دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 31

د طالبانو حکومت شارژدافیر؛ریاض کې د خليج همکاریو عمومي منشي سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې

د خلیج همکاریو شورا عمومي منشي جاسم البدیوي د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د طالبانو حکومت سفارت له شارژدافیر عبدالفتاح سخي سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو د پراخېدو پر فرصتونو خبرې کړې دي.

د شورا د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او د خلیج همکاریو شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د پراختیا او د متقابلو ګټو اړوند موضوعات تر بحث لاندې نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي تحولاتو هم نظرونه تبادله کړي او د هغو مسایلو په اړه یې خبرې کړې چې د افغانستان او خلیجي هېوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

اسماعيل بقایي:د امریکا متضادو دریځونو د ايران او واشنګټن خبرې له ستونزو سره مخ کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د امریکا متغیر او متضاد دریځونو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

بقايي له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله لا هم د پاکستاني منځګړو له لارې روانه ده.

د نوموړي په وینا، د خبرو اترو پر مهال د امریکايي چارواکو له خوا د موخو بدلون او متناقضې څرګندونې لیدل شوې، چې د مذاکراتو بهیر یې ستونزمن او ستړی کوونکی کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې امریکا باید پر ایران لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي او د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز امریکا تورنه کړې چې د اپرېل میاشتې راهیسې نافذ اوربند یې نقض کړی او د هرمز تنګي او نړیوالو اوبو کې یې پر ایراني سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي دي.

بقايي وضعیت حساس او خطرناک بللی او خبرداری یې ورکړی چې د ایران وسله وال ځواکونه به هر ډول برید ته په بشپړ ځواک ځواب ووايي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې لا هم روانې دي او هغه راپورونه یې ناسم بللي چې ګواکې دغه مذاکرات درېدلي دي.

غمي ځدراڼ؛پر مینه والو غږ کړی چې د شاپور د روغتیا لپاره نفل لمونځ وکړي

د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني ستوري لوبغاړي شاپور ځدراڼ روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، تازه د نوموړي ورور غمي ځدراڼ پر خپله فېسبوک پاڼه د شاپور ځدراڼ د وضعیت لاپسې خرابېدو خبر ورکړی.

غمي ځدراڼ ویلي، د شاپور ژوند او روغتیا حساس پړاو ته تللې او له مینه والو یې غوښتي چې د روغتیا لپاره یې نفل لمونځ او ځانګړې دعاګانې وکړي.

شاپور ځدراڼ دا مهال له HLH ناروغۍ سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره په سخته مبارزه کې ده او د کرکټ نړۍ ټول لوبغاړي او مینه وال یې د روغتیا لپاره خواشیني دي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران له هر ډول توافق مخکې به نه بندیزونه لرې شي او نه به شتمنۍ ازادې شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د هر احتمالي توافق تر بشپړېدو وړاندې به نه د تهران کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي او نه به هم پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه لرې شي.

ټرمپ د اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، که له ایران سره توافق وشي؛ نو د شتمنیو ازادول او د بندیزونو نرمول به وروسته تر بحث لاندې ونیول شي.

هغه زیاته کړې: «که هغوی ښه چلند وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي، بیا به خبرې پیل کړو.»

نوموړي دا هم وویل چې له تهران سره د لنډمهالي توافق لپاره د لبنان شاملېدل شرط نه دي ګرځولي.

فدایي:سعد محسني سیاست د شخصي ګټو لپاره کاروي

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، د موبي ګروپ مشر سعد محسني د ارزښتونو او بشري حقونو پر ځای خپلې مالي ګټې تعقیبوي.

نوموړي ادعا کړې چې محسني د جمهوریت پر مهال هم خپلې سوداګریزې ګټې لیدلې او اوس هم د همدې موخې لپاره خپل دریځ بدلوي.

فدایي زیاتوي چې د ښځو د حقونو په اړه د محسني وروستۍ څرګندونې هم د ده د سیاسي او اقتصادي نفوذ د ساتلو هڅه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې سعد محسني په یوه مرکه کې وویل، د افغانستان په لویو ښارونو کې د ښځو وضعیت د جمهوریت دورې په پرتله ډېر بدلون نه دی کړی او ښځې لا هم کولی شي ښار ته ووځي او موټر وچلوي.

یوناما: په هرات کې د ښځو نیول او بندي کول د اندېښنې وړ دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو او نجونو د نیولو او بندي کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې دغه ښځې د طالبانو د حکومت د خوښې وړ پوښښ د مقرراتو د نه مراعتولو په تور نیول شوې دي او دا چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راپاروي.

یوناما د افغانستان د طالبانو حکومت چارواکو ته یادونه کړې چې ټول خلک د ازاد تګ راتګ حق لري او ښځې او نارینه دواړه باید د قانون پر وړاندې له مساوي حقونو برخمن وي.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښیي له دوه ورځو راهیسې په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري ښځې او نجونې د چادزي او چادر نماز د نه اغوستو له امله نیول کیږي.

په هرات کې؛ د ښځو او نجونو د نیول کېدو دوام

راپورونه ښيي چې د هرات ولایت په ګڼ نفوسه سیمو کې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو شمېر زیات شوی او ښځې او نجونې نیسې له ځان سره یې بیایي.

له هرات ولایته سرچینې وایي او همداراز په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وېډیو ګانې ښیي چې په هرات کې هغه نجونې او ښځې چې چادري او چادر نماز پر تن ونه لري د امر بالمعروف محسبینو له خوا نیول کیږي.

د معلوماتو له مخې له تېرو دوه ورځو راهیسې په یاد ولایت کې شاوخوا شل تنه نجونې او ښځې نیول شوي دي.

ترتوسه د طالبانو حکومت د دغو نیونو او لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛سبا د افغانستان په تړاو غونډه کوي

سبا د جون اتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو ځانګړې غونډه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره جورجېت ګانیون به په دغه غونډه کې د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

همداراز ویل کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځونې پرېکړه هم تر ارزونې لاندې ونیول شي.

د هند او افغانستان ټسټ سيالي؛افغان لوبډله د هند ستر هدف ته په ځواب کې له سختې ازموینې سره مخ ده

د افغانستان او هند ترمنځ د روانې ټسټ لوبې دویمه ورځ د کوربه لوبډلې په برلاسۍ پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې د خپلې لومړۍ پاڼۍ په جریان کې د پنځو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.

تر دې وړاندې هندۍ لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ۵۶۴ منډو ستره مجموعه جوړه کړې وه، چې له امله یې اوس د افغانستان پر وړاندې ۴۵۱ منډې مخکې‌والی لري.

د افغان لوبډلې له لوري رحمت شاه تر ټولو ښه توپوهنه کړې او د ورځې تر پایه په ۴۳ منډو ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

د هند د توپ اچونې په برخه کې مانف سوتار درې افغان لوبغاړي سوځولي دي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبغاړي د لوبې په درېیمه ورځ خپلې توپوهنې ته ادامه ورکړي.

اريانا افغان هوايي شرکت:د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ الوتنې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې

د اریانا افغان هوایي شرکت وایي، د افغانستان او هند ترمنځ هوايي تګ راتګ د پام وړ زیات شوی او د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ د الوتنو شمېر د تېر کال په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.

د شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ په اونۍ کې یوازې یوه الوتنه ترسره کېده، خو اوس دا شمېر اوو الوتنو ته رسېدلی او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

ياد شرکت زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو اړیکو پراخېدو د الوتنو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړې ده.