سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 331

د ونس دفتر:د ایران پر ضد د اقدام په اړه ټول انتخابونه د ټرمپ مخې ته پراته دي

0

د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس ویاند، د وال‌سټریټ ژورنال هغه راپور غیر دقیق بللی چې پکې ویل شوي و، ونس هڅه کوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کړي چې پر ایران له احتمالي برید مخکې یو ځل بیا ډیپلوماسي وازمويي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ونس د اړیکو مدیر ویلیام مارتین ویلي: «مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ولسمشر ته بېلابېل انتخابونه وړاندې کوي، چې له ډیپلوماتیکو لارو نیولې تر پوځي اقدام پورې شامل دي، او دا کار له هر ډول تعصب پرته ترسره کېږي.»

وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې د ټرمپ د حکومت یو شمېر لوړپوړي سلاکاران، د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس په مشرۍ، له ولسمشر غواړي چې پر ایران له هر ډول پوځي اقدام مخکې، د ډیپلوماسۍ لاره وازمويي.

ملاله یوسفزۍ:د ایران د خلکو غږ باید واورېدل شي او راتلونکی دې خپله وټاکي

0

د بشري حقونو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په ټولنیزه رسنۍ «ایکس» کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د ایران خلک له کلونو راهیسې د سختو خطرونو په منلو سره د ځپنې پر ضد غږ پورته کوي، خو د هغوی غږ له لسیزو راهیسې چوپ ساتل شوی دی.

ملالې زیاته کړې: «دوی غواړي چې غږ یې واورېدل شي او دا حق ولري چې خپل سیاسي راتلونکی پخپله وټاکي. دا راتلونکی باید د ایران د خلکو له لوري جوړ شي او د ایراني ښځو او نجونو د مشرتابه رول پکې شامل وي، نه د بهرنیو ځواکونو او نه هم د ځپونکو حکومتونو.»

هغې ټینګار کړی چې د ازادۍ او انساني کرامت د غوښتنې په لاره کې د ایران د خلکو، ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده.

په هند کې د طالبانو حکومت سفیر؛له انند پرکاش سره پر سوداګرۍ، ویزو او د افغانانو په اړه بحث کړی

په نوي ډیلي کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست مفتي نور احمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې له عمومي مسئول آنند پرکاش سره لیدنه کړې ده.

په هند کې د طالبانو حکومت د سفارت له‌خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د ویزو د اسانتیاوو، او په هند کې د مېشتو افغان سوداګرو، محصلینو او نورو افغان اتباعو پر ستونزو بحث شوی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د دوامدار تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هسپانیا لومړی او هندوستان وروستی؛د جنسي اړیکو د کچې نوې درجه‌بندي خپره شوې

0

د Insider Monkey (۲۰۲۳) د راپور له مخې، د نړۍ د هغو هېوادونو نوې درجه‌بندي خپره شوې چې پکې د جنسي اړیکو کچه لوړه بلل شوې ده.

په دې لېست کې هسپانیا لومړی، ایټالیا دوهم او سویس درېیم ځای لري.

راپور ښيي چې بریتانیا په دې درجه‌بندۍ کې ۱۳م مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې هندوستان د لېست په پای کې، یعنې ۲۰م ځای کې راغلی دی.

دا درجه‌بندي د بېلابېلو ټولنیزو سروې‌ګانو او څېړنیزو معلوماتو پر بنسټ جوړه شوې او د هېوادونو ترمنځ د ژوند د سبک توپیرونه څرګندوي.

عباس عراقچي:امریکا د عادلانه خبرو لپاره چمتو نه ښکاري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران باور نه لري امریکا دې دا مهال د منصفانه او عادلانه مذاکراتو لپاره چمتو وي؛ خو که واشنګټن چمتووالی وښيي، نو ایران به دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

عراقچي د امریکا له استازي ویتکاف سره د احتمالي لیدنې په اړه ویلي، چې ځینې نظریې پر مېز پرتې دي او دا مهال تر ارزونې لاندې دي.

