شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 327

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستاني چارواکو څرګندونې د کابل او اسلام‌اباد پر اعتماد جوړونه منفي اغېز لري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پاکستان د لوړپوړو چارواکو وروستۍ څرګندونې د کابل او اسلام‌اباد د اعتماد جوړونې بهیر زیانمنوي.

مجاهد ټینګار کړی چې د ټي‌ټي‌پي او پاکستان د پوځ جګړه نوې موضوع نه ده، له ۲۰۰۳ کال راهیسې روانه ده او دا د پاکستان داخلي ستونزه ده؛ نو باید د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ونه رسوي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان بیا ویلي، د افغانستان دننه د وسله‌والو پناه‌ځایونه د دواړو هېوادونو د اړیکو اصلي خنډ دی او د دې موضوع په اړه سیاسي پیغام د ډیپلوماټیکو لارو طالبانو ته رسېدلی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له طالبانو غوښتي و، یا دې له اسلام‌اباد سره ودرېږي او یا له تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي سره.

د امریکا د تروریزم ضد مرکز:القاعده د ګڼې ګوڼې ځایونو د هدف کولو هڅه کوي

0

د امریکا د تروریزم ضد ملي مرکز د القاعده د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې هوښیار واوسي.

دغه مرکز ویلي، القاعده په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې ګواښ پېښوي چې امریکا په کې پوځي حضور لري.

چارواکو ته سپارښتنه شوې چې د سفر جزییات او مهال‌وېش عام نه کړي او د پېژند نښو له وړلو ډډه وکړي.

دې خبرداري کې د ورزشي او موسیقيزو غونډو په څېر د ګڼې ګوڼې ځایونه هم د احتمالي هدفونو په توګه یاد شوي دي.

هند؛خپلو وګړو ته د ایران د جعلي دندو د اعلانونو په اړه د تښتونې د خطر خبرداری ورکړی

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د جعلي دندو اعلانونو څخه ځان وساتي.

دغه وزارت ویلي، په وروستیو کې یو شمېر هندي وګړي د کار موندلو په پلمه ایران ته تللي، خو هلته د جنایتکارو بانډونو له خوا تښتول شوي او د کورنیو څخه یې د باج غوښتنه شوې ده.

وزارت زیاتوي، بې ویزې سفر یوازې د ګرځندوی لپاره اجازه لري.

ملا عبدالسلام ضعیف:افغانستان د بهرني پوځي حضور منلو ته هیڅکله تیار نه دی

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ “غلط” بللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د بهرني پوځي حضور منلو ته هیڅکله اماده نه دی.

ضعیف ویلي، د افغانستان تاریخ ښيي چې هر ځل هېواد د ناپېلتوب له کرښې یو اړخیز شوی، له تاوان او ویجاړۍ سره مخ شوی دی؛ نو هېڅ واکمن نشي کولای له بهرنیو سره د نظامي حضور معامله وکړي.

نوموړي د احتمالي نړیوالو بدلونونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې کېدای شي تر ۲۰۳۵ کال پورې یو ستر نړیوال جنګ رامنځته شي.

د ده په باور، امریکا به هڅه وکړي چې د خلیج له اوبو او ځمکو ګټه واخلي او همدارنګه په پاکستان، افغانستان او اذربایجان کې د حضور زمینه برابره کړي، څو سیمه د چین، روسیې او ایران تر پوښښ لاندې راولي؛ خو د افغانستان په اړه یې دا هڅه بې ځایه او بې پایلې ده.

ضعیف زیاته کړې چې افغانستان د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ناپېلی پاتې شوی او په احتمالي درېیم نړیوال جنګ کې به هم خپل ناپېلتوب وساتي.

پرتګال:سر له سبا به فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنو

0

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سبا به فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

تر دې وړاندې پرتګال د اروپایي ټولنې له غړو سره د ګډ دریځ لپاره محتاط پاتې شوی و.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د غزې جګړه د اسراییل پر ضد د نړۍوال مخالفت لامل شوې ده.

