یکشنبه, اگست 16, 2026
Homeافغانستاناوچا: طبیعي پېښو په ټول افغانستان کې لسګونه زره کسان اغېزمن کړي

اوچا: طبیعي پېښو په ټول افغانستان کې لسګونه زره کسان اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې سېلابونو، ځمکې ښوېدنو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ۹۲ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې، تر اګست لومړیو پورې ۹۷ کسان مړه شوي او ۳۳۱ نور ټپیان شوي، نږدې ۱۰ زره کورونه زیانمن او له ۲۱۰۰ ډېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. په ټوله کې نږدې ۱۳ زره کورنۍ له طبیعي پېښو اغېزمنې شوې دي.

ورښتونه او ناڅاپي سېلابونه د سږ کال د طبیعي پېښو تر ټولو لوی لامل بلل شوي. ختیځ زون تر ټولو ډېر زیانمن شوی او یوازې په دې سیمه کې له ۵۱ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

نورستان د وروستیو سېلابونو او ځمکې ښوېدنو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی چې لسګونه کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي دي.

اوچا وايي، د طبیعي پېښو له امله د خلکو د کورونو، کرنیزو ځمکو او د عاید سرچینو له منځه تلل د هغو کورنیو ستونزې لا زیاتوي چې له وړاندې له محدودو اقتصادي امکاناتو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو اداره ټینګار کوي چې یوازې بېړنۍ مرستې بسنه نه کوي او افغانستان د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د مخکیني خبرداري سیستمونو، د ټولنو د چمتووالي او د پېښو د خطر کمولو په برخو کې اوږدمهاله اقداماتو ته اړتیا لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here