوه

په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت پرېکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.

هغه ویلي، دا پرېکړه لیک بې له منفي رایې او مخالفت څخه تصویب شوې چې دا ښيي طالبان په نړیوال ډګر کې د ملاتړ لپاره هېڅ هېواد ته ځای نه‌دی پرېښی.

اندېشه زیاته کړې، د طالبانو سره اوسنۍ اړیکې یوازې معامله او لنډمهاله دي.

هغه خپلو ملګرو، د مدني ټولنې او د ښځو د خوځښت فعالانو، او نړیوالو بنسټونو ته د دې میکانیزم د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ له امله مبارکي ورکړې.