د اسرائیلو پوځ ادعا کوي چې د لبنان په سویل کې یې د حزبالله د «بدر قطعې» لوړپوړی قوماندان ابو حسن علاء وژلی دی.
د اسرائیلو پوځ ویلي، علاء د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې د بریدونو په تنظیم کې لاس درلود او د چاودېدونکو ډرونونو په وسیله یې د اسرائیلي ځواکونو پر نښه کولو کې مرسته کوله.
اسرائیل تر دې څو ساعته مخکې هم ادعا کړې وه چې په سویلي لبنان کې یې د حزبالله قوماندان علي سمیر الحاج حسن وژلی دی.
په دغه برید کې لږ تر لږه اووه کسان، د دوو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون، وژل شوي دي.