هغه ټینګار کړی چې ایران له ګواښ پرته د اټومي مذاکراتو مېز ته د کېناستو لپاره چمتو دی.

د ده په وینا، له ویتکاف سره یې اړیکې د اعتراضونو تر مخه او وروسته هم روانې پاتې شوې او لا هم دوام لري.

اروپایي پارلمان کې د المان استازې:له اروپایي پارلمان څخه باید د ایران استازي وویستل شي

0

اروپایي پارلمان کې د آلمان استازې هانا نویمان ویلي، چې د ایران ټول سفیران او استازي دې له اروپایي اتحادیې څخه وباسي او په دې یې تاکید کړی چې د ایران له حکومت سره د هېڅ ډول دیپلوماتیکو اړیکو عادي کول باید ونه وشي.

هانا نویمان په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې د هغه حکومتي ځواک سره د ډیپلوماتیکو اړیکو عادي کول ناممکن دي.

هغې دغه راز ویلي چې ایران پر سوله‌ییزو اعتراضونو په وژونکي ډزو غبرګون ښيي او د خپلو خلکو ټولې ارتباطي لارې بندوي؛ نو باید د ایران حکومت سره اړیکې ونه رغول شي.

محمدباقر قالیباف:«ای قماربازه ټرمپه! راشه، تر څو د امریکا لپاره د تاریخ د عبرت درس جوړ شې

0

‏د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي خبرداري ته په سختو ټکو غبرګون ښودلی دی.

قالیباف په مستقیمو ټکو وویل:
«موږ ستا لپاره د جګړې ډګر ته چمتو یو. راشه، تر څو ووینې چې ټول امکانات مو په سیمه کې له منځه ځي. راشه، ووینه چې د امریکا پر کښتیو، پوځي اډو او ځواکونو به څه بلا راشي.»

هغه ټرمپ ته په خطاب کې زیاته کړه:
«ای قمارباز ټرمپه! موږ ستا سیال یو. تا د مقاومت سردار شهید کړی، څو په خپل فکر مقاومت له منځه یوسې.»

قالیباف زیاته کړه: «راشه، تر څو د ایران د مدافعانو په اور کې داسې وسوځې چې د ظالمې امریکا لپاره د تاریخ د عبرت درس شې.»

وړاندې ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې د ایران لخوا ورته د خبرو وړاندیز شوی و، خو په وینا یې امکان لري له خبرو مخښکې پرې پوځي برید وکړم.

د خامنه‌اي له دفتره اړوند خبرپاڼه:ایران د خپلو ګټو د دفاع په برخه کې هېڅ ډول ویره نه لري

0

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌اي له دفتر سره تړلې یوې خبرپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د احتمالي پوځي برید د خبرداریو په غبرګون کې ویلي، چې ایران د «ملي امنیت او خپلو ګټو» د دفاع په برخه کې له هېڅ ډول تعارف او ویرې کار نه اخلي.

په یادې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې د ایران لپاره په دې برخه کې دا هېڅ توپیر نه لري چې معترضان په سړکونو کې دي او که د امریکا او اسرائیلو ګټې په نښه کېږي.

د «صدای ایران» په نوم دغه بولټن همداراز خبرداری ورکړی چې که پر ایران پوځي برید وشي، نو دوی به ورته د ۱۲ ورځنۍ جګړې په څېر سخت ځواب ورکړي.

خیبر پښتونخوا؛ټانک کې د سړک غاړې ماین چاودنې د SHO په ګډون شپږ پولیس وژلي

0

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په ګومل سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې د ګومل پولیس سټېشن د سټېشن هاوس افسر (SHO) په ګډون لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو موټر د ګزمې پر مهال د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي بم ښکار شو.

د چاودنې له امله موټر په بشپړ ډول له منځه تللی او ټول سپاره پولیس په کې وژل شوي.

ځایي چارواکو ویلي، چې تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

له کوڅو تر ستراتیژیکو ګواښونو؛آیا په ایران کې روان اعتراضونه د اخوندي نظام له بیخه نړوي؟

0

ارمان افغان، حماسه میډیا

په ایران کې زرګونه مظاهره‌چیان ورځ تر بلې په زیاتیدونکي شکل د اقتصادي ستونزو او د حکومت ضد غوښتنو په خاطر سړکونو ته د اعتراض په موخه راوځي، چې دا لړۍ ان د درېیمې اوونۍ لپاره هم دوام لري.

