دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 303

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:د اسلام‌اباد د ایالتي محکمې ځانمرګی بریدګر افغان تبعه و

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د اسلام‌اباد په ايالتي محکمې باندې د سه‌شنبې په ورځ شوي ځانمرګي برید ترسره کوونکی د افغانستان تبعه دی.

نقوي رسنیو ته ویلي، بریدګر د افغان تبعه په توګه پېژندل شوی او څېړنې لا هم روانې دي.

د هغه په وینا، په برید کې زده‌کوونکي او ښوونکي په نښه شوي دي.

نقوي زیاته کړې، چې بریدګر له برید وړاندې له افغانستان دننه له یو شمېر کسانو سره اړیکې درلودې.

د بریدګر بشپړ هویت تر اوسه نه‌دی څرګند شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي؛.خو تل یې ټینګار کړی چې د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې حضور نه لري.

سوریې؛د داعش خلاف له نړیوال ایتلاف سره سیاسي تړون لاسلیک کړ

0

د سوریې د اطلاعاتو وزیر حمزه مصطفی اعلان کړی چې سوریې د داعش او ترهګرۍ خلاف له نړیوال ایتلاف سره یو سیاسي تړون لاسلیک کړی، چې تر اوسه پکې عملي یا پوځي جز شامل نه دی.

مصطفی وايي، تړون د سوریې د دریځ ملاتړ کوي او د سیمې د ثبات لپاره د ګډ کار اراده څرګندوي.

په ورته وخت کې د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي.

د دواړو لوریو خبرې د اقتصادي همکاریو پراخولو، پانګونې جلبولو او د بندیزونو د لرې کېدو پر موضوع راڅرخېدلې دي.

ټرمپ په لیدنه کې د سوریې د ملاتړ ژمنه کړې او د اسراییلو سره د احتمالي امنیتي تړون ملاتړ یې هم څرګند کړی.

متحده ایالاتو اعلان کړی چې په واشنګټن کې به د سوریې سفارت له نږدې یوې لسیزې وروسته بېرته پرانیزي.

جمعیت الاحرار او اتحاد المجاهدین:پاکستان کې بریدونه مونږ کړي

0

د پاکستان پلازمینه اسلام‌اباد کې د محکمې مخې ته شوي ځانمرګي برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان اړوند ډلې «جماعت‌الاحرار» او «اتحادالمجاهدین پاکستان» پر غاړه واخیست.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دې برید مسوولیت د یوه خپلواک رسنیز بنسټ له لارې خپور شوی، خو د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغې ادعا پخلی یا رد نه دی کړی.

یاد برید نن د اسلام‌اباد په هغه سیمه کې ترسره شوی چې مهمې دولتي ودانۍ او عدلي ادارې پکې موقعیت لري.

ډاکتر فضلي خواجه آصف ته:ته د خونخوارو جنرالانو مبلغ یې

د چارو ادارې پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي:« دا هغه پایله ده چې د “جانبي تلفاتو” د تفکر او د “دوګونې لوبې” د تګلارې له امله رامنځته شوې ده، هغه کړنې چې اسد احمد دراني منلې وې.»

ښاغلي فضلي د اسد خبرو ته په اشارې لیکلي: « هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په جوړولو پښیمانه نه دی، هغه ډلې چې د پېښور د پوځي ښوونځي د ماشومانو د وژنې او په افغانستان کې د زرګونو بې‌ګناه خلکو د وژل کېدو مسوول ګڼل کېږي، ویلي وو د هغو ماشومانو مرګونه “جانبي تلفات” دي او د هغوی مور و پلار “ضعیف‌القلبه” (بې‌زړۀ) انسانان دي.»

ډاکتر فضلي د پاکستان دفاع وزیر ته ویلي چې د هماغه خونخوارو جنرالانو “مبلّغ” یې.

د پاکستان دفاع وزیر:اسلام آباد ته د جګړې رسیدل مونږ ته امنیتي او سیاسي پیغام لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، دا پېښه د «ټول پاکستان د جګړې زنګ» او «له کابل څخه یو څرګند پیغام» دی.

