د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د امریکا متغیر او متضاد دریځونو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
بقايي له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله لا هم د پاکستاني منځګړو له لارې روانه ده.
د نوموړي په وینا، د خبرو اترو پر مهال د امریکايي چارواکو له خوا د موخو بدلون او متناقضې څرګندونې لیدل شوې، چې د مذاکراتو بهیر یې ستونزمن او ستړی کوونکی کړی دی.
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید پر ایران لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي او د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز امریکا تورنه کړې چې د اپرېل میاشتې راهیسې نافذ اوربند یې نقض کړی او د هرمز تنګي او نړیوالو اوبو کې یې پر ایراني سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي دي.
بقايي وضعیت حساس او خطرناک بللی او خبرداری یې ورکړی چې د ایران وسله وال ځواکونه به هر ډول برید ته په بشپړ ځواک ځواب ووايي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې لا هم روانې دي او هغه راپورونه یې ناسم بللي چې ګواکې دغه مذاکرات درېدلي دي.

