یکشنبه, اگست 16, 2026
Homeسیاستترکیې مصر ته د مکې له ګډ دفاعي تړون سره د یوځای...

ترکیې مصر ته د مکې له ګډ دفاعي تړون سره د یوځای کېدو بلنه ورکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مصر کولای شي د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د مکې له نوي ګډ دفاعي تړون سره یوځای شي.

اردوغان ویلي، د مصر غړیتوب «ممکن» دی او تړون د نورو هېوادونو لپاره هم پرانیستی دی. د نوموړي په وینا، د تړون له مخې که پر یوه غړي هېواد بهرنی برید وشي، درې واړه غړي به په ګډه اقدام کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم ویلي چې انقره تمه لري مصر په راتلونکي پړاو کې له دې تړون سره یوځای شي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي هم ویلي چې قاهره د تړون د غړیتوب موضوع په جدي توګه ارزوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here