خواجه آصف په ایکس کې لیکلي، پاکستان دا مهال د جګړې په حالت کې دی، او که څوک فکر کوي چې پوځ یوازې د افغانستان او پاکستان کرښو او بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې جګړه کوي، نو د اسلام‌اباد د نن ورځې برید باید د خطر زنګ وګڼي.

هغه ټینګار کړی چې د کابل واکمن د پاکستان دننه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي توان لري، خو د جګړې رسیدل تر پلازمېنې پورې یو سیاسي او امنیتي پیغام دی، چې پاکستان د «قاطع ځواب ورکولو توان لري».

په اسلام‌اباد کې چاودنې نن سه‌شنبه د جی۱۱ سیمې یوې محلي محکمې مخې ته شوې، چې، لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

عبدالقهار بلخي:پاکستان کې په شویو چاودونو خواشینې یو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د اسلام اباد د چاودنې اوواڼه کې پر یو تعلیمي مرکز بریدونه غندلي.

ښاغلي بلخي په اعلامیه کې لیکلي: «د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د چاودنې او واڼه کې په تعلیمي مرکز د برید له امله چې په کې لسګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي خپله ژوره خواشینې ښیي او غندي یې.»

اسلام آباد کې نننۍ چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د طالبانو حکومت:د هند په نوي ډهلي کې چاودنه غیر انساني او د عامو خلکو د ژوند خلاف عمل دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د هند پلازمېنې نوي ډهلي د لال‌قلعه په سیمه کې شوې چاودنه په کلکه غندلې ده.

یاد وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د هند له حکومت او خلکو سره یې د غمشریکۍ پیغام شریک کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ټپیانو ژر روغېدو هیله کوي او دا ډول بریدونه یې «غیر انساني او د عامو خلکو د ژوند خلاف عملونه» بللي دي.

آسلام اباد؛د محکمې مخې ته چاودنې ۳۰تنو ته مرګژوبله اړولې

0

د پاکستان پلازمینه آسلام اباد کې د یوې محکمې مخې ته چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۹ کسان یې وژلي او ۲۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی، او هیڅ کومې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

راپورنه وایي، امنیتي چارواکو د پېښې د علت د څېړنې لپاره پلټنې پیل کړي دي.

ډونالډ ټرمپ؛د وینا د تحریف په غبرګون کې له بي بي سي څخه د یو میلیارد ډالرو جریمه غواړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بي بي سي پر وړاندې د یو میلیارد ډالرو د دعوې ګواښ کړی دی چې دلیل یې د ټرمپ د یوې وینا د تحریف منل شوې خپرونه ده.

دغه خپرونه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۶مه د کانګرس د حملې پر وړاندې شوې وه.

ټرمپ له بي بي سي غوښتنه کړې چې د لاس‌وهلې شوې خپرونې مواد بیرته واخلي، بښنه وغواړي او زیان جبران کړي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، په لیک کې ویل شوي، که غوښتنه ونه منل شي، ولسمشر به قانوني اقدام وکړي او د لږ تر لږه یو میلیارد ډالرو خسارې غوښتنه به وکړي.

یاد تحریف رسوایي رامنځته کړې او د بي بي سي دوه لوړپوړو مدیرانو، تیم ډیوي او دبورا ترنس، له خپلو دندو استعفا ورکړې.

د درمندرا سنګ کورنۍ:د هندي رسنیو راپورونه غلط دي او د نوموړي روغتیایي وضیعت په ښه کیدو دی

0

د بالیووډ ستوري درمندرا سنګ دیوال د مړینې په اړه د هندي رسنۍ راپورونه رد شول.

د هغه میرمن هما ماليني او لور اشا دیوال تایید کړې چې د درمندرا سنګ روغتیايي وضعیت «ثابت او په ښه کېدو دی.»

د نوموړي کورنۍ له رسنیو او خلکو غوښتنه کړې چې د دوی شخصي ژوند ته درناوی وکړي.

د راپورونو له مخې، ښاغلی دیوال د دوشنبې په ورځ د ساه تنګۍ له امله روغتون ته وړل شوی و، چې وروسته یې هندي رسنیو د مړینې راپورونه خپاره کړل.