د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بنګویر ویلي، دی به د فلسطیني بندیانو د اعدام لپاره له خپل ټول توان کار واخلي او هیله یې څرګنده کړې چې هغوی دې «یو په بل پسې» په دار وځړول شي.
بنګویر ویلي، د اعدام د سزا د قانون له مخې به د فلسطیني بندیانو د اعدام لپاره د دار ځړولو طریقه کارول کېږي. هغه زیاته کړې چې د دغه قانون د عملي کېدو لپاره به «هر څه» وکړي.
د اسرائیلو پارلمان د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۳۰مه داسې قانون تصویب کړی چې له مخې یې هغه فلسطینیان د دار ځړولو له لارې د اعدام له سزا سره مخ کېدای شي چې د اسرائیلیانو د وژلو په جرم محکوم شي، که پوځي محکمه دا عمل «ترهګري» وبولي.
بنګویر همداراز ویلي چې فلسطیني بندیان اوس د اسرائیلو په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي او دا یې د خوښۍ خبره بللې ده.

