دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 305

د طالبانو حکومت:غزني کې د پولی میتال کان د اکتشاف او استخراج نوی تړون لاسلیک شو

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري اعلان کړی چې د غزني د زرکشانو د پولی میتال کان د پلټنې، استخراج او پروسس تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

بدري ویلي، «اسلامي امارت» هڅه کړې چې د کانونو کیندنه یوازې وړتیا لرونکو او مسلکي شرکتونو ته وسپاري.

د ده په وینا، دغه کان چې شاوخوا ۲۴۰ کیلومټره مربع مساحت لري، د شفافیت او اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره تر تړون لاندې راغلی، څو د کانونو په سکټور کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

د بشري حقونو کمیسیون:خیبر پښتونخوا کې ناامني، جبري نیونې او د مدني ځواک کمزوري ژوره اندېښنه ده

0

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د خیبر پښتونخوا د امنیتي او بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په تازه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د ترهګریزو بریدونو نږدې دوه پر درېیمه برخه په دې ایالت کې شوې، چې زیاتره هدف یې امنیتي ځواکونه او پولیس وو.

راپور زیاتوي چې مدني ځواکونه کمزوري شوي، خلک د ناامنیو، جبري بېځایه کېدو او عدالت ته د محدود لاسرسي سره مخ دي، او غیرنظامیان د معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې په خطر کې دي.

راپور د کرم په سیمه کې د قومیزو او مذهبي شخړو، د اوږدې مودې بندو لارو له امله د اقتصادي ستونزو او د کانونو او پرمختیایي منابعو د مدیریت په اړه د خلکو د اندېښنو یادونه هم کړې ده.

خیبر پښتونخوا؛جنوبي وزیرستان کې د پوځي کالج په دروازه کې ځانمرګی برید شوی

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې، د واڼه ښار ته څېرمه زیړي نور سیمه کې د پوځي کالج په دروازه ځانمرګي برید شوی دی.

امنیتي سرچینې وايي، بریدګر په مرکزي دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې.

تر اوسه د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

مسکو:د پوتین د هند سفر لپاره فعال چمتووالی روان دی

0

کرملین اعلان کړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د راتلونکې هند سفر لپاره فعال چمتووالی روان دی او مسکو تمه لري چې دا سفر به مهمې پایلې ولري.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې پوتین به د روان کال تر پایه هند ته ولاړ شي، چې دا به د ۲۰۲۱ کال له سفر وروسته لومړی ځل وي.

پسکوف د احتمالي موافقو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

بلخوا، د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي غوښتي چې د روسیې د نفتو پېرل کم یا بند کړي، خو هند لا هم د روسي نفتو له لویو پېرونکو څخه دی.

حامد کرزی:د نجونو له زده‌کړو پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای

پخواني ولسمشر حامد کرزي د «سولې او پرمختګ لپاره د علم نړيوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان د نورو ملتونو په څېر علم او پوهې ته سخته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې هېواد هغه وخت له ستونزو وتلی شي او پرمختګ او ځان بسیا ته رسېدای شي چې د ټولو خلکو لپاره د زده‌کړې برابر شرایط رامنځته شي.

کرزي هیله څرګنده کړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

نوموړي له افغان ځوانانو، هلکانو او نجونو غوښتي چې د هر فرصت څخه د زده کړې لپاره ګټه واخلي او ځانونه لوړو علمي زده‌کړو ته ورسوي.

پخواني ولسمشر ویلي چې افغانستان کولای شي د علم په رڼا او د تعلیم‌یافته نسل په مټ سولې او پایدار پرمختګ ته ورسېږي.

اسماعیل بقایي:ایران چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د شخړو د کمولو لپاره منځګړتوب وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره هر ډول منځګړتوب ته چمتو دی، که دواړه هېوادونه یې وغواړي.

د وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران د ختیځو پولو د ناامنۍ په اړه اندېښمن دی، ځکه په خبره یې دا وضعیت د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.

د یادونې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تازه تماسونو کې له خپلو افغان او پاکستاني سیالانو سره خبرې کړې او د شخړو د کمولو او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د مرستې چمتووالی یې بیا تکرار کړی دی.

د هېواد پخوانی دفاع وزیر؛سترجنرال محمد رفیع په جرمني کې ومړ

د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر ستر جنرال محمد رفیع د جرمني په یو روغتون کې د ناروغۍ له امله په ۸۲ کلنۍ کې وفات شوی دی.

رفیع د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۵۸ کال کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی و.

یونیسف:په افغانستان کې د ماشومانو د ودې ۷۰ مرکزونه مو جوړ کړي

یونیسف وايي چې په افغانستان کې یې د نړیوال بانک په همکارۍ په روان کال کې د ماشومانو د ودې ۷۰ مرکزونه جوړ کړي، چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان به ترې ګټه واخلي.

د یونیسف په خبره، دغه مرکزونه ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د مور او ماشوم اړیکې پیاوړې کوي.

یونیسف د افغانستان په غرنیو سیمو کې د مغذي خوړو د کمښت اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکړی چې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ندا محمد ندیم؛د جاپان له نوي سفیر سره لیدلي او د مرستو د دوام غوښتنه یې کړې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کېنیچي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې ده.

ندا محمد ندیم له سفیر څخه غوښتي چې هېواد دې له افغانستان سره خپلې مرستې، په ځانګړي ډول د بیارغونې او لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په برخو کې، دوامدارې وساتي.

د وزارت په خبره، د جاپان سفیر د خبرو پر مهال د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د حماسه میډیا تر راپور وروسته؛نږدې یونیم کال وروسته د طالبانو حکومت د کانونو وزارت خام نفت داوطلبۍ ته وړاندې کړل

د حماسه میډیا تر راپور ورورسته؛ د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت د کانونو وزارت خام نفت داوطلبۍ ته وړاندې کړل.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، چې د امو دریا نفتي حوزه کې د قشقرې سیمې ۱۸۰۰۰ ټنه خام نفت داوطلبي ته وړاندې کوي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا داوطلبي به هغه څوک ګټي، چې خپلواکې تصفیه خونې ولري، له نړیوال بازار څخه د دوی مواد ۱۵ ډالره لوړ واخلي او خپلواک جواز ولري.

افغان زیاتوي، چې داوطلب شرکتونه باید تر اوو ورځو پورې خپل اسناد دوی ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت د کانونو وزارت نږدې یو نیم کال وروسته خام نفت دواطلبۍ ته وړاندې کوي.