امریکا؛واشنګټن کې د بلیک‌هاک هیلیکوپتر د سقوط له امله د امریکا د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي

0

د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو څلور سرتېري د واشنګټن ایالت کې د بلیک‌هاک هیلیکوپتر د سقوط له امله وژل شوي دي.

دا پېښه د سپټمبر پر ۱۸مه نېټه د لویس–مک‌کورد ګډې پوځي اډې ته نږدې په یوه سخت‌لاره سیمه کې رامنځته شوې.

د پوځ قومندان جنرال جاناتان براګا ویلي، یاد سرتېري د امریکا د ځانګړو ځواکونو د لوړو ارزښتونو استازي وو او د هغوی قرباني به هېڅکله هیره نه شي.

چارواکي وایي د سیمې د ګڼو ونو او د اور لګېدنې له امله د پېښې ځای ته د رسېدو هڅې ستونزمنې دي او د مړو د لټون عملیات روان دي.

د ټرمپ ادارې؛له کانګرس غوښتي، چې اسرائیل ته د جنګي تجهیزاتو د پېرلو لپاره بودجه تصویب کړي

0

د ټرمپ ادارې له کانګرس د ۶.۴ میلیارډ ډالرو د تصویب غوښتنه کړې چې اسراییل ته وسلې او جنګي تجهیزات وپلوري.

په دې کې د اپاچي هیلیکوپټرو، جنګي موټرو او زغره‌والو موټرو پرزې شاملې دي.

بل لورته ډیموکراټانو د دې غوښتنې مخالفت کړی او ځینې سناتورانو د فلسطین د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې.

دا پلان په داسې وخت کې وړاندې شوی چې اسراییل په غزه کې عملیات پراخ کړي دي.

زلمی خلیلزاد:افغانان د ګاونډیانو د ګواښونو له امله هم امریکا سره ښې اړیکې غواړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي چې کابل او واشنګټن به د اړیکو له پیاوړتیا ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د ګاونډیو هیوادونو د ګواښونو له امله هم له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د هغه په وینا، د زندانیانو او برمته شویو کسانو موضوع د دواړو خواوو ترمنځ مهم خنډ دی چې ژر حل یې حیاتي ارزښت لري.

وال سټریټ ژورنال:د ټرمپ د حکومت چارواکي د طالبانو له حکومت سره د بګرام پوځي حضور په اړه خبرې کوي

وال‌سټریټ ژورنال وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې یو شمېر چارواکي د طالبانو حکومت سره د بګرام هوايي اډې د بیا محدود پوځي حضور په اړه خبرې کوي.

سرچینې وایي، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې غواړي بګرام بېرته ترلاسه کړي، ښايي د یوې پراخې ډیپلوماتیکې هڅې برخه وي، څو د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي شي.

راپور زیاتوي چې دا خبرې د امریکا د ځانګړي استازي ادم بوهلر په مشرۍ روانې دي او پکې د بندیانو د تبادلې، احتمالي اقتصادي تړون او امنیتي همکارۍ موضوعات هم شامل دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پرون ویلي و، د افغانانو په تاریخ کې بهرنۍ پوځي هستۍ د منلو وړ نه ده او دا موضوع د دوحې په تړون کې هم په کلکه رد شوې ده.

قطر:د طالبانو حکومت له زندان څخه ازاده شوې بریټانیوي جوړه دغه هېواد ته رسېدلې

قطر د طالبانو د حکومت له لوري د یوې بریټانیوي جوړې د خوشې کېدو منځګړیتوب تایید کړ.

دغه جوړه دوحې ته رسېدلې او ټاکل شوې لندن ته ولاړه شي.

د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو حکومت او بریټانیا د رغنده همکاریو ستاینه کړې او ویلي چې د بشري ارزښتونو او د ژوند ژغورنې لپاره د منځګړیتوب هڅې دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، د قطر منځګړیتوب ښايي زیانمن شي؛ خو له منځه نه ځي.