لومړنۍ مظاهرې د ژوند د سختوالي او اقتصادي فشارونو په اړه وې، خو اوس د اسلامي جمهوریت د بقا پر ضد د پراخو غوښتنو، د خلکو د صبر پای ته رسیدو نښه بلل کېږي.

د ایران امنیتي ځواکونو زرګونه کسان نیولي او سلګونه یې وژلي دي، همدارنګه د انټرنټ او تلیفون خدمات محدود شوي، څو د اعتراضونو لیدنه او رپوټونه محدود شي.

بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی او د امکان تر حده یې د نظامي مداخلې نښې څرګندې کړي، خو شنونکي وايي چې د ایران قوي امنیتي ځواکونه او د رژیم ټینګ ملاتړ د هر بهرني اقدام اغیز لا هم محدودولای شي.

همدا رنګه د ټیلیګراف د معلوماتو له مخې، امریکايي پوځ سپینې ماڼۍ ته ویلي چې اوسنی پوځي حضور د داسې جګړې لپاره بسنه نه کوي او که واشنګټن بې له بشپړ چمتووالي برید وکړي، ایران به وکولای شي په چټکۍ سره د امریکا او د هغې د متحدینو پر اډو، بېړیو او ځواکونو په سیمه کې سخت غچ واخلي.

تر دې د مخه رویټرز خبري اژانس د اسرائیلو د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې په ایران کې د وروستیو کلونو د حکومت‌ضدو تر ټولو لویو اعتراضونو د دوام او د امریکا د احتمالي مداخلې له امله، اسرائیل د لوړ تیارسۍ حالت ته داخل شوی دی.

بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی د تهران په غونډه کې د مقیمو بهرنیو سفیرانو پر وړاندې د هیواد د پراخو اعتراضونو په اړه وویل چې دا مظاهرې د «ترهګرو ډلو او داعش» فعالیتونه دي او «هغه څه چې اوس پیښیږي، مظاهره نه ده، بلکې د هیواد پر وړاندې ترهګریز جګړه ده.»
هغه همدارنګه وویل چې د ایران چارواکي د هغو غږیزو پیغامونو ثبتونه لري چې ترهګرو ته د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ډزو امرونه پکې ورکړل شوي دي. عراقچی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مظاهره‌چیانو ملاتړ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې مداخله وبللې او خبرداری یې ورکړ چې هیڅ هیواد حق نلري د بشري حقونو یا اعتراضونو په بهانه پوځي ګواښ وکړي.

دا مهال ایراني حکومت هڅه کوي د ولس ملاتړ بیرته تر لاسه کړي چې ولسمشر مسعود پزشکیان هم خلکو ته د مظاهرو د نه ګډون او د “ترهګرو” په توګه د بهرنیو اغیزو یادونه کړې، خو په ورته وخت کې یې د اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کړي.

خو د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف امریکا ته خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي اقدام به یوازې د ایران په ځواب پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د امریکا او اسراییلو ستراتیژیکې پوځي اډې به هم د تهران د هدف په لېست کې شاملې شي.

شنونکي په دې ټینګار کوي چې ایران اوس له دوه اړخیز فشار سره مخ دی: له یوې خوا پراخ داخلي مخالفت، او له بلې خوا نړیوال فشار او د امریکا ګواښونه.

د اخوندي نظام اوږدمهاله بقا اوس نه یوازې په امنیتي ځواک پورې تړلې، بلکې په دې هم تړلې چې خلک د اقتصادي ستونزو او سیاسي محدودیتونو پر وړاندې څه اندازه زغم لري.

که حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب ورنه کړي، ممکن د سیاسي بې ثباتۍ او داخلي بحران خطر خورا زیات شي، او د اسلامي جمهوریت بنسټونه به په جدي توګه وازمایل شي.