شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 331

زلمی خلیلزاد:پاکستان دې د طالبانو له حکومت سره د خبرو له لارې د ترهګرۍ ستونزه حل کړي

‏د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اسلام‌اباده غوښتي چې له افغان طالبانو سره د خبرو له لارې د ترهګرۍ ستونزې حل ته لاره هواره کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې پوځي عملیات به د تاوتریخوالي د ډېرېدو سبب شي.

دغه غوښتنه څو ورځې وروسته له هغه شوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف کابل ته په څرګنده وویل، چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ انتخاب وکړئ.

په ورته وخت کې عمران خان او خلیلزاد دواړو ټینګار کړی چې یوازینۍ د حل لار خبرې دي، نه جګړه.

عمران خان هم ویلي، د خیبر پښتونخوا ناامنۍ ته دې د طالبانو له حکومت سره د سولې له لارې حل ولټول شي، نه پوځي عملیات.

د طالبانو حکومت؛کابل کې د اورانوس ودونو تالار تړي

‏د طالبانو حکومت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې، د کابل د اورانوس ودونو تالار او اړوند پارکېنګ قراردادونه لغوه شوي او دا سیمه به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي.

د «خلیج» او «ممتاز محل» تالارونه به تر خپلو قراردادونو د ختمېدو پورې فعال وي.

همداراز، د نظیف مارکېټ، علاوالدین درې لارې تېلو ټانک او د ظاهر شاهي مارکېټ قراردادونه پای ته رسېدلي او د ازادې داوطلبۍ له لارې نوي مستاجرین ټاکل شوي دي.

اورانوس تالار د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د کابل د ټولنیزو، کلتوري او سیاسي غونډو مهم ځای و.

د طالبانو حکومت؛بدخشان کې هم د نوري فایبر انټرنېټ پرې کړی

ځایي سرچینې وايي چې د بدخشان په مرکز فیض‌آباد او یو شمېر نورو سیمو کې د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند شوي دي.

ورته ستونزه په کندز او تخار ولایتونو کې هم رامنځته شوې او خلک وايي چې وای فای ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د انټرنېټ د بندېدو امر کړی او تراوسه په بلخ، کندهار، کندز، تخار، هرات، لغمان او بدخشان کې نوري فایبر انټرنېټ قطع شوی دی.

د طالبانو حکومت د دې اقدام دلیل د «منکراتو مخنیوی» بللی دی.

جاوید همدرد:د روانې بدبختۍ عامل خلیلزاد دی

د سیاسي چارو شنونکي جاوید همدرد د افغان سولې لپاره د امریکا په پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیوکه کړې چې، چې اوس دې افغان ولس او نړۍ ته دا واضح کړه، چې د طالبانو د لومړۍ دورې او اوسنۍ دورو ترمنځ توپیر څه دی.

همدرد وایي، د زرګونو امریکایي سرتیرو په وژل کیدو او میلیاردونو ډالرو لګولو سربیره خلیلزاد د نویمو کلونو طالبان په هماغه مفکورې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان واکمن کړل.

زلمی خلیلزاد د دوحې تړون له لاسلیک وروسته د طالبانو حکومت کلک ملاتړی دی.

طالب چارواکي:د نوري فایبر انټرنېټ بندیز به ښايي په ټول افغانستان کې پلي شي

د طالبانو حکومت د مشر په امر، له منکراتو د مخنیوي په موخه له بلخ وروسته په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه بند شوي دي.

د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي، ښايي ډېر ژر دا بندیز په ټول هېواد کې پلي شي.

نوموړي زیاته کړې چې د انټرنېټ پر ځای د بدیلو لارو موندلو، د برقي وسایلو او نړیوالو اپلیکېشنونو د تصفیه کولو چارې روانې دي.

امریکا؛پر ایران یو شمېر تازه بندیزونه ولګول

0

د امریکا د خزانې وزارت د وږي پر ۲۵مه د ایران پر یو شمېر کسانو او شرکتونو نوي بندیزونه اعلان کړل.

د خزانې وزارت وايي، یاد کسان او ادارې د ایران د پوځي فعالیتونو د تمویل لپاره په ناقانونه مالي لېږدونو کې ښکېل دي.

په دغه بندیزونو کې زیات هغه کسان او شرکتونه شامل دي چې په هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو کې مېشت دي.

راپورونه وایي، دوی د جعلي شرکتونو او کریپټوکرنسۍ له لارې د پیسو سپینولو پروسې ترسره کولې او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ او دفاع وزارت ته یې پیسې لېږدولې.

د بندیزونو له مخې، دوی به په امریکا کې شتمنیو ته لاسرسی له لاسه ورکړي او امریکايي شرکتونه به ورسره سوداګري نه شي کولای.

د ایران حکومت تر اوسه د دغو بندیزونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

عمان؛۲۲ پاکستاني کب نیونکي سمندر کې ډوب شوي

0

د راپورونو له مخې، پاکستان د ۲۳ کب نیوونکو یوه کښتۍ د عمان په سمندر کې ډوبه شوې ده.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، له دې ډلې یوازې یو تن کب نیوونکی ژغورل شوی دی؛ خو پاتې ۲۲ تنه لا هم تري تم دي او د موندلو لپاره یې د لټون هڅې روانې دي.

ویل کېږي چې دغه کب نیوونکي د ماهیګیري لپاره د بحر په لور تللي وو؛ خو د کښتۍ د تخنیکي ستونزو له امله ډوبشوي دي.

بلوچستان؛نامعلومو وسله والو د پولیسو یوه پوسته سوځولې

0

د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ولي کاکړ ویلي چې وسله‌والو د پولیسو یوه پوسته سوځولې ده.

د هغه په وینا، په برید کې یو پولیس په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کاکړ زیاتوي چې تر برید وروسته د پولیسو له لوري په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

انتونیو ګوترېش:د طالبانو لخوا د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز احمقانه او نه‌منل کېدونکی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د طالبانو حکومت له لوري په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ښځینه مرستندویانو د کار بندیز «احمقانه او نه‌منل کېدونکی» وباله.

هغه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ښځو د کار مخنیوی د مرستو وېش له جدي ستونزو سره مخ کړی او د میلیونونو اړمنو خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

ګوترېش ټینګار کړی چې پرته له ښځو مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي او دغه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي او فقر زیاتوي.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو حکومت د وږي پر ۲۰مه نېټه په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ښځو د کار مخه نیولې چې له امله یې د مرستو بهیر ګډوډ شوی دی.

په بلخ او څو نورو ولایتونو کې؛د وای فای بندېدو له امله بانکي سیستم له ستونزو سره مخ شوی

په بلخ او څلورو نورو ولایتونو کې د طالبانو حکومت له لوري د وای فای انټرنېټ بندېدو د بانکي سیستم کارونه له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.

سرچینو ویلي، د مزارشریف په بانکونو کې د ستونزو له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو حکومت والي یوسف وفا امر کړی چې بانکونه او ځینې دولتي ادارې دې له دغه بندیزه معاف وي.

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله د انټرنېټ د بندېدو امر کړی او د مخابراتو وزارت اعلان کړی چې د ګرځنده انټرنېټ سرعت به تر ۲ جي‌بي محدود شي.

د «نېټ بلاکس» وېب‌سایټ هم په ځینو ولایتونو کې د وای فای بندېدل تایید کړي دي.

دغه اقدام په داسې حال کې شوی چې د طالبانو حکومت بهرني پانګه‌وال افغانستان ته رابولي؛ خو د انټرنېټ بندېدل د بانکوالۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره ستر خنډ بلل کېږي.