د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، افغانستان او نور ګاونډي هېوادونه د ایران لپاره د اقتصادي همکاریو د پراختیا مهم فرصتونه دي.
عراقچي ویلي، ایران غواړي له افغانستان سره په ځانګړي ډول د روغتیايي سیاحت په برخه کې همکاري پراخه کړي. د هغه په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو لپاره د ویزو صادرولو کې خنډ نه ویني او د درملنې لپاره د سفر کوونکو افغانانو د ویزو بهیر اسانه کولو ته چمتو دی.
هغه ټینګار کړی چې د روغتیايي سیاحت لپاره باید ځانګړي میکانیزمونه جوړ شي، څو افغان ناروغان په اسانه ایران ته د درملنې لپاره سفر وکړي.
عراقچي همداراز ویلي، د ایران او افغانستان په سرحدي سیمو کې ځینې ستونزې د تهران او کابل پر ځای د دواړو هېوادونو د سیمهییزو چارواکو له مستقیمې همکارۍ سره په چټکۍ حل کېدای شي.

